ټولنیزه برخه

سوالګر مه رټئ!

رفيع الله روشن

سوالګر که هر څوک وي، غټ وی، کوچنی وي او که نارينه یا ښځينه وي، درڅخه په څه غوښتلو یا لاس اوږدولو مه رټۍ، تر هر څه لومړی په دې فکر وکړئ چې د بل و لوري ته د لاس غځول څومره زور غواړي.

ډېری خلک په ښارونو، کليو او بانډو کې د سوالګرو يا خير غوښتونکو د تعداد په زياتېدو دا وايي چې اوس په دې کې اصلي او جعلي سوالګر ورک دي، مستحق او غیر مستحق پکې نه ښکاري، خو که د هېواد اوسني اقتصادي، امنيتي او ټولنيز حالت ته وګورو هېڅوک هم ګرم ندي، د هر چا اقتصادي وضعيت له صفر سره برابر دی، هېڅوک باید ملامت ونه شمېرل شي، بل دا چې زه او ته که هر څه ورکوو نو د الله په نوم او د هغه په رضا يې ورکوو.

کم تر کمه که څه ورکوو نه نو رټل يې پکار ندي، ځکه چې الله تعالی د خپل یوه بنده لخوا بل بنده رټل، تحقيرول او خجالت کول نه خوښوي.

له سوالګرو غلطې غوښتنې مه کوئ!
له بده مرغه باید ووایم چې په ځوان کهول کې ځينې لوستي او ځينې نالوستي نا اهله وګړي شته چې ډېر وخت په ښآرونو او ګڼې ګوڼه ځایونو کې له ښځينه سوالګرو نامشروع غوښتنې او تقاضاوې لري، د یو چا عزت ته مه غله کېږئ، که هغوی هر څه دي بیا هم د خدای تعالی مخلوق دی، د بې عزتۍ هڅه يې باید ونشي، له مجبوریت څخه يې ناوړه استفاده پکار نده، دا ډېر بد عمل، بد عادت او بده ځانګړنه ده، د انسان نوم او نشان له خاورو سره خاورې کوي.

زه خپله ډېر ځله ددې شاهد پاتې شوی یم چې یوې سوالګرې نجلۍ یا مېرمنې له نارينه وو څخه په ډک بازار کې شور او فغان کړی، هغوی يې په دې تورن کړي چې غیر اسلامي او غير اخلاقي غوښتنې ورڅخه لري، ډېرې سوالګرې د ښاريانو له همدې بدو چلندونو څخه د پوليسو حوزو ته د شکایت لپاره ورځي، نو په یوه کاملاً اسلامي ټولنه کې به باید داسې اعمال ترسره نه شي چې نهې ورڅخه شوې ده.

سوالګرو ته پېغور مه ورکوئ!
ډېر خلک دا بد عادتونه لري چې سوالګرو ته پېغورونه او طعنې ورکوي، هغوی ته بدې خبرې کوي، د مثال په توګه:

ورته ويل کېږي چې روغ جوړ يې او سوال کوې، غټ سړی يې ځان هم درته بد نه ښکاري چې بل ته لاس غځوې، بوډا سړی يې له تا د عایال نفقه څه غواړي لاړ شه چېرته د جومات په کونج کې کېنه او تسبې دې اړوه.

ښځينه وو ته به وايي: ستا يې له پيسو ګټلو سره څه؟ لاړه شه کور کې دې کينه، خاوند دې پوه شه او ستا او عیال نفقه دې، خو دا بې خبره دومره وجدان او ضمیر نه لري چې پوښتنه ورڅخه وکړي چې ولې سوال کوې، ايا دوی په کور کې له خپل ځان پرته بل داسې څوک لري چې عیال یا کورنۍ ته يې نفقه پيدا کړي، د مجبوریت لامل يې وپوښتي بس څه چې يې په خوله راځي وايي يې، نجونو ته به وايي چې جوټه پېغله يې لاړه شه مېړه وکړه ستايې له ګدايۍ سره څه.
دا هغه خبرې دي چې الله تعالی يې نه خوښوي، یو بنده ته پيغور ورکول ډېره بده خبره ده.

سوالګرو ته ناچله پيسې مه ورکوئ!
ډېری خلک سوالګرو او ګدايي ګرو ته جعلي، زړې او هغه پيسې ورکوي چې بل څوک يې نه اخلي، نه هېڅکله داسې مه کوئ، ځکه تاسې که يو چاته کوم څه پرته له عوضه يآ له در ګرځولو ورکوئ نو ښکاره ده چې د الله په نوم يې ورکوئ، نو هڅه وکړئ د الله په نوم او رضا هغه څه ورکړئ چې ستاسې خوښ وي او ځانته يې غواړئ.

رفيع الله روشن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x