ورزش

پاکستان کوربه ویسټ انډیز ته د لوبې وروستیو شېبو کې ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۰ زمری، ۱۴۰۰ل): د پاکستان کرکټ لوبډلې کوربه ویسټ انډيز ته په دوهمه شل اوریزو لوبه کې له سختې لوبې وروسته په وروستیو شېبو کې د ۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د ویسټ انډیز تکړه چپ لاسي توپ وهونکي نیکولس پوران پخپلې چټکې توپ وهنې که څه هم لوبه وروستۍ شیبې ته ورسوله خو په وروستي اور کې له ۲۰ منډو پوره کولو قاصره شو.

په دغه لوبه کې لومړی پاکستان توپ وهنه وکړه چې یو وار بیا محمد رضوان او بابر اعظم وتوانېدل په زړه پورې ملګرتیا وکړي، محمد رضوان ۴۶ او بابر اعظم ۵۱ منډې وکړې.

له دوی پرته هیڅ لوبغاړی ونه توانېد غوره توپ وهنه ترسره کړي، په دې سره پاکستان سیال لوبډلې ته په ۲۰ اورونو کې د ۸ ویکټو په سوځېدلو ۱۵۸ منډې هدف وټاکه.

په ځواب کې د محمد حفیظ په زړه پورې اقتصادي توپ اچونې ویسټ انډيز پرینښود چټکه توپ وهنه پېل کړي، حفیظ په خپلو څلورو اورونو کې یوازې ۶ منډې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه، نوموړی په پای کې د غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړه.

د ویسټ انډيز له لوري نیکولس پوران د ۶ شپږیزو او ۴ څلوریزو په مرسته په ۳۳ توپونو ۶۲ منډې وکړې، خو ونه توانېد ټاکلی هدف بشپړ کړي، چې په دې سره ویسټ انډيز د ۴ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۵۰ منډې وکړې او د ۷ منډو په توپیر یې ماتې ومنله.

د یادونې وړ ده چې لومړۍ شل اوریزو لوبه د اورښت له کبله لغوه شوې وه، په داسې حال کې چې په ویسټ انډیز کې د کرونا پېښو زیاتېدو سره د پاکستان او ویسټ انډيز د پنځو لوبو سیریز ۴ لوبو ته کم شوی دی.

د دواړو لوبډلو ترمنځ به دریمه شل اوریزه لوبه نن ماښام ۷:۳۰ بجې په ګیانا ښار کې ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x