نظــر

د بيان د ازادۍ ډنډوره او د فکر د ازادۍ حقيقت!

عبدالغفار سربڼ

ايا انسان د هر شي د ويلو ازادي او جواز لري؟
ايا هغه شی چې سړی يې فکر کوي هماغه تل وايي؟
ايا فکر رښتيا هم خپلواک، فطري او ذاتي دی؟
سوچ او فکر ايا عاريت او د بل چا امانت نه دی؟

دغو پوښتنو ته که زه وکولای شم په دې ليکنې کې ځواب ومومم نو نيکمرغه به يم. ان شا الله.

نطق يا خبرې كول د انسان د پيژندنې او ماهيت محک بلل کېږي. د سړي سړيتوب له خبرو کولو پرته نيمګړی وي. بيان په انسان د الله فضل او ستر بخشش دی. د ژبې جوړښت د رياضياتو په بڼه ترتيب شوی. د اعدادو پر ځاي توري او صوتونه په کار اچول شوي. د تورو او حروفو نه بې شميره الفاظ او جملات جوړيدی شي.

د ژبې او بيان دنده دا ده چې فکر څرګند کړي او بل ته يې ورسوي. الله چې ماغزه ورکړي نو د فکر کولو دنده يې هم سړي ته ورسپارلې ده. د مغز د طاقت، ظرفيت او غښتلتيا اندازه فقط الله ته معلومه ده او تر دا نن انساني علوم د هغه د قوه د اټکل نه عاجز پاتې دي.
بيا بله دنده ژبې ته د فکر د چوپړ او خدمت لپاره وركړل شوې ده. ژبه د فکر له خوا په کراره نه شي پاتې کېدلی او تل د فکر د امر منلو لپاره چمتو وي.

له لنډې مقدمې چې تير شو د ژبې د کارولو له پاره يو څه اخلاقي اصول دي چې بايد هغه رعايت شي. خو لکه چې وويل شول ژبه د سوچ چوپړ ته ناسته ده نو که فکر کوږ او کړکېچن وي نو ژبه يې زغم ګالي او د کوږ فکر پړه هم پر ژبې لويږي.
افکار کېدلی شي نيک وي يا دا چې بد وي. تر هغو چې د ژبې له لارې نه وي څرګند شوي ګټه او تاوان يې نه ښکاري خو کله چې بيان شي نو پته يې ولګيږي چې څه پايله لرلی شي. ژبه د سوچ امانت کاره ترجمانه ده. دغه خبره زه ولې په تکرار کوم؟ ځکه غواړم ووايم چې د بيان او د خبرو د ازادۍ حقيقت دادی چې ژبه له فکر نه استقلال نه شي لرلي. کېدلی شي چې د فصاحت په مرسته سوچ داسې د الفاظو په څادر کې وپيچل شي چې حق باطل وښيي او باطل د حق پر ځای کښينوي خو دا هنر هم د سوچ او تفکر په وسيله کېږي. په هر حال ژبه د فکر غلامه ده. ويل کېږي چې ژبه درواغجنه ده دا تور او تهمت دی پر ژبې. فکر ژبې ته دا الهام استوي چې رښتيا يا درواغ بيان کړي.

خو بايد پر دې خبرې پوه شو چې د فکر د ښکاره کولو له پاره ژبه بايد وروزل شي او کافي مهارت نهی برخورداره وي ځکه اکثر پيښيږي چې ژبه د فکر له بيان نه عاجزه وي او هغه نيمګړتیا وړاندې کوي او دا سبب د سوء تفاهم او غلط پوهيدلو ګرځي.

د انسانانو ډيری اختلاف له همدغې نيمګړتيا له امله پيښيږي او د يو بل په نيت نه پوهيږي. هيره دې نه وي چې بيا د دغو اختلافاتو د حل وسيله هم همدغه ژبه ده او بس.

نو راځئ لږ پر فکر تم شو.
فکر د ماغزو د پوهانو له قوله داسې معرفي کېږي:
فکر د وجود د زښت ځانګړي او پر مخ تللي غړي چې مغز نوميږي خاصيت او فعاليت دی چې امرانه او جبري سرښت او خصلت لري. يعنې نور غړي او اعضا د مغز د دغه خاصيت له حکم نه سرغړونه نه شي کولاي.

