نړۍ

په فرانسه کي د چارلي هېبدو دمجلې ودانۍ د اور لمبو پټه کړه

د چارلي هېبدو داونېزي مجلې هغي ودانۍ اور واخېست کومي چي د تېري چارشنبې په ورځ داسلام دسپکاوي او محمد (ص) د کارېکاتور دخپرولو لپاره يې د شریعت ترنامه لاندي دیوې ځانګړي ګڼي دخپرولو تکل کړی وو .

خبري رسنۍ او نړۍ وال تلوېزیونونه وايي چي نا پېژندل شویو کسانو په ۰۲- ۱۱-۲۰۱۱ دچارشنبې په ورځ دسوځوونکیو موادو په وسېله دچارلي هېبدو دمجلې دسموني په برخه یرغل وکړ

کومي چي د تونس په انتخاباتو کي داسلامي نهضت دبریا او په لېبیا کي داسلامي شریعت دتطبیق په ارتباط يې په همدغه ورځ دشریعت تر سرلیک لاندي یوه ځانګړي اواسلام ته له سپکاوي ډکه ګڼه خپره کړي وه .

دمجلې ددې ګڼي نوم دچارلي هېبدو په ځای شریعت هېبدو او د چلونکی نوم يې محمد (ص) اېښودل شوی وو چي په لومړي مخ يې دمحمد (ص) کاریکاتور انځور شوی دی او په خبرتيا کي يې لیکل شوي ” که له خندا مړه نشئ نو سل دُرې به ووهل شئ “.

دهمدغي اونېزي مجلې مسئول په مستعار نوم چارب خبري رسنیو ته ويلي : همدغه یرغل چي په محلي وخت دشپې ديوې نیمي بجې په خواشا کي رامېنځته شو کوم ځاني تلفات نلرل خو زیات مادي زیان يې اړولی او دکمپیوترونو برخه يې دتودوخي او داور وژني داوبو په وسېله بېخي له مېنځه تللي ده او دمجلې انټرنېټي پاڼه هم د(هاکرز) یرغلګرو له خوا دامهال له کاره لوېدلي ده .

هغه وايي چي مونږ به دمجلې دراتلونکي ګڼي لپاره دکوم بل دفتر پرانستلو ته اړ یو خو پداسي حالت کي دمجلې چلول ناممکن برېښي .

له لمړیو معلوماتو او دپولیسو له څرګندونو سره سم یرغل کونکو دودانۍ له کومي درڅې څخه سوځونکی دمولوتوف بوتل دفتر ته دننه ورغورځولی دی .

چارب BFM تلوېزیون ته څرګنده کړي چي دمجلې دليکني برخي ته دهغې تر خپرولو مخکي ګڼ برېښنايي ګواښ لیکونه رارسېدلي . هغه زیاتوي : زه فکر نکوم چي چابه دا د شریعت هیبدو ګڼه لوستي وي ځکه چي مجله له دې پېښي څو ساعته وروسته دپلورلو ځایونو ته ورسېدله خو په ډېر لوخت کي ختمه شوه .

دمجلې په وېب پاڼه له دې ګڼي څخه يواځي دهغې لومړی مخ چاپ شوی کوم چي د محمد (ص) کاریکاتور ورباندي انځور شوی دی.

أبو خليل قدوسي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x