د خوړل شويو روژو د فديه مسائل

لیکوال: فضلي پکتياوال

د روژو فديه څه ده

پوښتنه : د روژو فديه څه ده؟

ځواب : د هرې روژې په بدل کې دې دوه کيلو غنم يا دری نيم سيره وربشې يا د هغوی د قيمت په برابر دې کومه غله، لکه ورېژې، ږدن، باجره، جوار وغيره ورکړي!

او د هر فرض او واجب لمانځه فديه هم په همدې اندازه ده، مګر لمونځ تر څو پورې چې د سر په اشارې سره کولی شي تر هغه يې په اشارې سره کول فرض دي او که په اشارې سره يې هم نشي کولای او مړ شي، يا پرې د شپږو لمنځونو وخت تير شي نو په داسې حال کې بيا لمونځ کول پرې فرض نه دي، لنډه دا چې د لمانځه د فديه ورکولو هم همدا صورت دی، که چيرته د روغوالي په حالت کې ترينه لمنځونه قضاء شوي وي او د هغو له راګرځولو پرته مړ شي نو د همغو لمنځونو فديه به ورکوي.

که ناروغ ته د قضاء موقع پيدا نشي نو د هغه له لوري فديه ورکول ضروري نه دي

پوښتنه : يو ناروغ په رمضان المبارک کې د روژو په نيولو باندې قدرت نه درلود او د رمضان په آخير کې هغه وفات شو، نو آيا د هغه له لوري د قضاء شويو روژو فديه ورکول کيږي او که نه؟ همدا رنګه د نن صبا په مروج وزن (تول) سره که د فديه وضاحت وکړى شي؟.

ځواب : دا چې ناروغ په رمضان کې وفات شوى او هغه ته د صحت په حالت کې دومره موقع په لاس نه ده ورغلې چې هغه د روژو قضائي راوړي، لهذا په هغه باندې د فديه ورکولو وصيت لازم نه وو او اوس د فديه ورکول ضروري نه دي، که ورثه يې له خپل لوري اداء کړي نو مرحوم ته يې ثواب ور رسيږي، او د نن صبا د مروج وزن (تول) په اعتبار سره فديه پوره دوه سيره غنم يا د هغو د قيمت صدقه کول دي.

د ټول رمضان فديه تقريباً په انګريزي سير سره يو نيم من غنم دي

پوښتنه : يو کس د يوې معتبرې کورنۍ له ډاکټر څخه علاج کوي، او هغه د روژه او د لمانځه پابند او متشرع سړى دى، د همدغه ډاکټر د هدايت له مخې روژه نه ساتي او همدغه ناروغي يې مسلسله دى، اوس د ديرشو روژو فديه څومره اداء کړي؟.

ځواب : که چيرته همداسې ناروغ له روغيدو څخه نا اميده وي نو هغه دې د في روژه په انګريزي سير دوه سيره غنم ورکړي، په همدغه حساب سره د ټول رمضان فديه ٢ + ٣٠ = ٦٠ يعنې په انګريزي من سره يو نيم من جوړيږي.

که د سختې ناروغى له امله روژه نشي نيولى نو فديه دې ورکړي

پوښتنه : که يوه ښځه د شوګر په ناروغى اخته وي، په رمضان کې يوه دوه روژې په اسانى سره نيولاى شي، مګر د ډيرو روژو نيولو له امله يې شوګر لوړيږي او صحت يې ډير خرابيږي، او هغه د دوو دريو روژو له کبله لس پنځلس ورځې په پريشاني کې تيروي، نو په شريعت مطهره کې د هغې لپاره حکم څه دى؟.

ځواب : په مذکوره صورت کې د نوموړې ښځې لپاره د فديه ورکولو حکم دى، يعنې د هرې روژې په عوض کې دې کم له کمه يوه فطرانه (پوره دوه کيلوغنم) يا د هغو په حساب سره روپۍ غريبانو ته ورکړي.

