افغانستاناقتصاد

د عوایدو د کموالي له کبله کابل حکومت په مالي لګښتونو سخت قیودات لګولي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۰ زمري، ۱۴۰۰): د طالبانو لخوا د شاوخوا ۱۰ ګمرکونو او بندرونو له نیولو وروسته کابل حکومت د مالي لګښتونو برخه کې په دولتي ادارو سخت قیودات وضع کړي دي.

د کابل حکومت مالیې وزارت د یو مکتوب له لارې نورو وزارتونو او خپلواکو ادارو څخه غوښتي چې لویې پراختیايي پروژې بندې یاهم وځنډوي او تازه شوي قراردادونه هم فسخ کړي. ددې ترڅنګ یې د لوړو تنخوا لرونکو تخنیکي مامورینو استخدام هم ځنډولی او له وزارتونو او دولتي ادارو یې غوښتنه کړې چې له غیر ضروري لګښتونو څخه ډډه وکړي.

د مالیې وزارت په مکتوب کې ویل شوي، چې ولسمشرۍ ماڼۍ د ۱۴۰۰ل مالي کال په ملي بودیجه کې پورته تغییرات د کال د لومړیو شپږو میاشتو د عوایدو د کموالي او په امنیتي او روغتیايي برخو کې د لګښتونو د ډیروالي له کبله راوستلي دي.

د ولسي جرګې د مالي او بودیجوي کمیسیون مشر میر افغان صافی هم تاییدوي چې د نیمايي کال د بودیجې د څېړنې سند یې ترلاسه کړی دی.

نوموړی وايي، د لویو پروژو له ځنډولو او لغوه کولو سره زیات مخالفت نه لري؛ خو کوچنۍ پروژې او هغه چارې چې کارونه یې تر ډیره بشپړ شوي ځنډول او لغوه کول به یې خصوصي سکتور او عام ولس سخت زیانمن کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د مالیې وزارت د راپور له مخې په تیرې یوې میاشت کې د طالبانو لخوا د څو ګمرکونو او بندرونو له نیولو وروسته ددوی عواید ۲ اعشاریه اووه ملیارده افغانۍ کم شوي دي.

د چارو د څارونکو په باور د طالبانو لخوا د مهمو سوداګریزو بندرونو او ګمرکونو نیول په حقیقت کې د د کابل رژیم د «زندۍ» کولو په معنی ده، ځکه په دنیا کې هیڅ یو حکومت او رژیم نه شي کولای چې له عایداتي سرچینو پرته حکومتي ماشین وچلوي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x