روغتیا

په پوهنتونونو کې د واکسینو بهیر، ځینې محصلین د جبري تطبیق خلاف دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۰ زمری، ۱۴۰۰ل): د لوړو زده کړو وزارت تېره اونۍ اعلان وکړ چې غواړي په دوه اونیو کې د هېواد په ټولو خصوصي او دولتي روغتونونو کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته د کرونا ضد واکسین تطبیق کړي تر څو د زمري له ۱۶مې په ټول هېواد کې حضوري درسونه پېل شي.

که څه هم دغه پروسه د یو شمېر ولایتونو په پوهنتونونو کې پېل شوې خو ځینې محصلین بیا ددغې پروسې د اجباري کېدو مخالف دي، او غوښتنه یې کړي چې محصلین باید په دې تړاو خپلې خوښې ته پریښودل شي.

یو شمېر محصلین وایي، د کرونا واکسینو جبري تطبیق د قانون خلاف او له بشري حقونو سرغړونه ده. په ورته وخت کې د کابل پوهنتونونو اتحادیې د «په اجباري ډول د واکسین تطبیق نه منو» تر عنوان لاندې هشټاګ خپور کړی دی.

له دې وړاندې پر فیسبوک د جانسن واکسینو په اړه ځینې منفي راپورونه خپاره شوي وو چې یاد واکسین په کابل کې د پولیتخنیک پوهنتون د یوه محصل د مړینې لامل شوي دي. که څه هم ددغه محصل مړینه د لوړو وزارت له لورې تایید شوې خو د مړینې لامل یې نه دی په ډاګه شوی.

په نړۍ کې د کرونا واکسین د یادې ناروغۍ د مخنیوي لپاره تطبیقیږي چې تر دې دمه د روغتیا نړیوال سازمان له لوري نږدې د ټولو واکسینونو د حفاظت سند ورکړل شوی او منفي اغیز یې د ګټې په پرتله ډیر کم او یا هم په نه شتون حساب دی.

په امریکا کې د درملو یوې ادارې د جانسن واکسینو په اړه راپور خپور کړی و چې ګواکې دغه واکسین ځینو کسانو کې د عصبي اختلال ناروغۍ لامل شوي دي، خو وروسته دغه واکسین خوندي وبلل شول.

په امریکا کې د جانسن واکسین له ۱۲ ملیونو زیاتو کسانو تطبیق کړي چې له مخې یې یوازې څو کسانو کې د عصبي اختلال پېښې ثبت شوي، چې هیڅ د خطر ګواښ نه کوي. ددغه واکسینو یو دوز یو کس ته کفایت کوي چې د امریکا له لوري درې ملیونه دوزه مرسته شوي جانسن واکسین د محصلینو لپاره بسنه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x