د فديه له ورکولو عاجز بنده دې استغفار وکړي

پوښتنه : يو کس له لسو کلونو راهيسې ناروغ پروت دى، تقريباً د اتيا کلونو په عمر کې دى او ډير سخت غريب دى، د آمدن راتلو هيڅ ذريعه يې نشته، د هغه يواځنى زوى ورځ مزدوري کوي او د پلار په ګډون د خپل اهل عيال کفالت کوي، او ورسره دا چې همدغه کس قرضدارى هم دى، په داسې صورت کې د همداسې کس لپاره فديه څه شى دى؟.

ځواب : که چيرته همدغه ناروغ کوم چې د ډير عمر لرونکى او غريب دى له صحت څخه نا اميده وي نو د هغه لپاره د استغفار کول کافي دي.

د ناروغ لپاره فديه، د فديه اندازه او د فديه د وخت مسئله

پوښتنه : يو کس تقريباً له لسو کلونو راهيسې د جناتو ناروغي لري، لومړى طاقت موجود وو، اوس کمزورى شوى دی، د لوږې او تندې له امله پيوسته د جناتو دورې پرې راځي او صحت يې خرابيږي، له همدې امله يې دا ځل (٢٦) روژې خوړلې دي، بيا هم په کټ باندې پروت دی، اوس څه وکړي؟.

ځواب : همداسې کس دې له صحت موندو وروسته قضائي راوړى، او د قضائي نه راوړلو په صورت کې دې فديه ورکړي، د فديه اندازه په انګريزي سير سره دوه سيره غنم دي، يا د هغو قيمت دى، او د ورکولو وخت يې د شيخ فاني کيدو وخت دى، يا له ژوند څخه د مايوسه کيدو وخت دى، يا له مرګ وروسته دى.

د شيخ فاني پيژندنه

هغه سپين ږيرى يا سپين سرې چې په هغو کې د بيا طاقت پيدا کيدو هيڅ اميد نه وي، يا داسې ناروغ په کوم کې چې د صحت هيڅ ډول اثار نه ليدل کيږي، د شيخ فاني مطلب دا دى کوم چې د ژوند اخيرنى مرحلې ته رسيدلى وي، د فرضو له اداء کولو څخه بيخي مجبور او عاجز وي، او جسماني قوت او طاقت يې ورځ په ورځ مخ پر ځوړ روان وي، تر دې چې د ضعف له امله داسې اميد بيخي نه وي چې په راتلونکي وخت کې به روژه ونيولاى شي، يوازې د شيخ فاني لپاره روا دي چې د خپلو روژو فديه (مالي عوض) ورکړي.

هو ! د هغه کس لپاره هم د فديه ورکول روا دي کوم چې د ټول عمر لپاره روژه نذر منلې وي او اوس د هغو له نيولو څخه عاجز وي، يعنې د ژوند د اسبابو ترلاسه کولو يا د بل عذر له امله خپل نذر پوره کولاى نشي، نو د هغه لپاره روا دى چې هغه روژه ونه نيسي، او د روژو په عوض کې فديه ورکړي، او د فديه اندازه د يوې فطرې برابر دى، يا سهار او ماښام د هرې روژې په عوض کې يوه مسکين ته په مړه خيټه ډوډۍ ورکړي (فديه يعنې د روژو مالي عوض) له دې پرته د عذر مسئله دا دى چې د عذر له تلو (زايليدو) وروسته د روژو قضائي راوړل ضروري دي، فديه ورکول صحي نه دي، يعنې د فديه په ورکولو سره روژه نه معاف کيږي.

که چيرته کوم معذور د خپل عذر په حالت کې مړ شي نو په هغه باندې د هغو روژو په عوض کې د فديه ورکولو وصيت واجب نه دى، کومې چې د همدغه عذر له امله فوت شوې دي، او نه د هغو په وارثانو باندې دا واجب دى چې هغوى يې فديه ورکړي، برابره دى که عذر د ناروغي وي، که د سفر وي او که بل کوم شرعي عذر وي .

