شعـــــرونه

په سلګو سلګو آهونه دي او زه یم/ حيدري

محمد اغا حيدري
په سلګو سلګو آهونه دي او زه یم
نیمه شپه کې ستا یادونه دي او زه یم

وچې شونډې یمه ستړی جل وهلی
په دې لاره ستر خنډونه دي او زه یم

سر ببر شلېدلې غاړې راته پاتې
د یتیم زوی فریادونه دي او زه یم

زما نازک شهیده یاره په بیلتون دې
دخوږې مورکۍ آهونه دي او زه یم

دیو ورک سړي په یاد کې له مودو نه
راته پاتې ترې غمونه دي او زه یم

ستا د ژوند د خاطرو لارو کوڅو کې
راته ایښي یې دامونه دي او زه یم

بس نیمګړې زنده ګي ده ستا فراق کې
نور څه نشته اه دردونه دي او زه یم

هدیره کې په دې لار حیدري! وینم
په مزار دې سره ګلونه دي او زه یم

محمدآغا حیدري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x