نظــر

تازه له سنګره راغلي یو ملګري مې راته کيسه کوله

صفي الله “احساس”

ـ یوه ورځ مو د کابل، کندهار په لویه لار د کابل د اجیرو عسکرو په یوه پوسته باندي تعروض وکړ د څه مودې وروسته چې کله د پوستې عسکر زموږ په وړاندي له مقاومت څخه عاجز شول، سمدستي یي په پوسته کې د ولاړو ټانګونو په مټ تېښته پیل کړه، موږ او څو تنو نورو ملګرو هم ور پسې منډه وکړه او په ټانګونو پسې مو پیرونه وکړل.

په دې حال کې ټانګ ودرېد او څو تنه عسکر ورڅخه ښکته شول تر څو له موږ سره د ټانګ تر سایې لاندي بیا مقاومت وکړي.

ـ هغوی چې زموږ له سختو ګذارونو سره مخ شول، په ټانګ کې ناست د پوستې قومندان ور څخه ټانګ وځغلاوه او ښکته کړي عسکر یې یوازي د جګړې په میدان پرېښودل.

ـ یادو عسکرو په ټانګ پسې په دې أُمید چې قومندان یي ټانګ ته بیرته له ځان سره وخېژوي، تېزي منډي ووهلې خو قومندان ورته ټانګ ونه درول بلکه همداسي ورڅخه وتښتېدل او یاد عسکر یې د جګړې په میدان همداسي یوازي پرېښودل.

ـ عسکر چې نور یي د جګړې توان نه درلود او نه یي خپل قومندان او نورو عسکرو ته دا أُمید پاتي وو چې د مرګ له خولې څخه یي وژغوري، سمدستي یي اسلحه په ځمکه وغورځوله، لاس یې پورته کړل او موږ ته تسلیم شول.

ـ موږ یي هم پوره استقبال وکړل او په پوره امن سره مو تر کوره ورسول.

ملګري راته ویل:

ـ یاد عسکر که څه هم له موږ سره په جګړه کې ښکېل ول خو موږ چې د جګړې په میدان له دوی سره د دوی د قومندان بې وفایي ولیده زیات مو زړه ور باندي وسوځېد.

ـ هغوی مو د مشرانو د عفو د فرمان له مخي معاف کړل او امن مو ورکړ.

هوکې!!

د کابل رژیم د هر مافوق له هر ماتحت سره همدا حال وي، او تر دې حده یي ور سره وفا وي.

دا ځکه چې دوی د څو پیسو په بدل کې په فاسده لار کې د دین او وطن په مقابل کې ولاړ وي او جنګېږي.
د څو ډالرو په بدل کې یي هر څه ته شاه کړې وي او عقل یي سلب شوی وي.

سبحان الله!!

د ګوډاګی رژیم له عسکرو د طالب ترحم، درګذر او بلخوا د همدې ګوډاګي رژیم له عسکرو سره د خپلو مشرانو بې وفایي او غدر ته حیران پاتي یم..

ـ د رژیم عسکر باید نور ځان د خپلو بې واکه او غادِرو مشرانو په لاس ځان مرګ ته ور نه کړی او د اسلامي امارت د مجاهدینو د عفوي د فرمان له مخي باید ځان له مرګ څخه وژغوري او هوسا ژوند پیل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد صالح

ته خو ښه وایې که دا خره په دې پوه سي

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x