
باجوه: د افغان سولې په نشتون کې سیمه پرمختګ نشي کولای
نن ټکی اسیا (شنبه، ۹ زمري، ۱۴۰۰ل): د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال «قمر جاوید باجوه» وایي، افغانستان ته د سولې را ګرځېدل د پاکستان پخوانۍ هیله ده او هلته د سولې نشتون د سیمې د وړاندې تګ مخه ډب کوي.
باجوه چې د پاکستاني پوځ په قومندانۍ «جي ایچ کیو» کې یې له افغانستانه د ژورنالستانو له ورغلي ټیم سره خبرې کولې وویل، چې په افغانستان کې د سولې تامینېدل د پاکستان یوازینۍ غوښتنه ده او اسلام اباد باور لري چې د هیواد سوله یې په افغانستان کې د سولې له شتون سره تړلې ده.
ده وړاندې زیاته کړې، چې په افغانستان کې د سولې د نشتون په صورت کې سیمه هیڅ ډول پرمختګ نشي کولای او نه هم سیمه ییز اتصال رامنځته کېدای شي.
باجوه ددې تر څنګ د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو په بیا رغونه کې د رسنیو رول مهم بللی او دا یې د رسنیو مسئولیت بللی چې د سولې مخالفین رسوا کړي او مخه یې ونیسي.
باجوه داسې مهال په افغانستان کې د سولې په تامینېدو ټینګار لري، چې له افغانستانه د امریکایي او ناټو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او ورسره جوخت د هیواد په بېلابېلو برخو کې جګړه تر بل هر وخت زیاته شوې.
طالبان توانېدلي چې په تېرو دوو میاشتو کې د هیواد په څه باندې دوه سوه ولسوالیو ولکه ټینګه کړي او مهم سوداګریز بندرونه ونیسي.
### خو همدا تاسو ټوله سیمه ناآرامه کړی. مخکی د دی حکومت او بیا اوس. په لسګنو ترهګری ډلی پنحاب کی روزل کیږی بیا کشمیر، افغانستان او هند د تخریب کاری لپاره لیږدول کیږی.