نړۍ

قريشي: طالبان به داعش ډله په افغانستان کې نفوذ کولو ته پرې نږدي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱۰ زمري، ۱۴۰۰ل): د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي ويلي، طالبان به داعش ډلې ته اجازه ور نه کړي، چې په افغانستان کې نفوذ وکړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير ويلي، چې افغان امنيتي ځواکونه د داعش ډلې د مخنيوي مسؤوليت او توان لري او همدارنګه طالبان به هم دغه ډله په افغانستان کې خپل نفوذ ته پرې نږدي.

د ښاغلي قريشي په وينا د داعش پر خلاف د ټولې نړۍ او سيمې هېوادونه يوه خوله دي او ټول يې پر ضد يو دريځ لري.

پاکستاني رسنيو د ښاغلي قريشي له قوله ليکلي، چې په افغانستان کې سوله او کراري د ټولې سيمې لپاره اړينه ده او د همدې موخې لپاره يې پاکستان له ټولو ګاونډيو هېوادونو سره په اړيکه کې دی.

د کابل حکومت يو شمېر چارواکي پر طالبانو تور پورې کوي، چې له نورو بهرنيو وسله‌والو ډلو سره اړيکې لري، خو طالبانو وخت پر وخت دغه ادعاوې رد کړي او بې بنسټه يې بللي دي.

له ۲۰۱۴ کال راهيسې، چې داعش ډلې په افغانستان کې پښه کېښوده، لومړی يې پر ضد طالبانو جګړه پيل کړه، د هېواد په جنوب، شمال او بالاخره په خيځو ولايتونو کې يې د داعش ټول مرکزونه ونيول، سلګونه داعش جګړه ماران يې ووژل او زرګونه نور حکومت ته تسليم شول.

طالبانو په خپلو تکراري اعلاميو او رسمي څرګندونو کې ويلي، دوی له هېڅ بهرنۍ ډلې سره اړيکې نه لري او نه هم له هېواده بهر د مداخلې اجنډا نه لري

طالبانو له امريکا سره د دوحې په تړون کې هم ويلي، هيچا ته به اجازه ور نه کړي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر خلاف وکاروي.

د چارو څارونکي وايي، طالبان په دې توانېدلي، چې په سختو حالاتو کې د سيمې او نړۍ هېوادونه پر خپله داعيه قانع کړي، چې دوی يوازې د خپل هېواد د ازادۍ لپاره مبارزه کوي، د نورو چارو کې لاسوهنه نه کوي او عملا يې هم ښوولې، چې په تېرو څو کلونو کې يې د داعش جګړه مارانو پر ضد پراخه مبارزه کړې، چې بالاخره يې په ټول هېواد کې د دغې ډلې مرکزونه ويجاړ کړل او پاتې مشران او جګړه‌ماران يې حکومت ته تسليم شول، چې تر اوسه يې درک نه لګيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ګوم نام

اولاد خو به خود د پلار منی نو

یو بل مه سره وژنی

دا بیغرته د طالب ویاند دی که د پاکستان وزیر خارجه؟

جلال

بسم الله الرحمن الرحیم
الحمدلله، همداسی خو شیوی دی او ان شاءالله آینده کی به هم همدغسی وشي. نو د دی جناب نمایشی فرمایشاتو ته هیڅ ضرورت نشته. لا حول ولا قوة الا بالله العلي العظیم

طوطی

ته ## د طالب ویاند یی سر پیاز کون پیاز. بیا ته چی داعش په ## کی نظر بند وساتی ولی به دلته راځی.

محمد نعیم

د کومي ورځي څخه چي پخوانۍ شمالي ټلوالي او پخوانیو کمونیسټانو ګډ حکومت د هند سره د پاکستان د بیلتونپالو ډلو د ملاتړ پروژه پیل کړې. دا محب الوطنه پاکستانی پوه سو چي د طالبانو سره جفاء پاکستان ته په کومه بیه تمامه سوې ده. خدای دي وکړي چي دی وتوانیږي چي د پاکستان حکومت اماده کړي چي د تیرو ۲۰ کالو د جفاوو د جبران لپاره موثره ګامونه واخلي او دا ځل نه یوازي د ټلوالي او کمونیسټانو د ګډ رژیم په چپه کولو کي د طالبانو او افغان ولس سره په کلکه ودریږي بلکه د اسلامي انقلاب د… نور لوستل »

خیرالله سعادت

ښه خبره خو دلته هم قریشی منافقت کړی ځکه چی قریشی پوهیږی چی چین هر ډول همکاری تیار دا چی طالب سره یی وکړی د داعش په مقابل کی نو د قریشی دا سوچ دا چی هسی نه چین او طالب سره یارانه سی خو د بدبخته تر اوسه طالب ونه پیژانده مطلب یی دا ده چی چین ته ښایی چی د طالب او داعش سره نه کیږی ستاسی همکاری ته هیڅ اړتیا نسته البته طالب د چا همکاری ته اړتیا نلری ځکه طالب په مادیتو نه جنکیږی.خو د پاکستان بیا هم زړه بړاس کی چی د طالب څه ملاتړ… نور لوستل »

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x