ادبي لیکني

عاجله خونه/ لنډه کيسه

عبدالسميع سعيد
په عاجله خونه کې سور ګروپ رڼا کوله، له تنې دنګ سړی چې سپينه چپنه یې په تن وه له ورايه ډاکټر مالومېده راننوت، لاس کې یې ګڼې ورقې نيولې وې، د کټ سرته ودرېد، څو ځلې يې ورقې په دقت تر نظر تېرې کړې، يو ځل یې اوږې پورته واچولې؛ مريض لا د خوځېدا نه و، نرس یې را وبللو، نرس د راتګ سره سم ترې وار واخيست، ډاکټر صاحب! د اکسيجن کمی دی.

ډاکټر قلم له خولې لرې کړ، ساه یې واخیسته، ورو یې وويل: ښۀ نه دی.

نرس د کټ خواته نژدې شو، پام یې شو چې لا هم مريض ساه په منظم ډول اخلي، وې ويل: که خدای کول ښۀ به شي.

کوټې ته د لمر وړانګې را لوېدلې وې، چت کې پکی نری نری چلېده، ډاکټر وويل: د هېواد په سطحه سړی دی، خدای دې پرې هېڅ نه کوي، تود باد مې پرې هم نه دی پېرزو، دنګ قامت، هډور بدن او روښانه ځلېدونکې سترګې.

کوټه کې لږه چوپتيا خپره شوه، يواځې د مريض د سينې خرار خوت.

ډاکټر دروازه خلاصه کړه، بېرون ډله خلک په څوکيو ناست وه، د ډاکټر په ليدو ټول پورته شوه، يوه یې په ډېره تېزۍ پوښتنه وکړه: ډاکټر صاحب! د لالا صحت اوس څنګه دی؟

_ ښۀ دی، دعا کوئ.

_ ورسره کتلای شو؟

د ډاکټر سترګو کې اوښکې ورغړېدې، لکه ځان چې ډاډه ښيي، ساه یې واخیسته، وې ويل: لږ نور منتظر شئ، که خدای کول وروسته به د خبرو شي.

ډاکټر دوی ته په ډاډ ورکولو بوخت و چې نرس را منډه کړه، په نيولې ساه یې وويل: ډاکټر صيب، ډاکټر صيب، ژر راشه.

شېبه وروسته د مريض سرته ډاکټر او نرس ولاړ وه، مريض لنډه لنډه ساه اخيسته، په ژبه یې څه توري راوړل؛ زور یې واهه، پښې یې راښکلې، ډاکټر ترهېدلی ګرځېده را ګرځېده، ستنې یې يو په بل پسې د مريض مټ کې خالي کولې؛ د ډېر زور وروسته مريض آرام شو، سر یې دوه درې ځلې جټکه وخوړه، بیا يوې خوا بې اختیاره کوږ شو.

ډاکټر دهلېز کې را ټولو شويو خلکو ته وويل: د خدای رضا به وه، يو دم چيغې شوې، سختې چيغې، په چيغو پسې چيغو انګازې کولې‌.

پنځه دقيقې وروسته په ټولنيزو رسنيو کې دا خبر خپور شو: د هېواد نامتو او کمساری ليکوال نصير احمد احمدي د کرونا ناروغۍ له امله ومړ.

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x