روغتیا

سویډن افغانستان سره د ۱۲۴ زره دوزه استرازینیکا واکسینو مرسته کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹ زمری، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي د سویډن هېواد له لوري ورسره د استرازینیکا واکسینو ۱۲۴ زره دوزه مرسته شوې ده چې وړمه ورځ کابل کې یاد وزارت ته وسپارل شوه.

د ۱۲۴ زره دوزه واکسینو جوپه د استرازینیکا واکسینو ده چې د روغتیا وزارت په وینا نن شنبه یې په روغتیایي مرکزونو کې تطبیق پېل شوی دی.

د روغتیا وزارت ویاند ډاکټر دستګیر نظري د یاد وزارت او حکومت په استازیتوب له سویډن څخه د یادې مرستې په پار مننه وکړه، نوموړي زیاته کړه چې د واکسین دا مقدار به د هغو خلکو لپاره د تطبیق وړ وي چې له دې وړاندې یې د استرازینیکا واکسینو لومړی دوز لګولی دی.

د روغتیا وزارت ویاند زیاته کړه چې د کوواکس بهیر له لارې به دوه نورې جوپې هم په راتلونکې نږدې کې افغانستان ته وسپارل شي.

دا په داسې حال کې چې د تېر وخت په پرتله په هېواد کې د واکسینو تطبیقولو بهیر چټک شوی، او د عامو خلکو په ګډون په ټولو دولتي او خصوصي روغتونونو کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته واکسین تطبیقیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x