نظــر

ملي بیرغ!

عبدالحمید “راشد”

د ملي بیرغ رنګ ښکلی، عظمت یې لوړ، تاریخي قدامت یې اوږد او ساتنه یې په حاکمو دولتونو لازمه ده.
ځکه بیرغ فقط ټوکر ندی چې په هوا کې دې رپیږي، بلکې دا د ملیت او حاکمیت هغه نوم دی، چې تر چتر لاندې یو لوی حاکم ملت د ازادۍ، حریت،استقلال ژوند کوي، چې ملت به ځانګړۍ یون، اصول، جغرافیه، ارزښتونه او نوامیس لري او د ملت حاکمه طبقه به د هغې ساتنه کوي، خو دلته هر څه سرچپه دي.

دلته د بیرغ اوسنۍ حیثیت په لاندې کرښو کې خلاصه کوو:

د شریعت او عدالت نشتون:
دلته حاکمو چارواکو شرعي اصول تر پښو لاندې کړل، د اساسي قانون په نوم یې قانون جوړ کړ، چې دې جوړ شوي قانون کې د شریعت د تطبیق ماده ذکر شوې مګر د شریعت د اصولو سره په روښانه توګه نور متناقض قوانین موندل کیږي، حدود، حجاب او فروعي اسلامي قوانین پکې تر پښو لاندې شوي چې د حددو اساسي نکته له پامه غورځول د شرعیت سره روښانه ټکر او مغایرت لري، له بل پلوه چرته چې شریعت تر پښو لاندې شي نو هلته د عدالت پلټل عبث او احمقانه عمل دی نو له ورایه معلومیږي چې دلته شریعت کاملاً تر پښو لاندې دی.

اساسي قانون:
د ملي بیرغ تر نامه لاندې اساسي قانون د کېسو هغه مجموعه ده چې فقط نظري او تصوري شکل لري، چې تطبیق یې په تېرو شلو کلونو کې ونه لېدل شو بلکې بند په بند په ډېرو مواردو کې تر پښو لاندې شو،شرعي اصول مات شول، د رهبریت د ټاکلو په موخه کړنلاره یعنې د ټاکنو پروسه وننګول شوه، عدالت پیمال شو، جغرافیه ونه ساتل شوه، دوه تابعيته راباندې حاکمان شول، د غصب، لوټ، چور، قتل، فساد، رشوت او نور بدو اعمالو ګراف خو یو سل اتیا درجې پورته ولاړ.

غلامي ظلم:
د تېرو شلو کالو په جریان کې د ملي بیرغ تر چتر لاندې داسې غلامان پر موږ واکداران وو، چې اشغال ته یې سرونه ټیټ کړي وو، ولسونه یې محکوم کړي وه، ناموسونه یې پلورلي وو، د دوی دنده مطلق غلامي وه، دوی د دې بیرغ تر سایې لاندې داسې ظلمونه وکړل چې چنګیز او هلاکو ترې عاجز وو، دوی پر بیګناه وګړو په خارج او داخل کې زندانونه ډک کړل، دوی واده، جنازه، بازار او د یتیمانو جونګړې ونه لېدې مګر ستر غټ بمونه یې پرې راګوزار کړل.

لوټ او غارت:
ملي بیرغ تر چتر لاندې حاکمانو د هېواد، ملي شتمنۍ، تاریخي اثار او عظمتونه لوټ کړل، د بیرغ عظمت او حیثیت ته یې ونه کتل او د بیرغ حیثیت یې په نړیواله سطحه له صفر سره ضرب کړ.

فساد او خیانت:
د بیرغ درواغجنو دعوه دارانو د ملیت تر نامه لاندې فساد، قاچاق، ظلم، رشوت، غصب او هر ډول ملي خیانتونه او قبیحه اعمال یې ترسره کړل.

جغرافیه:
د بیرغ جغرافیه یې ونه ساتله، د څو پنځوس هېوادونو سربیره دوی پاکستان چې دوی یې عظیم دښمن بولي لسګونه کیلو متره جغرافیه یې ورپرېښوده او هغه کرښه چې فرضي بلل کېده هغې ته یې رسمي بڼه ورکړه، ښه مي یاد دي چې د سرحدي قواوو یو تن منسوب د تورخم په ګیټ خپل خوږ او شیرین بدن قرباني کړ، خو څو ورځې وروسته د همدې ګیټ د افتتاح په موخه د ننګرهار لپاره ټاکل شوي والي شاه محمود میاخیل د پاکستاني چارواکو سره یو ځای لاسونه لپه کړي وو او د دې غاصب ګیټ افتتاح یې په رسمي او شانداره مراسمو کې ترسره کړه.

