شعـــــرونه

د يتيم کيسې/ عبيدالله علم

عبيدالله علم

ورته غوږ وم عجیبې کيسې يې وکړې
یو د بل پسې اوږدې کيسې يې وکړې

ابتداء يې په خندا خندا کې وکړه
د ګران پلار د میړانې کيسې يې وکړې

پخواني یاداشت ییا را ته تازه کړل
زمونږ دواړو دوه او درې کيسې يې وکړې

په مزه مزه یې رنګ کې تغیر راغی
له دردونو نه درنې کيسې يې وکړې

یوه شپه مو کور کې جوړ شوی محشر وه
توره شپه کې د چاپې کيسې يې وکړې

ټول ویده وه ناګهانه درز او دروز شو
داد ماتې دروازې کيسې يې وکړې

د کور غړي يې یوه کوټه کې بند کړل
د تور سرو د نارې کيسې يې وکړې

پلار او ترونه مې په وینو کې لت پت شول
د بابا د زولنې کيسې يې وکړې

ناګهانه زړه یې ډک شو په ژړا شو
نازولې د خورکې کيسې يې وکړې

د بابا له غیږې کش کړو ظالمانو
د ژړا او د سلګې کيسې يې وکړې

زما د صبر کاسه ډکه شوه لبریز شوه
چې یې مانه د ګیلې کيسې يې وکړې

چې یې وویل کاکا جانه چیرې وې ته؟
بیا یې غوږ کې سم ترخې کيسې یې وکړې

زما حال ته په کتو سخت پښېمان شو
چې یې ولې دا اوږدې کيسې یې وکړې

په وړه ژبه وړه خوله یې ګویان شوه
د غمونو څو شیبې کيسې يې وکړې

سپیان مې ولید د بابا غیږې ته لاړم
او د سپيانو د حملې کيسې يې وکړې

زه حیران شوم چې خدای څنګه قیامت نکړ
چې د پلار د جنازې کيسې يې وکړې

اسمان پورته ځمکه لاندې راته اور شو
د بابا او د ادې کيسې يې وکړې

زه علم نور څه ليکی نشم عاجز يم
د غمونو ډکې درنې کيسې يې وکړې

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x