فکر د انسان له زيږيدنې بيا تر مرګه د زده کړې، پوره کېدو او پخيدلو په حال کې تيروي. هره ورځ نوي شيان ضبطوي او کشفوي او د کمال خوا ته روان وي. ځينې کړنې فطري او بيا ځيني کسبي وي او د محيط او چاپيريال سره په معامله معادله او مقابله کې انساني سوچ جوړوي. سړي په زغرده ليدلی شي چې افکار يواځې ذاتي او فطري نه جوړيږي بلکه د چاپيريال برخه هم ستره وي. دا چې ويل کېږي زما فکر زما ملکيت دی او هر سړی د فکر د استقلال حق لري هسې درواغ او حيله ده. اصلي خبره داده چې هيڅ فکر شخصي او ذاتي نه دی، بلکه ډيری برخه يې عاريتي او د ټولنيزو جمعي افکارو انعکاس بلل کېږي.
دې خبري ته سړی هغه وخت توجه اړولی شي کله چې د افکارو د بيان اختلاف رابر سيره او جوت شي. هر فکر د يوه شي په هکله نيمګړي وي او د اختلاف وجه هم همدا ټکی ګرځي. هر يو فکر کوي چې دی رښتيا وايي خو حقيقت دا دی چې خارجي له فکر نه بهر د الله کاينات عيني شتون او واقعيت لري او په هغه کې پيښې هم کله چې د دغې بهرنۍ نړۍ عکاسي د ماغزو د فعاليت په برکت ترسره کيږي نو انساني ماغزه او عقل دا توان نه لري چې د واقعيت پوره، اصلي او رښتينی انعکاس او تصوير ضبط کړي او بيا بله نيمګړتيا خو په ژبه او الفاظو کې هم شتون لري چې د څرګند بيان غښتليا نه لري. کله چې الله تعالی انسان ته دا توصيه کوي چې د علم زده کړه فرض ده نو د همدغه حقيقت نه سرچېنه اخلي چې فقط د الله علم کامل کېدلي شي او پر غيب فقط دي پوهيږي. انسان بايد تل خبردار او پوه کړی شي او بيا وازمايل شي.

خو افکار د معاملاتو او معادلاتو په پايله کې خورا رنګا رنګې بڼي غوره کوي او کله اختلاف دومره ستر شی چې خلک لومړی فکر کوي چې دغه فکر د دوی شخصي ملکېت دی او دويم دا چې دوی په حقه دي او دريم دا چې د دوی فکر بې عيبه دی.

راځئ فکر لږ نور هم له نږدې وڅيړو. د انسان کړنې پر دوو بنسټونو تر سره کېږي: لومړی حسي او دوهم عقلي او دا دواړه د عمل او عکس العمل په دايره کې پر مخ ځي. حسي عمل او عکس العمل فطري او غريزوي څرګنديږي يعنې پرته له سوچه.
بلکه له خوف نه. لکه د اور له لمبې نه ګوته لرې کول. خو په عقلي غبرګون کې لومړی پينځه ګوني حواس په کار اچول کيږي بيا هماغه د اور خطر پيژندل کيږي بيا د هغه په هکله يوه بڼه په ماغزو کې انځور کيږي او بيا د خطر د دفع له پاره تدبير سنجول کېږي. نو په داسې بيرو بار کې د انسان ذاتي او شخصي فکر او د هغه د استقلال او ازادۍ ارزښت او قيمت څومره او څه دی؟

زه دا وايم چې زمونږ فکر د اجتماع او ټولنې زيږنده دی نو دا کله امکان لري چې يو سړي دې له ټولنيزو افکارو ګوښه شي او هغه ترد کړي او له بلې ټولنې بل فکر راوړي او ووايي چې هاغه ستاسو فکر او دا زما فکر او زه د فکر د ازادۍ حق لرم.

ما چېري لوستلي وو چې کوم انګريز خبريال له ګاندي نه پوښتلي وو چې ته خو د حقوقو ډاکټر يې او تاته د پر مخ تللو ملکونو اديان او قوانين معلوم دي نو ته څه رنګه د هندوانو خرافي او وروسته پاتې ديني مناسک بې له دي چې پريږدي تل په وخت او په عنعنوي توګه اجرا‌ء کوې ستا له شان نه دا کار ټيټ دی!

