افغانستان

طالبانو په هرات کې دوه خبریالان له پېژندلو وروسته بیرته خوشې کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹ زمري، ۱۴۰۰ل): طالبانو د هرات ولایت مرکز ته څېرمه د جګړې په لومړۍ کرښه کې دوه تنه خبریالان له نیولو لږ وروسته بیرته خوشې کړي دي.

په نیول شوو خبریالانو کې شکیب شمس د سلام وطندار او ستوری کریمي د پژواک خبري آژانس سیمه ییز خبریاله او د شکیب شمس میرمن وه، چې طالبانو د هرات ولایت مرکز ته څېرمه «مالان پُل» ته سیمه کې نن غرمه مهال ونیول.

شکیب شمس د دغې پېښې جریان داسې بیانوي: « لږه شېبه وړاندې د خبري پوښښ لپاره د هرات مرکز ته څېرمه «مالان پُل» ساحې ته تللي وو، هرڅه عادي روان او موټرو تګ راتګ کولو، د دولتي عسکرو دوه ټانګونه هم پُل ته څېرمه دریدلي وو، هغوی مونږ ته هیڅ هم ونه ویل؛ کله چې له ټانګونو څخه پنځوس متره هغې خواته واووښتلو په موټر مو ډزې وشوې؛ خو له نیکه مرغه چې مرمۍ د موټر په عقب نما هیندارې او ښي اړخ دروازې ولګېدې او مونږ ته کوم زیان ونه رسېده.»

نوموړی زیاتوي، له نیولو سره سم طالب جنګیالیو خپل ولسوال ته ور وستلو، چې هلته مو خپل ځانونه ور وپېژندل، د موبایلونو له چیک کولو او د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له منځګړیتوب وروسته یې د ۲۰ دقیقو په جریان کې مونږ دواړه بیرته خوشې کړو.

دا لومړی ځل نه دی چې طالبان د جګړې په ساحه کې خبریالان نیسي؛ خو له پېژندلو وروسته یې بیرته خوشې کوي.

دوه وړاندې هم طالبانو د فاریاب ولایت دوه تنه خبریالان قطب الدین کوهي او حسن سرداش د جګړې په سیمو کې په جلا جلا توګه نیولي وو، چې د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد په منځګړیتوب او پېژندلو وروسته یې بیرته آزاد کړل.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل حکومت عسکرو او د ملي امنیت منسوبینو په تیرو څو کلونو کې ګڼ شمېر خبریالان نیولي، شکنجه کړي او ځینې یې آن د کاري راپورونو د جوړولو پرمهال په ډزو وژلي دي.

د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ کې د قومي وژنو د سپیناوي په غرض د ملت غږ راډیو خبریالان بسم الله وطندوست، قدرت‌الله سلطاني او محیب‌الله عبیدی او د شینوا خبري آژانس خبریال ثناء الله صیام په ګډون د خبریالالانو څلور کسیزه ډله له تیرې یوې اونۍ راهیسې د کابل حکومت بندیان کړي؛ خو د خبریالانو د مدافع او بشري حقونو د سازمانونو د پرلپسې غوښتنو باوجود یې هم لا تراوسه نه دي آزاد کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ګل احمد

دا میرمن یې بیا څه کول چي ورسره وه. یو خو دا کابلیان چي تشناب ته ځي هم میرمن د ځانه سره بیایي. یوچا پوښتنه وکړل چي ولي داسي ده؟ بل جواب ورکړ چي دا خو په ماشومتوب کي د مور سره یې اموخت نیولی وي. د مور پرته هیڅ ځای نه ځي. چي غټان سي په میرمن باندي د مور لو ماتوي. ته اوس د جنګ خبریالي وګوره او د میرمن بیول وګوره. باید پر دې خبره یې شکیب شمس ته یو سپک کش ورکړی وای و

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x