نظــر

د طالبانو پوځي او سیاسي نفوذ ته د ګاونډیو، سیمي، نړۍ او امریکا اندېښنې او هيلې

عزام حقاني

طالبان په ۱۹۹۴ زېږدیز کال د اکتوبر میاشت کې د کندهار په سنګسار سیمه کې د شر وفساد د لښکریانو د ظلمونو، وحشتونو، انارشیزم او لنډغریو څخه د خلاصون په موخه د خلکو په غوښتنه صحنې ته راووتل، د افغانانو یوازنۍ د امید سترګې همدغه قشر ته وې، ځکه همدغو خلکو په ملت او بالخصوص پښتنو علاقو کې زیات محبوبیت درلود.

یاده دې وي چې د دې خوځښت اغاز د یو منظم او ځانګړي پلان، لیکلي اصولو او طرزنامې له مخې نه دی شوی، نه یې هم د یو حزب په چوکاټ کې ځان راڅرګند کړی، نه یې هم کوم سیاسي ملاتړ درلود، بلکې د خپل هدف چې خلکو ته امن او لنډغرو څخه خلاصون و، ملت په اخلاص سره قبول او حمایت یې وکړ.
همدغه نوم چې( تحریک) دی هم مخکې نه و ورته ایجاد شوی.

څرنګه چې دا هېواد تقریبا ۲۷ کاله د سخت جنګ او جګړو کوربه پاته شوی وو، په ډېره لږه موده کې د طالبانو لخوا په نېول شویو سیمو کې مثالي امنیت قائم شو، د خلکو ژوند، مال او عزت خوندي شو او په ډیره چټکۍ سره مخ پر وړاندې روان و، چې بالاخره په ضرب د دوو کالو کې د کابل په نېولو سره وتوانېدل.

په ۱۹۹۶ زیږدیز کال د سيپټمر په ۲۷ طالبان ارګ ته ننوتل او دنیا ته یې ځان د حاکم حکومت په حیث څرګند کړ.
له همدغه ځایه څخه دنیا له طالبانو سره د متقابل احترام، ډیپلوماسۍ، دوستۍ او ریښتیني سیاست خپلولو پر ځای د دښمنۍ، جعل او د درواغو دریځ خپل کړ.

که چیري هم زموږ ګاونډیانو، د منطقې هېوادونو او نورې نړۍ د طالبانو سره د دښمنۍ پر ځای د دوستۍ، د چل او ټګۍ پر ځای ریښتینی سیاست او تفاهم کړی وای، هرګز به د تېرو شلو کالو وحشتونو، ظلمونو او تخریبونو ته زمینه نه برابرېده.
په هر صورت که اوس هم د عقل او فکر څخه کار وانخستل شي، یو ځل بیا به د بوږنوونکو حالتو شاهدان یو.

که یې خپلې اندېښنې له طالبانو سره د ډیالوګ او تفاهم له لارې شریکې کړې وای، د تېرو د دوو لسیزو د ناخوالو، قتلونو، او خرابیو لېدونکی به نه وو.

خو متأسفانه چې د ګاونډیانو په شمول د سیمې او نړۍ هېوادونو له طالبانو سره د دوه مخۍ سیاست کاوه، په داسې حال کې چې طالب د جعل، چل او درواغو په سیاست باور نه درلود.

راځو هغو اندېښنو ته چې همسایه ملکونو، د سیمې او نړۍ هېوادونو مخکې او هم اوس له طالبانو څخه درلودې په مختصره توګه بیان کړم:

لومړی: الف: د طالبانو د غورځنګ نوم( اسلامي امارت)، جوړښت، داعیه او اصول هغه څه وو چې د طالبانو په تېره دوره کې یې هم له پراخ غبرګون او مخالفت سره مخ شو او اوس هم. د کابل له نېولو سره د اسلامي دولت اعلان چې بیا وروسته په امارت بدل شو، هغه څه و چې اسلامي او کفري نړۍ یې په لړزه، راویښه او متوجې یې کړه؛ ځکه دنیا پوهېده چې له همدغه فکر څخه د مسلمانانو د یووالې بوی راځي، نو باید په اساس کې لا خنثاء شي.

د اسلامي دنیا هېوادونو مشران د خپلو ولسونو د بغاوت او پاڅون څخه په وهم کې شول چې هسې نه ولسونه مو د طالبانو د حکومت په څېر چې شرعي حدود پکې نافذېدل حکومت وغواړي.

ب: طالبانو د الله جل جلاله لخوا رالېږل شوي قوانین د بشري ژوندانه لپاره موزون ګڼل او همدې قوانینو په مقتضا یې نظام جوړ کړی وو، خو نورې دنیا بیا د ملګرو ملتونو منشور، د بشر حقوقو نړیواله اعلامیه، د اکثریت په رایه جوړ شوي قوانین، ډیموکراسي او پرنسیپونه د نظام او حکومت کولو معیار بلل او بولي.

دوی فکر کوي که طالبان یو ځل بیا حاکمېږي جمهوریت، د خلکو ازادۍ، بشر حقوق نړیواله اعلامیه او ملګروملتونو منشور له خطر سره مخ کېږي.

دویم: د ښځو حقوق، دا هغه جنجالي مسأله ده چې نړیوال یې همېشه له طالبانو سره په ملاقتونو او خبرو کې مطرح کوي چې که طالبان حاکمېږي باید د ښځو حقوق خوندي وي.

توپیر د دې لفظ په تشریح او وضاحت کې د جانبینو تر منځ موجود دی.

