شعـــــرونه

د یادونو ډیوه/ درمان

مولوي منصور درمان

زړۀ کې دې زړۀ! د زړۀ لۀ تله ساتم
ستا د یادونو ډیوه بله ساتم!

ستا د پر هر لۀ هرې څړیکې لوږې
ستا هر زګېروی زخمي اتله ساتم

ذره -ذره لکه هنداره وجود
د سینې مینځ کې دې کابله! ساتم

د خوږ ژوندون د شتمنۍ پۀ بیعه
هېواده! تا به لۀ یرغله ساتم

زۀ دې انځور ته ویښې شپې تېروم!
او لۀ سهار یې تر ترمله ساتم

لېونی عشق دې غزل توري غواړي
لېوني عشق ته دې غزله ساتم!

ای د منصور درمان مطلوب طالبه !
مینه دې زړۀ کې مکمله ساتم!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx