
تخار: زورورې چاودنې ۹ کسان وژلي
نن ټکی آسیا (پنجشنبه، زمري ۲مه، ۱۳۹۳ل): د هېواد په شمالي تخار ولایت کې یوې زوروې چاودنې لږ تر لږه ۹کسان وژلي او ۲۷ نور يې ټپيان کړي دي.
چاودنه نن سهار ۱۰:۳۰ بجې شاوخوا د تخار ولایت د خواجه غار ولسوالۍ په مربوطاتو کې وشوه.
د تخار ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند خلیل اسیر د چاودنې پخلی کړی او ویلي يې دي چې چاودیدونکي توکي په یوه موټر سایکل کې ځای پر ځای شوي وه او شاو خوا سهار ۱۰:۳۰ بجې وچاودیدل.
اسیر زیاته کړې چې په برید کې لږ تر لږه ۹ ولسي وګړي وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان شویدي.
د اسیر په وینا وژل شوي کسان ټول ولسي وګړي دي چې د اختر د سودا اخېستلو لپاره د ولسوالۍ بازار ته راغلي وو.
په پېښه کې ټپي شوي کسان د تخار ولایت مرکز تالقان ښار ته وړل شوي چې د ځينو حالت د انديښنې وړ دی.
د یادونې وړ ده چې څو ورځې دمخه د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې موټر بم چاودنه وشوه چې له امله یې ۸۹ کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول.
د شننونکو په اند په ولسي وګړو چاودنې بهرنۍ څارګرې ادارې کوي څو د افغانستان څخه د وتلو سره په افغانستان کې ګډوډۍ رامنځته کړي. د دوی په وینا، امریکا دغه پروسه تر دې دمخه په عراق کې هم عملي کړې، چې تر نن ورځې پورې ادامه لري.