ټولنیزه برخه

تمدني ټکی!

محمد وقايت الله (وقار)

د مهربانۍ له مخې لږ دا د تنګ نظرۍ عينکې له سترګو لرې کړئ، چې دا پراخه نړۍ په خپلو سترګو بې غباره ووينئ… چې خپل وروسته پاتې والی او د نورو بلا زيات وهلی مزل درته په رڼو سترګو ښکاره شي… چې زما او د نورو خبرې درته د ارزښتپالنې رښتينې روحيه درکړي…

چې خلک ووينئ، کار کوي، ځان خواروي او پرمختګ کوي او دادی مخ په وړاندې ګړندی مزل کوي او ځان هم وګورئ، چې له کار، زيار او علم سره مو څومره واټن دی… لږ دا د راحت طلبۍ او آرام خوښونې خوی پرېږدئ او د يو څو شېبو لپاره د هغو ننداره وکړئ، چې د خپل باطل فکر او باطلې نظريې لپاره په قوي تياري لګيا دي او د يوې ژمنې مبارزې ډګر ته هسکه غړۍ راووځي او لږ خپل ځان ته هم ځير شئ، چې د خپل حق فکر او فطري پيغام لپاره څومره بې تياري او پيکه د مبارزې ډګر ته راووځئ؟ لږ فکر وکړئ او د خپل خوب او غفلت هغه ستر بستر چې ستاسو په ټولنه ستاسو له خوا خپور دی، وغورځوئ او هاخوا د بلې ټولنې په ليدو خپل مړ ضمير او مړ احساس راژوندی کړئ… لږ متوجه شئ او هغه هم د يو څو لحظو او څو دقيقو لپاره!

تر هغه پورې چې ستاسو پام نه وي راوختی، دا د تمدن او تهذيب خبره درسره نه شريکوم او نه شايد پرې پوه شئ… لږ ځير شئ، خير په دې څو دقيقو کې شايد ستاسو د ژوند بدلون شونی وي او شايد د همدې څو دقيقو په برکت تاسو نه يوازې دا چې خپل ژوند بلکې د خپلې وروسته پاتې ټولنې ژوند ته بدلون ورکړئ او ډېر هغه څه چې ستاسو د قام په اړه په تاريخي تيندکونو کې شمېرل کېږي، ستاسو په لږې پاملرنې سره حل شي او د ستونزو هغه بهير چې تاسو او ستاسو ټولنه ورسره لاس او ګرېوان ده، يو څه تم شي، دمه شي او که الله تعالی کول ودرېږي او… ستاسو او د نورو ټولنو توپير به هغومره مونږ غوندې خلک احساس نه شي کړای او که حقيقت ووايو او دا يو تريخ حقيقت دی، چې نن په تعليم، پرمختګ او معاصره ټيکنالوژۍ کې مونږ تر صفر ښکته يو او نور پکې تر سپوږمۍ ورسېدل… او زمونږ ډېرو خو دا نه منله، چې انسان دې تر سپوږمۍ پورې وخيږي! د هغوی دغه حقايق ېې په دوه ګوتو پټول؟! ګويا چې د دوی په اند سپوږمۍ ته ختل کومه کبيره ګناه او يا هم د سپېڅلي قرآن کريم او نبوي احاديثو سره په ټکر کې کار دی!