هو ! که چيرته يو کس په داسې حالت کې مړ شي چې د هغه عذر له منځه تللى وو او هغه قضاء شوې روژې نيولاى شوې، مګر هغه د روژو قضائي را ونه ګرځوله نو د هغه لپاره ضروري دي چې هغه د همدغو روژو د فديه ورکولو وصيت وکړي، په کومو کې چې له ناروغي څخه روغ شوى وو، يا يې سفر پوره شوې او مقيم شوى وو، يا يې بل کوم عذر درلود او هغه له منځه تللى وو.

او که چيرته يو کس د شيخ فاني په حالت کې مړ شي نو د هغه له لوري د هغو روژو فديه ورکول ضروري نه دي په کومو کې چې هغه په سفر کې وو، ځکه لکه څرنګه چې بل کس د سفر په حالت کې مړ شي نو د همدغه سفر د ورځو روژې ورته معاف دي، او د ده لپاره هم د همدغو ورځو روژې معاف دي.

د فتاوى دارالعلوم (٦) ټوک په (٤٧٠) مخ کې د شيخ فاني تعريف داسې شوى چې : دومره بوډا شوى وي چې په هغه کې بيخي قوت باقي پاتې نه وي او مرګ ته نږدې ور رسيدلى وي، د عمر هيڅ اندازه نشته دى، په قوت او عدم قوت باندې مدار دى، تر څو چې روژه نيولاى شي ولو که په تکلف وي نو روژه دې ونيسي، د قضائي روژو پيوسته نيول ضروري نه دي، متفرق دې ونيسي، فديه ورکول تر هغه وخته کافي دي تر څو چې د روژه نيولو طاقت بيخي پاتې نه وي او په هيڅ ډول هم روژه نشي نيولاى.

يوه مسکين ته د ډيرو روژو فديه ورکول

پوښتنه : د يوې روژه فديه ډيرو مسکينانو ته همدا رنګه د ډيرو روژو فديه يوه مسکين ته ورکول صحي دي او که نه؟.

ځواب : د يوې فديه غنم لږ لږ ډيرو مسکينانو ته يې ورکول صحي دي، همدا رنګه د هغو قيمت هم، علي هذا د ډيرو روژو فديه يوه مسکين ته يې ورکول هم صحي دي، په شامي کې راغلي چې د يوې فديه په ډيرو مسکينانو باندې د ويشلو متعلق د امام ابو يوسف رحمه الله قول د جواز منقول دى، له دې څخه معلومه شوه چې د فديه حکم د کفاره د حکم په څير نه دى، بلکې د صدقة الفطر په څير دى، لهذا د ډيرو روژو فديه ورکول ډيرو مسکينانو ته صحي دى، او په دې کې له مشقت څخه حفاظت او آساني دى، که نه نو په ډيرو روپيو کې به له ډيرو پريشانيو سره مخامخ کيدل وي.

د لمانځه او روژه فديه

پوښتنه : له يوه کس نه د ناروغي په حالت کې دوه وخته لمونځ قضاء شوى او د شپږو رمضانونو روژې قضاء شوې او همدغه کس وفات شو، اوس د همدغو لمنځونو او روژو فديه په څه حساب سره ورکړي، يعنې د في لمانځه فديه څومره ورکړي او کفاره يوه محتاج ته ورکړي او که ډيرو ته؟.

ځواب : (يعطي لکل صلوة نصف صاع من بر کالفطرة، وکذا حکم الوتر والصوم (درمختار، ج : ١، ص : ١٠١، وفي الشامي : ١، ٧٦٦، اى او من دقيق او سويق او صاع تمر او زبيب او شعير او قيمته، وهي افضل عندنا لاسراعها بسد حاجة الفقير) له دې څخه معلومه شوه چې د هر لمانځه او هرې روژه په فديه کې هغه اندازه ورکول کيدلاى شي کومه چې په صدقة الفطر کې ورکول کيږي، او د وترو لمونځ د جلا لمانځه په حکم کې دى، همدا ټوله فديه يوه ته يې ورکول هم روا دي او ډيرو ته هم، مګر له يوې فديه څخه کم ورکول يې روا نه دي (ولو ادى الي الفقير اقل من نصف صاع لم يجز، ولو اعطاه الکل جاز).

