شعـــــرونه

د هجران ډیوه/ زهاد

تپاند زهاد
لمر چې غوټه شي ناقراره شمه
چي نیمه شپه شي ناقراره شمه

ستا د هجران ډیوې ته ناست یمه زه
چي ټول ویده شي ناقراره شمه

اخ څه یاغي دي ستا دردونه اشنا
چې زما میلمه شي ناقراره شمه

ستا له تصویر سره خبرې کوم
زړه مې خفه شي نا قراره شمه

بې له تا ژوند زما نیمګړي ښکاري
بې له تا نه شي نا قراره شمه

کړم احترام دې د غمو جانانه
چې راستانه شي نا قراره شمه

د قدم ګرد دې ښکلوم په سترګو
ټوله رانجه شي ناقراره شمه

تپاند زُهاد دې درد ته غیږ ورکوم
نا قرار زړه شي نا قراره شمه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x