ده ورته ويلي وو چې زه د حقوقو ډاکټر يم خو زه ددغې ټولنې د جمعي افکارو او عنعنو زيږنده يم او کله چې زه غواړم د دوی په مينځ کې ژوند وکوم نو خامخا به د دوی په شان فکر کوم او لکه دوی خورم،څښم،لامبم او مرم. پر هماغه دين چې زما ولس وي زه هم پر هماغه ايمان لرم.

چېري دي د افکارو اختلاف او د اختلاف ازادي په امريکې او اروپا کې. ټول ديموکراتان ليبرالان دي او ځانته دين لري. مطلب دا چې بې له شکه انسان فکر کوي خو دا فکر چې دی يې د خپلو ماغزو په وسيله کوي د معين ديني ثقافتي هويتي او اخلاقي مجموعې زېږنده ده هغه چې دی په کې اوسيږي. که يو ماشوم چې وزيږيد کوم ځنګل کې د روزنې لاندې لري له نورو انسانانو ونيول شي پرته له دې چې له ټولنې سره اړيکې ولري د خپل ورور په پرتله چې کور کې ستر شوی، بيخي بل ډول فکر کوي، سره له دې چې د يوه پلار او مور کوچنيان دي. نو ځکه شخصي فکر شتون نه لري نو کله چې داسې ده نو د فکر ازادي بيا څرنګه جواز لرلی شي. په ټولنه کې او حتي په يوه واړه ټولنيزې ډلې کې جمعي او عمومي سوچ حاکم وي د فرد د فکر خپلواکي په ذره بين هم نه ليدل کېږي.

زه اټکل کوم چې د فکر د ازادۍ تر عنوان لاندې دوی د ډلو، حزبونو، فرقو او قومونو فکري خپلواکې پيژني. د فکر د اختلاف اصلي معنی د ذوقونو بدبينۍ او خوشبيني په بڼه کې پروت دي د ذوق او خوښۍ اختلاف د سوچ د اختلاف په معنی نه دی. چا ته د چا خبرې يا ظاهري څېره خوند ورکوي او د چا له هغو کرکه راځي بس کله چې خپل ذوق او احساس په ژبه بيان کړي نو دې عمل ته دوی د افکارو ازادي وايي حتی همدغه د ذوقونو خپلواکي هم نسبي او محدوده بڼه لري.

ما چې څومره هيوادونه څيړلي، چېرې ما د شخصي فکر خپلواکي نه ده ليدلې. په غربي نړۍ کې چې دومره پر دغې خپلواکۍ نازيږي او ظاهراً قانون کې هغه تضمين شوې ده که څوک د ليبرال او دموکرات ارزښتونو او صليبي دين په خلاف او د لڼدې لمني او دريشۍ… پسې بد ووايي او يا بل فکر ولري او يا د تاريخي افتخاراتو سپکاوی وکړي او بد ووايي شايد بندي نه شي خو د سړک په سر څوک ورسره روغبړ او خبرې نه کوي او ليونی يې بولي او يقيناً که ناجوړه شي شايد لکه بل وګړی د هغه علاج په رغبت ونه شي او د کار د ورکولو نيت خو بيخي څوک نه لري چې ده ته يې ورکړي.

لکه چې ليدل کېږي د بل فکر(ذوق )خاوند سره توپيري چلند کېږي او له تبعيض سره مخامخ دي. چېرې ده په دې صورت کې د فکر او عقيدې ازادي. که مقصد له ديني خپلواکۍ وي نو هريو يې اوري او ګوري چې د بل دينانو خصوصاً چې مسلمانان دې په غربي نړۍ کې څه حال دی. تل له توپيري چلند سره مخ دي. اسلامو فوبيا يا اسلام دښمني هلته سخت رواج لري.

زه دا ګمان کوم چې هم بيان او هم د عقيدې د ازادۍ دغه هنګامه او غولونکې ډندوره ددې لپاره جوړه شوې ده چې اسلامي هيوادونو کې ديني، ثقافتي، هويتي او تاريخي ارزښتونو ته په حقير وکتل شي او استهزا او بې اهميته يې کړي.

