افغانستان

د جګړو پراخېدو له امله شپږ ولايتونو ته مُلکي پروازونه ځنډول شوي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱۰ زمري، ۱۴۰۰ل): په هېواد کې د جګړو پراخېدو له امله هرات، روزګان، هلمند، فارياب، بدخشان او کندهار ته مُلکي پروازونه ځنډول شوي دي.

د دغو ولايتونو اوسېدونکي وايي، ځمکنۍ لارې نا امنه دي او اوس له هوايي سفرونو هم محروم شول.

د سياحتي شرکتونو د اتحاديې مرستيال مسعود بينا وايي، په هېواد کې د جګړو زياتېدو له امله شپېته سلنه داخلي پروازونه ځنډول شوي او له دوه درې ولايتونو پرته نور داخلي پروازونه نه لري.

په بدخشان کې يوې خبريالې لينا شېرزاد ويلي، اوس، چې پروازونه ځنډول شوي، خلک له خپلو کاروبارونو پاتې دي، د ترينګلي امنيتي وضعيت له امله خلک کابل ته لاړل او اوس بېرته هم نه شي راتلی.

په مشرانو جرګه کې د هلمند د خلکو استازي هاشم الکوزي ويلي، چې هلمند له سقوط سره مخ دی، ټولې ځکمنۍ او هوايي لارې بندې دي، يوازې نظامي پروازونه کېدای شي او طالبان د ولايت د مرکز لښکرګاه ښار ته داخل شوي دي.

د الکوزي په وينا د دې ټولو ناوخوالو پړه د قول اردو د قومندان جنرال سميع سادات پر غاړه ده، چې د جګړې له مديريت کولو عاجز دی.

د هلمند ټولې ولسوالۍ او د لښکرګاه درې حوزې سقوط شوي، د جګړې لومړۍ کرښه اوس د امنيه قومندانۍ او ولايت مقام ته نږدې ده.

د هلمند والي محمد ولي عليزي هم منلې، چې لښکرګاه ښار کې لاس پر لاس جګړه روانه ده.

د کندهار ښار اوسېدونکي هم وايي، جګړه د ښار يو کيلومټرۍ ته نږدې شوې او لسګونه کورنۍ د جګړې له امله بې کوره شوي دي.

همدا رنګه په هرات، غزني، تالقان، ميمنه او نورو ښارونو کې هم د طالبانو او حکومتي عسکرو ترمنځ خونړۍ جګړې روانې دي.

د ملي شورا غړي او د پوځي چارو کارپوهان وايي، طالبان د پرمختګ په حال کې دي او حکومتي عسکرو د ناسم مديريت او نورو ستونزو له امله خپل مورال بايللی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمدګل

د هوایی لارو بندیدل لوړ پوړی چارواکی دی ته مجبوره کوی چی جنګ وکړی ځکه دوی په دی باور دی چی بی له جنګ د خلاصونه بله لار نه لری خو اشرف غنی مخکی لاباید داکار کړی وی یعنی هوایی لاری یی بندی کړی وی ځکه یو شمیر یی پخوا لا تشتیدلی دی پدی سره به یی یو څو ورځی حکومت دوام کړی وی خو اوس اوبه تر ورخ تیری دی تر ټولو به ښه داوی چی د ولایتونو والیان او مشران ولایتونه تسلیم کړی ځکه بی قتل او ورانی بله هیڅ پایله هم نه لری نــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــو د ولایتونو عامو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x