د روژه فديه په کوم وخت کې ورکول کيدلاى شي

پوښتنه : د روژه فديه څه ډول کسان اداء کولاى شي؟.

ځواب : کوم چې د روژه نيولو طاقت نلري، نه في الحال او نه په اينده کې، نو هغوى دې فديه ورکړي.

همدا رنګه ليکل شوي :

پوښتنه : د روژه فديه په کوم وخت کې ورکول کيدلاى شي؟.

ځواب : کوم کس چې دومره سپين ږيرى وي چې د روژه نيولو طاقت يې نه وي، او دا اميد يې هم نه وي چې په اينده کې د روژه قضائي راوړلاى شي، يا کوم داسې ناورغ وي چې د روژه نيولو طاقت نلري او دا وخت يې د ښه کيدلو اميد هم نه وي، نو په داسې حالت کې دې د روژه فديه ورکړى شي، يعنې د هرې روژې په عوض کې دې دوه کيلو غنم، يا د هغو قيمت، يا د قيمت په اندازه جامه (کپړه) يا ديني کتابونه دې کوم مستحق ته ورکړى شي، که چيرته د فديه له ورکولو وروسته له مرګ دمخه د روژه ساتلو طاقت پکې پيدا شي نو د روژو قضائي پرې ضروري ده.

شيخ فاني که از روزه عاجز باشد افطار کند وعوض هر روزه بقدر صدقه فطر اطعام کند پستر از قدرت روزه بهم رسيد قضا بر وى واجب شود.

په ناروغ باندې د روژه فديه

پوښتنه : که چيرته يو کس په اختلاطي دوره کې مبتلاء وي، کيفيت يې داسې وي چې له دواء پرته روغ نه وي، او په لمانځه کې يې کله نا کله کيفيت داسې وي چې د څلورو پر ځاى پنځه او د دوو سجدو پر ځاى درې سجدې، يا څلور سجدې کوي، او د رمضان په روژو کې يې حالت له دې څخه بدل وي، تر دې چې هوش او حواس يې هم بدليږي، په همدغه صورت کې داسې کس ته د رمضان په روژو کې څه کول پکار دي؟ د روژه ساتلو طاقت بيخي نشته پکې نو داسې کس ته د روژو اداء کولو څه ډول صورت پکار دى؟ همدا رنګه د کفاره تفصيل څه دى؟.

ځواب : په کوم کس کې چې د ناروغي له امله د روژه نيولو طاقت نه وي، او که چيرته روژه ونيسي نو په ناروغي کې يې د زياتوالي راتلو ويره وي نو د هغه لپاره شرعاً اجازه شته دى چې په رمضان شريف کې روژه ونه نيسي، بلکې له ښه کيدو وروسته قضائي راوړي.

او که چيرته د ناروغي په حالت کې مړ شي، روغ نشي نو په هغه باندې قضاء او فديه هيڅ واجب نه دي، او که چيرته روغ شي او قضائي را نه وړي او مړ شي نو د مړينې په وخت کې په هغه باندې وصيت کول واجب دي، که وصيت يې کړی وه نو د هغه په ثلث ترکه کې دې د هغه د روژو فديه ورکړى شي، د هرې روژه په عوض کې د يوې صدقة الفطر په اندازه غله، يا د هغې قيمت دې کوم مسکين، يا غريب ته ورکړي، يا دې په مړه خيټه ډوډۍ ورکړي، او که چيرته يې وصيت نه وي کړى نو د ورثه ؤ په ذمه باندې هيڅ واجب نه دي.