نتيجه دا چې لويديځه ليبراله ايديولوژي او ديني او ثقافتي ارزښتونه برتره او غوره وښيې او د فقيرو وروسته پاتي هيوادونو په خصوص اسلامي هيوادونو ټول همدا ارزښتونه بي اهميته، باطله او زاړه معرفي کړي. يقين دی چې يوه ستره برخه د دغو هيوادونو وګړي دغه هجوم او بې عدالتي نه مني خو يوه غداره په قدرت او پيسو ميېنه ډله بيا د پرديو د ثقافت د پلي کولو هڅه شروع کوي اخر کې ګټونکې هماغه دي چې دا فتنه او نفاق يې اچولي. حتي که ددوي د ارزښتونو پلويان چې کم دي بريالي هم نه شي لويديځ ځکه خپلو موخو ته رسيدلی چې اختلاف يې اچولی او جګړه هره شيبه کولاي شي پيل شي يا روانه ده.

په لويديځې نړۍ کې د هر څه ويلو حق هم هر يوه ته جواز نه شته. يهود ته حق نه لري چې څوک بد ووايې هم بندي کېږي او هم د کار کولو حق په عملي توګه ورنه سلب شي. د هولو کاسټ د پيښو منکران محبس ته اچول کېږي.

د بيان ازادي په غربي ټولنه کې له زيادو محدوديتونو سره مخامخه ده. نقدي جريمې او بند د هري ورځي جريان دی.

خو دلته افغانستان کې دين ته، طالب ته، ملا ته، پر سپکو خبرو کولو باندې هيڅ بنديز نه شته. هر څومره چټيات چې ووايي او وليکې هم نشريږي او هم اوريدل کېږي …ساعت تيري بلل کېږي. خو
پر رښتيا ويلو باندې هم په لويديځ کې او هم په افغانستان کې خورا محکم بنديز لګيدلی. حاکمې ډلې باندې د نيوکې او انتقاد کولو حق بيخي نه دی ورکړل شوی او بيا که دا کار څوک وکړي نو بندي کېدل او اکثرا په پټه وژنه د هرې ورځې کار دی.

د حاکمې ډلي د پلويانو د خبريالانو د وژلو شميره له هيڅ سره برابره ده خو په سلهاوو حقيقت پلټونکې خبريالان د حاکمي ډلي له خوا ځکه ووژل شول چې ددوي د غلا او رشوت پيښي يې پلټلي او نيږدي وو چې حقيقت راڅرګند کړي خو د حکومت د استخباراتي کړيو له طرفه د مرګ کندي ته واستول شول. د پيسو او سترو مالي سرقتونو د چور خبري د حاکمې ډلې لپاره حياتي اهميت لري. بهرني اغايان يې بيا ځوروي او پوښتنه ترې کوي. تازه قندهار کې هغه ځوان خبريالان چې بولدک ته د حال د څرګندولو له پاره ورغلي وو د حکومت له خوا نيول شوي دي او تر دا نن بندي دي. دا يوه په زرو کې پيښه ده.

دغه دی د رښتيا ويلو حال. حاکمو ډلو حتی په خپلو ملګرو باندې هم رحم نه دی کړی کله چې کوم ځلي يې له مجبوريت نه او يا د الله له ويري رښتيا ويل غوره ګڼلي. حتماً وژل شوی يا کومې ګوښې کې نظربند دی.

د عقيدي او د بيان ازادۍ د قربانيانو شمار دومره اوږد دی چې د نومونو ليکل يې ستونزمن دي. پر طالبانو د نورو تورونو تر څنګ دا تور هم دي چې دوی خبريالان په نښه کوي.خو چا تر دا نن ورځي پرته له يوې پيښې چې طالبانو د هغه پړه په غاړه نيولي هيڅ يو ثبوت چې دوي دي خبر يالان يا وژلي وي يا ازار کړي وي نه دي راوړې.

بلې! خبريالانو ته په تنده لهجه ويل شوي چې غلط تبليغ دي د ګوډاګي ادارې او اشغالګرو په ګټه نه کوي او د بمبار او افغان وژنې حال دي د بهرنيانو په لاس خلکو ته ورسوي خو ظلم يې نه دي کړي.
د بيان او افکارو د خپلواکۍ احوال همدغه دی چې بيان شول!

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x