رهبریت شراکت او قانونیت:
د بیرغ حاکمان د هېواد په جغرافیه باندې د جمهوریت تر شعار لاندې د خپل واک د بقا په موخه وژنې ترسره کوي، په واک جنګونه کوي اداري واحدونه پلوري دیموکراسي یادوي خو د دیموکراسي اصول ننګوي، دوی د واک په سر معاملې کوي په یوه وخت دوه ځایه د هېواد د ورانۍ او د بیرغ د بې حیثیته کولو په موخه لوړې کوي چې په نتیجه کې یې اوږد اختلاف رامنځه ته کیږي او بیا د هېواد د وخت اصلي حاکمان( یهودي باداران) د دوه بوتلانو ترمنځ پخلاینه کوي، واک تقسیموي او د واک حدود معلوموي.

سوله او ملي یووالی:
دا هغه کاذب شعار دی چې اوسني د ملي بیرغ تر چتر لاندې حاکمان یې په نا اشنا انداز زمزمه کوي، خو دوی د ملي يووالي تر عنوان لاندې غاصبان، چورواکي او اقلیتونه حاکم کړل، چې په تمامه معنا یې نفرتونه، وژني او ظلمونه وزېږول، ذلیل پس پاتې شریر اقلیتونه یې تر واک ورسول چې حتی ځینو یې د جهنم واک العیاذ بالله په واک کې واخېست،نو د ملي یووالي او تعادل په نشتون کې طبعاً سوله ناشونې ده او د جنګ ګراف به لوړيږي.

خلاصه:
اووم د اسد د ملي بیرغ ورځ ټاکل د واک د بقا په موخه هغه کمپاین دی، چې حاکمه طبقه غواړي پدې سره نور هم د ملي بیرغ حیثیت ته ستره صدمه ورسوي ،خپله بقاء او د سولې ضد قانون تضمین کړي، او دا د عظمت او ننګ څلی په شرمونو وشرموي کنه نو د ملي بیرغ تر سیوري لاندې پورته په واقعیتونو ولاړې کړنې ترسره شوي او له هغې سربیره حاکمو چارواکو خپلو قبیحو کړنو ته قانوي بڼه هم ورکړه.

د هغې په ورځې په هېله چې واقعا ملي بیرغ د بیرغ حیثیت ولري، او د برم رپېدل یې په ټول هېواد کې اسلامیت، ملیت، استقلالیت،ځمکنۍ او هوایې بشپړتیا؛ او پرمختګ تضمین کړي.

وما ذالك علي الله بعزيز.
ستاسو ورور عبدالحمید راشد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مفتی راز محمد

آيا طالب د افغان ولس د حال نه ندې خبر ؟ موږ ډېر ناچاره یو خدای ته وګورۍ جنګ بس کړۍ اوس خو امریکا هم نشته د خدای روی ته وګورۍ نور موږ مه بې کوره کوۍ پاکستانیان مو مړي خښېدو ته نه پرېږدې درړازې یی راباندې بندې کړي موږ کوم طرف ته لاړ شو ایران مو نه پرېږدی تاجکستان و ځل په باډر وویشتو

محمد صالح

کله چي یوه ډله انسانان د یوه مشترک هدف لپاره د عمل ډګر ته راوځي نو د خپلي ډلي د مشخصولو لپاره یو بیرغ ټاکي (رنګ و ډیزاین یې کله مهم وي او کله هم نه) څو ورک سوي یا د ډلي په لټه کي همنوایان د بیرغ په واسطه خپله ډله د لیري څخه وپیژني او ورته راودانګي. دا بیرغ د هغه ډلي د پیژندګلوي سمبول سي. کله چي دا ډله ښه کړني تر سره کړي نو هغه بیرغ د عظمت سمبول وګرزي او کله چي د بیرغ عملبرداره ډله بدي کړني تر سره کړي نو هغه بیرغ هم… نور لوستل »

ګل احمد

هو! که افغانان د هیواد ملي بیرغ ته بدلون ورکړي نو نړیوال استعمار ته به یو قوي پیغام وي چي ملتونه د خپل سرنوشت او ارزښتونو په تعین کي ازاد دي او پر هیڅ ملت باندي پردي ارزښتونه او پردی سرنوشت نه سي تحملیدای. د افغانستان سپین انقلاب به د نړۍ د نورو ملتونو لپاره د مسیحا علیه سلام هغه لاس سي چي مړي به د قبرونو راپورته او مورزاده ړانده به بینا کړي

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x