افغانستانسولې اړوند خبرونه

غني: طالبان د سولې اراده نه لري، د جګړې لوری بدلوو

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱۰ زمري، ۱۴۰۰ل): د کابل حکومت مشر «اشرف غني» ادعا لري چې طالبان د سولې هیڅ ډول اراده نه لري، نو ځکه باید د جګړې لوری بدل شي تر څو هغوی جدي مذاکراتو ته وهڅېږي.

غني چې نن یې د کابینې ناستې ته وینا اوروله وویل، چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې د افغانستان د جګړې لوری په بنسټیز ډول بدلېږي او حکومت به د لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره له طالبانو سره جګړه مخته وړي.

ده وړاندې زیاته کړې، چې طالبانو په تېرو څو کلونو کې هيڅ ډول تغیر نه دی کړی، بلکې منفي لوري ته تللي دي او ددې پر ځای چې له حکومت سره سوله وکړي، تسلیمي ترې غواړي.

غني د جګړې په زیاتوالي ټینګار وکړ او  په خبره یې، تر هغه مهاله چې د جګړې په میدان کې وضعیت تغیر نه وي کړی، طالبان د سولې جدي مذاکراتو ته نه حاضرېږي.

نوموړي پر کورنیو چارو وزارت غږ وکړ، چې د لویو لارو او کلیدي ولسوالیو امنیت ونیسي او له ملي امنیت ریاست یې وغوښتل چې د حکومت په پلوۍ راپورته شوې ملیشې منسجمې کړي.

د حکومت د مشر پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې حکومت په تېرو دوو میاشتو کې پراخې سیمې له لاسه ورکړي دي او طالبان توانېدلي دي، چې په نږدې دوه سوه ولسوالیو ولکه ټینګه کړي.

ددې تر څنګ د هرات، هلمند، کندهار، تخار او جوزجان په ګډون د ګڼو ولایتونو مرکزونه محاصره دي او طالبان ورځ تر بلې په یادو ولایتونو کې د پرمختګ په حالت کې دي.

غني د کابینې غونډې ته وویل، چې دی به سبا ورځ «دوشنبه» د روان امنیتي وضعیت په اړه پارلمان ته وینا وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ش م و

سلامونه او نیکې هیلې، بیا هیله کوم په مهربانۍ سره دا لاندینی شعر مو د ویب پانې په سر کي کیږدئ: د ځینې مشرانو وطـــــن سره جفا کړې ده د امام په ځای، کشیش پسې اقتدا کړې ده افتخار یې بیګانه شو بدنامي شوله خـــپله د نفس په خاطر یې د عزت سودا کړې ده دغلیم خوشحالۍ او غوړه مالۍ ته خو دوی چا له نکتایې سره هلو اوبل هورا کړې ده د وخت تاریخ د هر جابر او ظالم ســاز ته دوی هر یوه په نخرو، نخرو ګډا کــړې ده ګلونه بل ته او بمونه یې خپل ته غوښتل… نور لوستل »

عبدالرقیب

ولسمشر غني د دفاع وزارت ته دنده سپارلې ده چي هره پوسته دې ته اړمه کړي چي په ورځ کي دومره مرمۍ پر ولسي کورونو واوروي چي یوه بوجۍ پوچکان سي او پر زاړه والا باندي په ۱۰۰۰۰ افغانیو وپلورل سي، چي ۵۰۰۰ د پوستې د عسکرو او پاته ۵۰۰۰ د غني رولا اینډ کمپني دي. چي پر پوسته د ورځي ۱۰۰۰۰ افغانۍ سي د میاشتي تقریباً ۳۰۰۰۰۰ افغانۍ کیږي. دا نو په ټول هیواد کي څو پوستې دي او څومره عواید کیږي، هغه د بې سیم شرکتونو د عوایدو (چي هغه هم د میرمن رولا شخصي اکاونټ ته روانی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x