او کوم کس چې دومره سپين ږيرى شي چې په هغه کې د روژه نيولو هيڅ طاقت نه وي، او دا توقع او اميد هم نه وي چې په اينده کې دې هغه ته دومره طاقت بيرته راشي، بلکې ورځ په ورځ يې حالت کمزورى کيږي، معلوميږي چې د مړينې وخت يې را نږدې شوى نو د همداسې کس لپاره شرعي حکم دى چې هغه په خپل ژوند کې د روژو فديه ورکړي، د دې ضرورت نشته چې د مړينې پر مهال وصيت وکړي او وروسته د هغه ورثه فديه ورکړي، او که چيرته يې په خپل ژوند کې فديه ورنکړه او وصيت يې وکړ نو د ذکر شوې طريقې مطابق دې فديه ورکړى شي.

د روژه د فديه حکم

پوښتنه : يو کس په رمضان کې ناروغ شو، له هغه څخه يو شمير روژې پاتې شوې، د کومو چې هغه فديه ورکړه، وروسته له ناروغي ښه شو، او د روژو نيولو طاقت هم پکې پيدا شو، آيا اوس په هغه باندې د قضاء شويو روژو قضائي لازمه ده او که ورکړى شوې فديه کافي ده؟.

ځواب : نوموړي چې د کومو روژو په عوض کې فديه ورکړې د ناروغى په حالت کې د هغو لپاره ورکړى شوې فديه کافي نه ده، نو له همدې امله اوس په ده باندې د هغو قضائي راوړل ضروري دي، ځکه چې د روژه په عوض کې د فديه ورکولو حکم له شيخ فاني پرته يوازې داسې ناروغ لره دى کوم چې له روغيدو څخه بيخي مايوسه شوى وي، لهذا د نوموړي کس فديه د روژو قايم مقامه نشي جوړيدلاى، بلکې په هغه باندې قضاء واجب دى.

آيا له رمضان دمخه د فديه ورکول روا دي

پوښتنه : د رمضان روژو د فديه روپۍ که چيرته د رمضان له راتلو دمخه په پيشګي کې ورکړى شي نو آيا دا صحي دي او که نه؟ يعنې تر اوسه روژه لا راغلې نه ده او د روژو فديه وار دمخه ورکول کيږي؟.

ځواب : فديه د روژو بدل (عوض) دى او د رمضان په راتلو واجبيږي، لهذا د رمضان له راتلو دمخه د فديه ورکول د (قبل وجود السبب) له امله صحي نه دي، البته د رمضان له شروع کيدو سره د راتلونکو ورځو فديه هم يو دم ورکولاى شي، د دې بر عکس د صدقه فطر وجوب په افرادو دى، د کومې چې له رمضان دمخه ورکول صحي دي، بلکې د څو کلونو پيشګي هم ورکولاى شي.

د فديه په روپيو د کوم مفلس قرض اداء کول

پوښتنه : د فديه په روپيو باندې د کوم مفلس قرضدار روا قرض اداء کيدلاى شي او که نه؟ هغه قرض په خپله اداء کړي او که هغه ته د روپيو په ورکولو سره يې اداء کړي؟.

ځواب : په همدغو روپيو سره په خپله د کوم مقروض مفلس قرض اداء کول صحي نه دي، البته هغه مفلس مقروض ته يې ورکول صحي دي چې هغه خپل قرض پرې اداء کړي.

يتيم خانه ته د فديه روپيو ورکول

پوښتنه : د فديه روپۍ د کومې يتيم خانه په مصارفو کې ورکول کيدلاى شي او که نه؟ او د کوم نابالغ يتيم ولي ته د همدغه نابالغ د مصرف لپاره يې ورکول روا دي او که نه؟.

ځواب : د نابالغ مفلس يتيم په مصارفو کې يې د صرف کولو لپاره د هغه ولي ته يې ورکول صحي دي.

کافر ته د فديه او کفاره ورکول ناروا دي

پوښتنه : کافر ته د فديه او کفاره ورکول روا دي او که ناروا؟.

ځواب : حربي کافر ته يې ورکول بالاتفاق ناروا دي، او ذمي ته يې په ورکولو کې اختلاف دى، عدم جواز يې راجح دى.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د