افغانستان

طالبان: ملګري ملتونه دې «کابل اداره» د ولسي وګړو له وژلو او د عامه تاسیساتو له ورانولو را وګرځوي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱۰ زمري، ۱۴۰۰ل): طالبان وایي، په دې وروستیو کې حکومت د عامه تاسیساتو تخریب او له منځه وړلو ته کار ویلی او ددې تر څنګ يې پر ولسي وګړو بمبارۍ زیاتې کړې دي چې د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي په تړاو د شویو توافقاتو خلاف عمل دی.

په قطر  کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «ډاکټر محمد نعیم» په یوه ویډيويي پیغام کې پر حکومت تور پورې کړی چې عامه تاسیسات بمباروي او پر ولسي وګړو هوایي بریدونه کوي، چې له امله یې د ملکي تلفاتو کچه لوړه شوې.

ده د بدخشان په یاوان ولسوالۍکې د امنیه قومندانۍ پر ودانۍ، په غازي اباد کې د تعلیم او تربیې پر مدیریت او په لښکرګاه ښار کې پر اریانا روغتون د حکومت هوایي بریدونه چې له امله یې یاد شوي تاسیسات له منځه ولاړل؛ د حکومت له لوري د عامه تاسیساتو د ورانولو د لړۍ د نمونې په توګه یاد کړي او ټینګار یې کړی چې ملګري ملتونه او د بشري حقونو بنسټونه باید ددې کار په وړاندې غږ پورته کړي.

د نعیم په خبره، د طالبانو او امریکا د توافقنامې او د افغان جهتونو او طالبانو تر منځ د شویو توافقاتو له مخې د جګړې ښکېل اړخونه باید ملکي مرګ ژوبلې ته پاملرنه وکړي، خو دده له قوله، حکومت پر ولسي وګړو بمبارۍ کوي او شوي توافقات یې نقض کړي.

نوموړي ددې تر څنګ حکومت تورن کړی، چې د بیان د ازادۍ مخه نیسي او هغه خبریالان چې د حقایقو په راټولولو پسې ګرځي؛ نیسي او زنداني کوي یې.

نعیم پر نړیوالو رسنیو غږ کړی، چې د حکومت ددې ډول «جنایاتو» په وړاندې چوپه خوله پاتې نشي.

د طالبانو پورتنۍ اندېښنه یوه ورځ وروسته له هغه ده، چې د حکومت هوایي برید د هلمند په مرکز «لښکرګاه» ښار کې د اریانا په نوم خصوصي روغتون چې ویل کېږي د لښکرګاه په کچه تر ټولو مجهز روغتون وو له منځه یووړ او د ځاني تلفاتو تر څنګ یې روغتون ته درانه مالي زیانونه واړول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ملا جانان

د کابل ادارې لپاره د سنګین او موسی قلع د خړو کورونو او لښکرګاه د سمیټي کورونو فرق نسته او نه هم د دې کورونو د مکینانو تر منځ توپیر کولای سي. دوئ د هیواد ټوله هغه ۳۷.۵ ملیونه افغانان خپل واجب القتل دښمنان پیژندلي دي چي د دوئ د درغلیو ډکو ټولټاکنو کي یې ګډون نه دی کړی. هغوئ ته یوازي د هر ولایت هوایي ډګر، قومندانیاني او پوستې مهمي دي چي هلته د دې ادارې اجرتي قاتلین ټوپک په لاس کي د ددې ادارې په اشاره د هر افغان ووژلو ته اماده دي. نور د ولسي وګرو د… نور لوستل »

یو بل مه سره وژنی

## همدا اوس د خلگو کورونه سوک سوری کوی؟ پوستی او د برق پایی سوک الوزوی. شرم نه لری د اسلام نوم مو بد کر. تاسو او دولت دواره طالمان یاست.

طلحه

به الله معلوم است که کدام طبقه زیادمبالغه می کند وبه تخریب وطن کوشش می کند:

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x