نظــر

د اسلامي امارت راتلونکي مسؤلیتونه.!/ دوهمه برخه

ډاکټر احرار

موږ پر خارجي سیاست خبره پرې ایښې وه، اسلامي امارت دې هڅه وکړي د اسلام د مقدس دین په رڼا کي دی د ولا او برأ مسئله واضح کړي، زموږ سیاسي روابط دې له افراط نه وژغوري او زموږ مذهبي ناقدینو ته دې د نقد ځای نه پریږدي.
په مختصر ډول زما ټینګار دا و چې له هر راز فشار او اغیز نه خالي، خپلواک او له نیابت نه پاک روابط ولرو. د ترکیې یا بل هیواد د دوستۍ او امنیت په نوم اشغال ونه منو. موږ باید له هر څنګلوري سره د برابرۍ، متقابل احترام او د یو بل په شخصي شخړو کې د نه ښکیلتیا قراردادونه لاسلیک کړو.

کورنۍ چاری یا داخلي سیاست:
په ټوله کې اسلام او د هغه لوائح موږ ته د هر څه اړوند لاره راښودلې ده باید د ژوندانه په هر ډګر کې ورڅخه سالمه استفاده وکړو، هم به ثواب وې هم خرما.

د هیواد د داخلي چارو اړوند موږ باید خپلې تجربې وکاروو، موږ نړۍ ولیدله ډیر نظامونه مو د مهاجرت مهال تجربه کړل د ولس ترمنځ منتشر سیاست، ډلې ټپلې، تقلیدي سیاست، ژبني او مذهبي جوړښتونه یو هیواد ماتوي، مروج نظام یې کمزوری کوي، د مختلفو تنظیمونو واکمنان واک ته د رسیدلو لپاره ناوړه حربې کاروي، له بهرنیو هیوادونو مرسته غواړي او د بریا په صورت کې ورته ګټې تضمینوي، د اسلام په نوم په واک پسې لالهانده ګرځي، واک ته د نه رسیدو په صورت کې د خپل هیواد او ولس په ضد کړنې ترسره کوي او د اپوزیسیون په نامه د دښمن تګلاره غوره کړي، د دې د حل لاره یوازې اسلامي امارت ده چې د یو امیر تر قیادت لاندې ټول هیواد وال ژوند کوي. د امیر امر او د ولس اطاعت وي که الله تعالی یې په افغانانو وربلوې ډیر به هوسا او په لنډ وخت کې به هیواد له سیالانو سره سیال کړو.

اسلام موږ ته واحد نظام او ملي وحدت راکړی، الهي فرمان د ( انما المؤمنون اخوة ) اخوت د ورورۍ یا د یو پلار د اولاد په نوم ده ملي وحدت هم دغه ته وایي چې هیڅ توپیر نه وي، که بیا هم تفوق موجود وي بیا هم قرانکریم را اخلو ( ان اکرمکم عندالله اتقکم ) یوازې سپېڅلتیا او روڼتیا ده چې موږ ته اعزاز راکوي، دینداره او پوه مشران به هیواد داسې یو لوري ته رهبري کړي چې اداري او اخلاقي فساد به له منځه ولاړ شي چې زموږ هیواد فعلاً ورڅخه کړیږي، موږ به کم مصرفه له کینې او حسد نه پاک نظام ولرو، موږ به د پردیو له مداخلو تر ډیره حده خلاص شو او په کور دننه به د ورورۍ او یو والي شاهدان یو، دې سپېڅلي ارمان ته د رسیدلو لپاره اړینه نده چې موږ یوازې مذاکرات او د پردیو رحم او کرم ته کښینو.

د اشغالګرو په څیر د فاسد نظام او بقایاوو په وړاندې یې هم خپل جهاد لا ګړندی کړو، که دښمن د یو فاسد غربي نظام لپاره پر موږ جګړه تپلای شي ځان وژلی شي، موږ د اسلامي نظام او خپلواکۍ لپاره شرعاً مکلف یو چې اسلامي نظام ته تر رسیدو خپله ورځ او شپه یوه کړو سر او مال دواړه حاضر کړو ترڅو خپل هدف ته ورسیږو د الله تعالی د نصرت په صورت کې د پاتې هیواد د لاس ته راوړلو وړاندې دي. د اسلامي امارت مشران، د سیاسي چارو کارپوهان دې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د قول مطابق «الدین نصیحة» لاندې موارد په نظر کې ولري او مشرتابه ته دې د پلي کولو سپارښتنه وکړي.

۱ – اقتدار یا واکمني یو الهي امانت ده، موږ خپله واکمني د الهي فرمان ( ومن لم یحکم بما انزل الله فأاولئک هم الکافرون) مطابق عیار کړو موږ یې د عبادت په څیر باید فرائض، واجبات، سنن او مفسدات په نظر کې ولرو پرینږدو چې نفس او شیطان مو ستره بریا په شکست را بدله کړي. د روان کامیاب بهیر په څیر د عفوې او ترحم لمن نوره هم پراخه کړو، موږ ولیدل چې نیم هیواد مو د خپل درانه هوډ، ورورۍ او عفوې له مخې خپل کړ نور هم باید له انتقامي او تبعیضي چلند څخه ډډه وشي.

۲ – دا چې د ولسواکۍ او دیکتاتورۍ توپیر مو کړی وي او اغیارو ته مو د منفي تبلیغ موقع ورکړې نه وي، موږ باید د اسلامي نظام اړوند د استبداد او زورواکۍ د تورونو مخه ونیسو او د حل لاره یې داده چې ولس ته په واک کې پراخه ونډه ومنو او (د میم زبر ما ټول یې زما) له تهمت نه ځان وژغورو د ولسوالۍ، ولایت او مرکز په کچه باید ولسي شوراګانې ولرو او د تقوی، مهارت او قومي جوړښت انډول یې په نظر کې ولرو.

