افغانستان

 د پکتيکا امنيه قومندانۍ مرستيال او د پوليسو يو قومندان په کابل ښار کې ووژل شول

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱۰ زمري، ۱۴۰۰ل): د پکتيکا ولايت امنيه قومندانۍ مرستيال عبدالقادر احمدزی او همدارنګه د پوليسو يو قومندان زمری چې په برېت مشهور و، نن په کابل کې په دوو جلا جلا پېښو کې ووژل شول.

پر عبدالقادر احمدزي د کابل ښار دولسمې حوزې احمد شاه بابا سيمې اړوند د ملي امنيت ښارګوټي په پنځمه کوڅه کې وسله‌وال برید شوی او بريدګر په تېښته بريالي شوي دي.

د سيمې اوسېدونکي وايي، پياده بريدګر په تېښته بريالي شوي دي.

په يوه بله پېښه کې د کابل ښار په لويديځ کې کمپنۍ سيمې سره د پغمان ولسوالۍ پړ سړک د زمري په نوم د پوليسو يو قومندان، چې په برېت مشهور و، له دوو ساتونکو سره ووژل شو.

طالبانو د دواړو پېښو مسؤوليت منلی دی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په دوو جلا جلا ټويټونو کې د عبدالقادر او قومندان زمري د وژنې مسؤوليت منلی دی.

ذبيح الله مجاهد ويلي، د پکتيکا امنيه قومندانۍ مرستيال د کابل ښار د دولسمې حوزې په مربوطاتو کې په يوه ځانګړي برید کې وژل شوی دی.

د طالبانو وياند په بل ټويټ کې د قومندان زمري «بريت» او د هغه د دوو ساتونکو د وژنې مسؤوليت هم منلی او نوموړی يې «وحشي» انسان بللی دی.

د کابل ولايت امنيتي سرچينو دواړه پېښې تاييد کړي، خو امنيتي مسؤولينو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x