نظــر

د عبدالحق عمري شهادت

الحاج استاذ بيانزي

په خواشينۍ او که ووايو چې په خوشالۍ سره مو خبر تر لاسه کړی چې ځوان مجاهد ( عبد الحق عمري صاحب ) ته د شهادت ستره بريا ترلاسه شوه، په ښکاره به د مجاهدينو مورچلو کې کموالی او لا يې خپلوانو او دوستانو ته د غير حاضرۍ احساس کيږي، په ښکاره د خواشينۍ وړ چې له امله يې موږ له درنې کورنۍ او محترم والد صاحب سره غمرازي شريکوو او دعا کوو چې خالق لايزال يې شهادت قبول او برکتونه يې په دغه مجاهده کورنۍ کې د تل لپاره پاتې او غير حاضري يې درنې کورنۍ ته احساس نه شي.

هره ونه د خپل ځان په شان تخم توليدوي او له هغه هماغه ونه جوړيږي شهيد عبدالحق عمري د خپل مجاهد پلار په قدم قدم کېښود او د هغه د جهادي ارمانونو تر لاسه کولو لپاره يې خپل سپېڅلی روح په ښه او پوره امانتدارۍ خالق لايزال ته وسپاره، د عبدالحق عمري بچيان به هم دغه جهادي لار تعقيبوي او د قيامت تر ورځې به دا لړۍ روانه وي، دغه مجاهد ملت ته خالق لايزال دغه ډول اتل غازيان ورکړي چې دا هيواد يې لويو قدرتو ته هديره جوړه کړې.

شک نشته چې د دغه ځوان مجاهد دغه سپيڅلی او حيرانونکی شهادت به يې خامخا کورنۍ او مجاهدينو ته د خواشينۍ وړ وي مګر که د قراني لارښوونو له مخې يې وڅيړو دا شهادت خوشالي او له هيلو ډک شهادت دی.

خداوند متعال فرمايي چې[ شهيد ته مړ مه واياست، شهيد ژوندی او تاسې نه پوهېږئ او ستاسې په شان خوراک کوي] خالق لايزال دې د دغه مجاهد شهادت قبول کړي. هغه ژوندی او زموږ په شان خوراک کوي.نو چېرې ژوند لري؟

ځواب: هغه به يو ډير سپيڅلي هغه مقام وي چېرې چې شهيد پکې شهادت تر لاسه کړي ( ګرم سنګر )، د شهيد د وينو تر لومړي څاڅکي د مخه شهيد ته جنتونه ښودل کېږي، خالق لايزال له شهيد پوښتنه کوي، داسې څه شته چې تاسې ته د جنت تر نعمتو ډير مزه دار وي؟ شهيد وايي هو، د شهادت هغه څو شېبې د جنت تر ټولو نعمتو مزه دارې او هيله لري چې که هغه شېبې په ژوندۍ بڼه کې تل وګوري.

د پنځه ويشت کلو په اوږدو کې په زرګونو طالبان شهيدان شول او شهيدان کېږي مګر د جهاد په ګرمو سنګرو کې د کمزورتيا په ځاي پياوړتيا زياته او پرله پسې برياوې ترلاسه شوي او نړيوال کفر ته يې د ټولو مادي امکاناتو لرلو او کارولو سره سره يې د سرونو په کوپړيو کې اوبه ورکړي او له هيواده يې وشړل، د پياوړتيا يوه برخه يې همدغه شهيدان دي چې نړۍ يې حيرانه کړې.

عمري صاحب ته د هغه د ځوان مجاهد زوی د شهادت مبارکي وايو، دا خواشيني نه بلکه خوشالي ده او محمد نبي عمري ډير نيکمرغه انسان دی چې هم خپله او هم يې ټوله کورنۍ د همدغو سترو اهدافو د ترسره کولو لپاره انتخاب شوي.
د شهادت او خلافت مقام د ملايکو تر مقام لوړ دی، الله ج يې په پوره بندګۍ شاهدي ورکوي، د مطمئنو په ډله کې يې شمېري او ملايکو ته پرې وياړنه کوي. ملايکو ويل [ څوک خلقوي چې فساد به کوي او بې ګناه ويني به تويوي!!!] خالق لايزال يې د نيوکو د ځواب لپاره عملي بڼه کې فرمايي، هغوی چې په الهي لارښوونو سنبال او عمل کوي هغوی د خلافت، شهادت او اشرف المخلوقات مقام لري[ دوی به نه يواځې خپله فساد نه کوي او نه به د نورو وينې تويوي بلکه د فساد او وينو تويولو د مخنيوي لپاره به خپلې وينې هم قرباني کوي] د انسانيت دغه لوړ او سپيڅلي مقام ته ملايکې په سجده او يو شمير انسانان اشرف المخلوقات جوړ شول.

بر خلاف هغه بدمرغه حريص انسانان چې د حرص له امله د مظلوم بشريت ويني څښي، استثماروي او غلاموي يې، له حقه حقوقو يې ناوړه ګټه پورته کوي، د حرص له امله فساد او د خلکو ويني تويوي هغوي انساني شياطين يا اسفل السافلين جوړيږي يعنې تر ټولو ذليله شياطين ( ابليس او دجال ) جوړيږي. هو دوی هماغه انسانان دي چې ملايکو يې د خلقت په اړه نيوکه لرله.

په ډيرو غزواتو کې د مجاهدينو د مستقيم نصرت لپاره ملايکې نازليدلې، اسلامي امارت د نصرت لپاره طالب شهيدان ځانګړي شوي د شهيدانو وړتيا او پياوړتيا تر ملايکو هم پورته ده، تاسې ګورئ چې د مجاهدينو په شهادت د مجاهدينو پياوړتيا او فتوحات لا زياتيږي چې نړيوال کفر يې د مقابلې توان نه لري.

په هر صورت، يو ځل بيا د خالق لايزال دربار کې تمنا او هيله لرو چې د عبدالحق عمري او داسي نورو ټولو شهيدانو شهادت قبول او له شهادت وروسته يې له مجاهدينو سره ملګري کړي او غير حاضري يې کورنۍ، خپلوانو، دوستانو ته محسوس نه کړي چې برکتونه يې د لا ډيرو برياوو او فتوحاتو سبب شي او په ځانګړي ډول محترم محمد نبي عمري صاحب ته دې الله ج د زړه صبر او ثبات ورپه برخه کړي، د هغه زوی زموږ د ټولو افغانانو ، اسلامي نړۍ او مظلوم بشريت وياړنه او سرمايه وه .

والسلام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x