کاش مونږ دومره وروسته نه وای، کاش مونږ په تېر کې دا او هغه نه وی کړی، کاش په تېر کې مو دغه اوږد غفلت نه وی کړی…کاش زمونږ مشرانو د دنيا د مزو او خوندونو د احساسولو پر ځای لږ د ځان خوارولو او کړاو زغملو ته مخه کړای وی… کاش مونږ په لومړيو کې متوجه وای، چې دغه حالت به مو نه وو؟ کاش دا داسې نه وي شوی، کاش دا داسې شوي وای؟!! دا ټول ارمانونه او د پښېمانۍ او د خفګان نعرې اوس کومه ګټه نه لري او نه هم پرې څه مرتبېدای شي… خو يوازينی شی، چې مونږ او نورو ېې د توپير د عمده ټکي په توګه سره جلا کړي يو او شايد همدا به د نورو د پرمختګ او زمونږ د وروسته پاتې والي لامل هم وي، هغه دادی، چې نور خپل تېر تاريخ لولي، ځان ترې خبروي او ډېر څه ترې لاسته راوړي، په خپلو وياړونو خوښېږي او په خپلو نيمګړتياوو خفه کېږي؛ خو دغه خفګان په لسګونو بلکې په سلګونو تجربو جبيره کوي او هغوی له خپلې يوې خو وړې غلطۍ څخه هم ډېر ستر درسونه او عبرتونه اخلي، مګر مونږ بيا هغسې نه يو، زمونږ د صف ډېری خلک خو هغه دي، چې په خپل وروسته والي او د نورو په وړاندې والي خبر هم نه دي… هغوی په دې پوه نه دي، چې نړۍ اوس کوم ځای کې ده او مونږ اوس کوم ځای کې يو؟ او ډېر په ګوته شمېر هغه خلک چې له دې غفلته رابيدار شوي دي او خپل تاريخ او وياړونه ېې لوستي دي، هغوی يوازې په تېر اوښکې تويوي او بس.

مونږ که په تېر کې ستونزه لرو، غفلت مو کړی دی، خپله لاره او هدف راڅخه پاتې شوی دی، واقعيت دادی، چې ښه مو نه دي کړي، ولې نن که يوازې د خپلو تېرو ګناهونو په پښېمانۍ خپل وختونه تېروو او د مخ په وړاندې او راتلونکي مزل غم نه کوو، دا هم يوه داسې ګناه ده، چې شايد تر راتلونکو څو پېړيو پورې ېې زمونږ نسلونه تاب ونه شي درلودای او شايد چې وبال به ېې هم د هغوی په غاړه ډېر وي، چې نه ېې له دغه تاريخ څخه خپله ګټه پورته کړه او نه ېې پرې نور خبر کړل.

د تاريخ لوستنې دغه ګټه چې مونږ ته ېې کړې له نورو سره ډېر توپير لري، نور تاريخ لولي؛ خو د تاريخ لوستلو چې کومې غوښتنې ورڅخه دي، هغه په ډېره ښه توګه تر سره کوي، مګر مونږ تاريخ په داسې حال کې لولو، چې نه د تاريخ له معنی او نه ېې له غوښتنو ځان خبروو.

د اوسني تش په نوم تمدن ډېر سرخېل داسې دي، چې د تاريخ ارزښت ته په کتو له ځانه خپل تاريخ ليکي او خپلو نويو نسلونو ته د دوی په لاس ليکل شوې افسانې داسې ښکاره کوي، چې ګويا هغه د هغوی د تاريخ رښتينی واقعيت دی؛ مګر حقيقت هغسې نه دی، اما مونږ چې د مجدونو او پرتمونو کوم تاريخ لرو، په انساني نړۍ کې ېې سيال نه شته او هغه د مولانا اکبر شاه (نجيب آبادي) رحمه الله په تعبير چې: په نړيوالو قامونو کې يواځينی قوم مسلمانان دي، چې تر ټولو زيات پرتمين تاريخ لري، د خپلو مشرانو د کارنامو په باب داسې باوري پوهه حاصلولای شي، چې له هر ډول شک او شبهې نه پاکه ده…نوموړی وړاندې ليکي: څومره د افسوس او حيرانتيا ځای دی، اوس په داسې حال کې چې د نړۍ د قامونو ترمنځ د مسابقې هنګامه ګرمه ده او مسلمانان چې تر ټولو پرتمين تاريخ لري، همدوی د خپل تاريخ نه تر ټولو زيات غافل او بې پروا ښکاري…

دا يو تريخ حقيقت دی، چې مونږ لکه د نورو علومو په څېر د تاريخ له علم څخه هم پوره ګټه نه ده اخيستې، دا په داسې حال کې ده، چې همدا مونږ هغه خلک يو، چې د نورو علومو ترڅنګ ددې علم لومړني معلمان وو؛ مګر اوس د غفلت په يوه داسې پړاو کې قرار لرو، چې د خپلو زده کوونکو يادښتونه راته په دې اړه د کاڼي کرښې ښکاري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x