مهم اقتصادي، روغتیایي او علمي وزارتونو ته کاري او مسلکي پرسونل د ولس له منځ نه استخدام کړو او پخپله لائحه یې مکلف کړو.

۳ – موږ باید د کابل ادارې پولیس او اردو ضائع نکړو، په عاجلانه ډول یې د اسلام د مقدس دین پر اساساتو عیار کړو او تر اوږدې مودې یې د هر ټولي مسؤلیت زموږ د معسکراتو روزل شویو طالبانو ته وسپارو او روزنیزو چارو ته یې جدي پاملرنه وکړو. یاده دې وي چې د یو هیواد تعارف او ښکلا د هغه هیواد تر نظم او ضبط پورې اړه لري موږ باید منظم او مکلف نظامي قطعات پولیس او اردو ولرو.

۴ – اسلامي امارت دې د روڼ اندو یا تنګ ټینکرو په څیر یو قوي مجلس تشکیل کړي چې په اوونیز ډول دې مختلف مسائل او موضوعات د اسلام د مقدس دین او نړیوال سټنډرډ مطابق مطالعه او اړوندو ادارو ته سپاري د ورکړل شویو موضوعاتو علاوه دې د هیواد د ښېرازۍ او پرمختګ لپاره طرحې وړاندې کړي، دغه راز مجالس باید زموږ هر وزارت یا اقلاً د هیواد په سطحه ولرو.

۵ – اسلامي امارت دې ټول کلیدي وزارتونه لکه دفاع، خارجه، داخله ، مالیه او امنیت یا استخبارات تر ډیره د مشرتابه او رهبري شوری تر خاص نظارت لاندې او د مهمو مشرانو په واک کې ورکړل شې چې په تیر ۲۷ کلن بهیر کې بریالی او ثابت قدم پاتې شوی وي.

۶ – اسلامي امارت دې په خپل ټول توان د هیواد اقتصاد ورغوي، اقتصادي منابع دې ډیر کړي، ولس ته دې د کار زمینه مساعده کړي او د خوراکي او اړینو توکو نرخونه باید را ټیټ شي، د تعلیم او روغتیا زمینه باید په وړیا توګه برابره شي چې وروسته به یې لارې چارې وسنجوو.

۷ – تعلیم چې د یو ملت د بقا ذریعه ده او د دنیا او اخرت بریا ور سره تړلې ده په جدي او جنګي هلو ځلو باید کار ورته وشي.

۸ – ټول سیاسي او جهادي تنظیمونه باید تحلیل شي او فعالانو ته یې باید د کار او فعالیت زمینه مساعده شي، د امنیت ډاډ ورکړل شي تر څو له اختلافاتو وژغورل شو او د ملي وحدت څخه برخمن شو.

۹ – ښځینه چې څلور درانه او له همت او عظمت نه ډک د ژوندانه پړاونه لري او هر پړاو یې الله تعالی د بشریت لپاره یو رحمت او نعمت ټاکلی ده او زموږ په څلویښت کلن ناورین کې لور، خور، کور ودانه او مور تر موږ زیات کړیدلي او ځورېدلي دي، د اشغال په له منځه وړلو کې یې اوږه په اوږه خپل حق اداء کړی دی، باید حقوق یې تضمین شي، د جهالت له رواجو نجات ورکړل شي، د اسلام د مقدس دین او زموږ افغاني فرهنګ په رڼا کې ښځینه و ته د تعلیم او کار زمینه مساعده شي، د ښځو چارو وزارت یا ریاست دې تشکیل شي، تر څو یې مشکلاتو ته رسیدګي وشي او نړیوال یې له تکلیف نه خلاص شي.

۱۰ – په افغانستان کې میشت د ټولو ادیانو پلویانو ته دې درناوی وشي، د دوی حقوق دې تضمین شي، دوی دې وپوهول شي چې خپلې ستونزې دې په هیواد کې شریکې او حل کړي، له هیواده بهر دې د دوی عقیدوي فعالیت کنترول شي او د نویو ادیانو او فرقو واردات دې په کلکه بند شي، پخپل وار سره تفصیل ته اړتیا لري که ژوند و یاد به یې کړو.

۱۱ – اسلامي امارت الحمد الله په ټول هیواد کې محاکم لري د ولس د هوساینې لپاره دې محاکم مکلف کړي چې هیوادوالو ته ژر تر ژره انصاف ورسوي. حقوقي او جنایي دعواوې دې له ځنډ او خنډ پرته فیصله کوي او د پریکړو د اجراء بهیر دې هم ګړندی شي، تر څو د ولس او محاکمو وخت ضائع نشي او داسې یو حالت ته ورسیږي چې د مراجعینو تعداد کم شي او ولس د سکون او ارامتیا احساس وکړي.

۱۲ – اسلامي امارت دې د شهداوو او معلولینو اداره چې اوس مهال یې د خپلو یتیمانو او معیوبینو ښه لاسنیوی کړی ده باید د هیواد په کچه بلا تفریق د ټولو هیوادوالو او اړمنو لپاره پلان ترتیب کړي، د فاسدې ادارې کونډه، یتیم او معیوب هم زموږ ولس ده پاملرنه دې ورته وشي.
پخپل ټول توان دې د فقر او سوال مخه ونیول شي، مشرتابه دې نور د طالب او مجاهد په نوم د چندو او اعانو راټولول بند او یا منظم کړي.

که پورتني موارد عملي شي موږ به د یو مترقي، سپیځلي او خپلواک افغانستان اوسیدونکي یو …!

د درک په هیله

ډاکټر احرار

نور بیا…..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x