نړیوال ښځو ته د بې قید او بې شرطه ازادۍ غوښتونکي دي، خو طالبان ښځو ته د ټولو هغو ازادیو او حقوقو ورکوونکي دي چې له اسلام او افغاني عنعناتو سره په ټکر کې نه وي.

چې د دنیاوالو اندېښنه لا پر خپل ځای پاته ده.

دریم: د مخدره موادو کښت، تولید او قاچاق هغه څه دی چې نړیوال او د منطقې هېوادونه یې سخت اندېښمن کړي دي.

یادونه باید وکړو چې د طالبانو د حکومت پر مهال د مخدره موادو کښت او تولید د صفر کچې ته راټیټ شو، د امریکایي اشغال په موده کې بیرته دا کچه اوچته شوه، افغانستان دنیا په سطحه د مخدره توکو په ستر تولیدي مارکېټ بدل شو.

د زیادت عاملین یې بهرنی اشغال او د کابل حکومت دی، د همدې ادارې لوړپوړي چارواکې او خپله امریکایي قومندانان د مخدره موادو اصلي قاچقبران ول.

چې کله هم افغانستان له اشغال څخه خلاص شي د مخدره موادو د کښت تولید او قاچاق کچه هم صفر ته راټېټېږي.

څلورم: هغه اندېښنه چې د طالبانو د نظام له حاکمیت څخه یې تقریبا ټوله دنیا لري: د نورو هېوادونو د اسلامي جهادي ډلو څخه ده چې طالبان به ورته افغانستان کې ځای ورکړي او تنظیم به یې کړي. خو طالبانو په څو ځله سره ویلي دي چې موږ د کوم هېواد په کورنیو مسایلو کې مداخله نه کوو او نه مو هم کړې ده او نه هم نورو ته
اجازه ورکوو چې زموږ په چارو کې لاسوهنه وکړي.

له ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام پر اصل بناء اړیکي غواړو.

د ګاونډیانو، منطقې او د د نیا امیدونه له طالبانو څخه:
په دې اوس ټوله دنیا معترفه ده چې طالبان په فوځي او سیاسي لحاظ یو قوت دی چې د خپل ملت له قوي ملاتړ څخه برخمن او په ټول ولس کې د نفوذ خاوندان دي.
او په دې هم اعتراف کوي چې طالبان د افغانستان او منطقې د هېوادونو په امنیت کې مهم رول لري.

روسیه، چین او ایران هغه هېوادونه دي چې په افغانستان کې د امریکا د شتون سره ښکاره مخالفت لري، ځکه په افغانستان کې د امریکایي عسکرو شتون پر ټوله منطقه د امریکا اغېز او نفوذ ته لار هواروي، بناء دوی امید لري چې یوازنی قوت طالبان دي چې د امریکا ټغر له افغانستان څخه ورټول کړي، د طالبانو په فوځي او سیاسي میدانونو کې تېزو او چټکو بریاوو دا هېوادونه د طالبانو په وجود او اخلاقي ملاتړ قانع کړل.

همدغه وجه ده چې په دې وروستیو کلونو کې یې له طالبانو سره تودې اړیکې وساتلې، هغوی ته یې مشروعیت ورکړ، د امریکا په خلاف یې اجماع رامنځته کړه، د طالبانو نړیوال حیثیت ورجګ کړ.

پاکستان: غواړې دلته داسې یو حکومت حاکم وي چې د هند د نفوذ مخه یې نېولي وي، پاکستان د طالبانو او هند اختلاف ته خوشحاله او د بقاء هڅې یې کوي.
خو طالبانو په دې وروستیو کې نړیوالو او د منطقې ټولو هېوادونو ته دا پیغام ورکړ چي موږ د هيچا پر سر د بل چا سره دښمني نه کوو او نه د بل چا لپاره له چا سره دوستي کوو، د نورو د اهدافو او ګټو جنګیالي نه یو؛ موږ ته تر هرڅه خپلي ګټي او اهداف مهم دي،

پالیسي مو پر عدم مداخله او متقابل احترام بناء ده.

بر عکس هند بیا د طالبانو د حکومت د حاکمیت څخه دا وېره لري چې افغانستان کې به د کشمیر د ازادۍ لپاره د پاکستان په غوښتنه د کسانو روزنه او تنظیم پیل شي، د هند ضد فعالیتونو ته به دروازه خلاصه شي.

امریکا دا وېره لري چې زموږ د فوځونو تر وتلو وروسته به په افغانستان کې د چین او روس نفوذ ته زمینه برابره شي، دنیا به د یو قطبیتوب څخه دوه قطبیتوب ته بیا ولاړه شي، د منطقې پر نورو هېوادونو به د روس او چین نفوذ زیات شي او بالاخره د اسیا له هېوادونو به د امریکا د مداخلو لاس کم شي.

پایله: طالبان باید داسې یو دریځ او سیاست د دیني اصولو او ملي ګټو په رڼا کې غوره کړي چې د همسایه، سیمي او دنیا هېوادونو د اندېښنو ځوابوونکی، د دوی د مغرضانه فعالیتونو مخه نېوونکی او پر متقابل احترام بناء وي.

د افغانستان حالت ډېر نازک او وخیم دي، باید په احتیاط او پوره تدبر سره قدمونه واخیستل شي، څو د څلورو لسیزو زورېدلي ملت ته سوکالي، امنیت او اسلامي حاکمیت ورکړل شي.

او پرېنږدي چې افغانستان یو ځل بیا د ابر قدرتو د لوبو میدان شي.

والسلام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x