
د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندانانو د الوتکو درې سوه زره لیټره تېل خرڅ کړي
نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱۰ زمري، ۱۴۰۰ل): یو شمېر خبري سرچیني وایي، د ۲۰۵ اتل قول اردو یو شمېر قومندانانو د حکومت له لوري له ورکړل شویو تیلو څخه درې سوه زره لیټره تیل په زابل کې پلورلي دي.
د طلوع نیوز د راپور له مخې، د ګارنیزیون قومندان «عبدالغفور هوتکي» او په قلات کې د امنیتي ځواکونو د دوهمې لېوا د دروازې مسئول «صفت الله» د الوتکو درې سوه زره لیټره تیل په قلات ښار کې د تیلو په پمپونو خرڅ کړي، او بیا یې ادعا کړې، چې یاده شوې اندازه تیل د توغندیز برید له امله سوځېدلي دي.
د سرچینو په وینا، کله چې د دوهمې لیواء د تیلو ذخیرې خالې شوې، نو یو شمېر کسانو د یادې لیواء د تازه ګورمال شوي قومندان د تېرایستلو لپاره د تیلو ذخیرو ته په کمه فاصله کې درې چسپکي ماینونه منفجر کړل او راپور یې وړاندې کړ، چې د توغندیو د لګېدو له امله ذخیرې زیانمنې شوې دي او تیل سوځېدلي دي؛ خو د سرچینو د معلوماتو په اساس، اخیستل شوي انځورونه ښيي، چې ذخیرې له لاندې لوري زیانمنې شوي دي او د توغندیو د لګېدو اثار نه پکې تر سترګو کېږي.
د زابل امنیتي مسئولین که څه هم په دې تړاو څه نه وایي، خو د امنیتي بنسټونو ویاند «اجمل عمر شینواری» وایي، یاده موضوع څېړي.
د الوتکو د تېلو د خرڅېدو راپورونه داسې مهال دي، چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې جګړه تر بل هر وخت سخته شوې او حکومت له نظامي فشار سره مخ دی.
طالبان په تېرو څو میاشتو کې توانېدلي دي، چې په دوو سوو ولسوالیو ولکه ټینګه کړي.
درواغ زکه دا مشران تر دی زیات خاینان دی دوی الله پاک تباه کری. دا دی تیل خرسوی طالب مشر دی ### قطر خپل کباب وهی اولس تباه سو