ورزش

د غوراوي کمیټې مشر په بورډ کې «د غیر کرکټرانو لاسوهنې او خنډ» له امله استعفا وکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹ زمری، ۱۴۰۰ل): د افغانستان کرکټ بورډ پخواني لوبغاړي او د غوراوي کمیټې مشر اسد الله خان په بورډ کې د غیر کرکټرانو لخوا د خنډ له کبله استعفا وکړه.

اسد الله خان ادعا کوي چې د پاکستان پر وړاندې درې یو ورځنیو سیالیو لپاره غوره شوې لوبډله د نوموړي له خوښې پرته نهایي شوې ده، په داسې حال کې چې نوموړي د غوراوي کمیټې د مشر په حیث دنده درلوده.

د غوراوي کمیټې پخواني مشر کرکټ بورډ ته په یوه لیږلي لیک کې د خپلې استعفا د پریکړې اصلي لامل داسې په ډاګه کړی چې په بورډ کې بېځایه کسان او غیر کرکټران مداخله او لاسوهنه کوي چې د کرکټ په اړه هیڅ معلومات نه لري.

اسد الله خان د کرکټ بورډ مشر فرحان یوسفزي ته د خپلې استعفا لیک د جولای په ۲۴مه نېټه وروسته له هغې چې د سیریز لپاره ۱۷ کسیزه لوبډله اعلان شوه، لیږلی کوم چې د جولای په ۲۷مه نېټه د بورډ له لوري منل شوی دی.

په دغه ۱۷ کسیزه لوبډله کې د حشمت الله شهیدي په لوبډلمشرۍ ۵ نور نوي د ټيټې درجې لوبغاړي صدیق الله اتل، شاهد الله کمال، عبد الرحمن، فضل حق فاروقي او نور احمد شامل شوي وو.

هغه په دغه لیک کې چې د (کرک انفو) له لوري خپاره شوي د خپلې استعفا شپږ لاملونه په ډاګه کړي دي:

  • د غوراوي کمیټې لپاره غړي نه ورکول کیږي، چې نوموړی یې له خپلې ټاکنې راهیسې غوښتنه کوي.
  • د هغه په کار کې له اندازې زیاته لاسوهنه.
  • په بورډ کې د غیر کرکټرانو ښکیلتیا چې د لوبغاړو د انتخاب په اړه پوهه نه لري.
  • د غوراوي په مسایلو کې خبرې ته اهمیت نه ورکول کېدل.
  • له تېرو دریو میاشتو راهیسې د کرکټ بورډ مشر سره د ملاقات وخت نه ورکول کیږي.
  • د پاکستان پر وړاندې د شل اوریزو لپاره د وروستۍ لوبډلې په اړه ناپوهه پاتې کېدل.

پورتني هغه لاملونه دي چې د اسد الله خان د استعفا لامل شوي دي. د کرکټ مبصرین او پوهان پورتني لاملونه د بورډ یوه اساسي ستونزه بولي او په وینا یې یو شمېر چارواکي د فرحان یوسفزي له خپلسرۍ سر ټکوي.

باید وویل شي چې اسد الله خان سږکال په مارچ میاشت کې د اوږدو سلا مشورو وروسته د غوراوي کمیټې مشر په حیث وټاکل شو چې یوه غوره ټاکنه وه، خو د نوموړي استعفا د کرکټ بورډ په غیر مسلکیتوب دلالت کوي.

بل لوري ته ویل کیږي چې کرکټ بورډ په پام کې لري د پاکستان پر وړاندې اعلان شوې لوبډله کې د کرکټ مبصرینو او د لوبغاړو په غوښتنه او ددوی ترمنځ د شدیدو اختلافاتو له کبله بدلون راولي.

یو شمېر مبصرین او کارپوهان وایي چې د پاکستان پر وړاندې لوبو لپاره که څه هم ځوان لوبغاړي انتخاب شوي خو د ناتجربه لوبغاړو غوره والی به د سختو ماتو لامل شي، په داسې حال کې چې پاکستان د نړۍ چټک توپ اچونکي او غوره توپ وهونکي لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x