ټکنالوژي

جمر (Jammer) تکنالوژي څه ته وایي؟

انجنیر ذبیح الله ابراهیمي

آنتن پریکونکی یا جمر له یو ډول فریکانس تولیدونکې آلې څخه دی چې د بیلابیلو هدفونو لپاره کارول کیږي، دا سیستم د مقابل لوري سیستم په یو ډول ګډوډونکي فرکانس خپرولو سره په سګنال کې د ګډوډۍ رامنځته کولو سبب ګرځي. د دې لپاره چې جمر په سمه توګه کار وکړي لومړی اړینه ده چې خپلې فریکونسۍ اندازه په سمه توګه وټاکۍ او وروسته د مقابل لوري سیستم سګنال محدودې مطابق خپله فریکونسې په قوې توګه خپره کړی. د بیلګې په ډول که تاسو د ګرځنده (موبایل) آنتن قطع کولو اراده لري نو ستاسي د پارازیت ایجادولو ماخذ اړینه ده په یوه مشخص وخت ( د څو میلې ثانیو په درشل کی ) وکولائ شي په سیمه کی د موبایل شته آنتن سګنال څخه په لوړ فرکانس کی ګډوډې (اختلال)منځته راوړی.
جمرونه یا پارازیت خپرونکي ټکنالوژي له ډیره وخت څخه د بیلابیلو مقاصدو لپاره کارول کیږی، اخلال یا بلاک کونکې له پخوا د بریښنایی جګړو یوه برخه شمیرل کیږې. د جمر دستګاه په دوه لویو برخو ویشلي شو:

1. نظامی جمرونهMilitary Jammer
2. سوداګریز جمرونهCommercial Jammer

نظامي جمرونه:
له هغو جمرونه څخه عبارت دي چې د نظامي وسایلو په ډول په خاصو شرایطو کې تولید او کارول کیږي چې د بیلابیلو پارامترونو او ستندردونو لرونکي دي، دا جمرونه په خاصو لوړه سطحه عملیاتو یا هم ساده عملیاتو کې ورڅخه ګټه اخیستل کیږي چې له سوداګریزو جمرونو سره ډیر توپیر لري، دا جمرونه د تودوخې تر ټولو لوړې یا یخني تر ټولو ټیټې سطحې کې د کارولو وړ دي او په لندو (نم لرونکي) شرایطو کې هم د کارونې وړتیا لري. نظامي جمرونه د بیلابیلو مقاصدو لپاره کارول کیږې چې لاندې ورته لنډه کتنه کوو:

1. د بیسیم اړیکو باند مسدود کونکی چې په پرمختللې بڼه د Adjust کولو وړ دي، په مختلفه ماموریتونو کې د یوه یا څو لاسي (منوال) بیسیم چینلونو (کانالونو) مسدود کولو وړتیا لري. دا جمرونه د مقابل لورې نه سیم لرونکي (بیسیم) باند فرکانس د موج په ډول له یو ډول فرکانس موج ایجادولو سره له فعالو (اکټیو) فیلترونو څخه په ګټه اخیستنې دا امکان رامنځته کوي چې خپل مربوطه ځینې چینلونه په همدې حالت کې هم د کار کولو وړتیا ولري او کولای شي پاتې نور چینلونه د پارازیت له خپرولو سره له کار څخه وغورځوي.

2. د لیږد رالیږد وړ جمرونه چې د ګرځنده (موبایل) آنتن څپې په موقت ډول په ځانګړې سیمه کې پرې کوي د بیلګې په ډول د یوه زنداني کس د لیږد لپاره چې کیداې شې د لارې په اوږدو کې وتښتول شي یا ووژل شي د لیږد مسؤلین د لارې په اوږدو کې هغه جمرونه فعالوي ترڅو د ګرځنده اړیکو لپاره په سیمه کې پرازیت خپور کړي او په سیمه کې د شته ګرځنده اړیکو امواج اخلال کړي. دا ډول جمرونه په معمول ډول نقلیه وسایطو کې ځا پر ځای شوي وي.

د دې جمرونو مختل کونکې پرازیتي امواج د ۳۶۰ درجو زاویه تر پوښښ لاندې راولي. د دې ډول تکنالوژيکي وسایطو کارول دا چې په عموم کې یوه ساحه تر پوښښ لاندې لرلی شې نو اړینه ده چې د کارونې پر وخت او کارونکې مرجع له رسمي مراجعو څخه د کارونې مجوز یا سند ترلاسه کړی وي. د ګرځنده (موبایل) مختل کوونکي جمرونه په ثابت ډول د آنتن پرې کولو یوه ټاکلې اندازه هم لري، د بېلګې په ډول نظامي مهمې سیمې یادولی شو، په نظامي ساحو کې د دې تجهیزاتو نصب یو ځانګړی علت لرلی شي، د بیلګې په ډول یوه تروریستي ډله په دې کوښښ کې ده چې یوه نظامي قرارګاه له لرې واټن څخه د ګرځنده (موبایل) کارولو سره په عیار شوي ماین والوځوي، په دې وخت کې جمر ډیر اړین ده چې د خپل پرازیت په خپرولو سره د ګرځنده آنتن څپې وځپې ځکه د جمر په فعالولو سره د دښمن ګرځنده نور نشي کولای له ځای پر ځای شوي ماین سره اړیکه ټینګه کړي، که د هغه ماین له الوزولو وروسته پایلې ته فکر وکړې نو اوس به د جمر ټکنالوژي په قدر پوره پوه شوي اوسېي.

3. په رادار لرونکو نښلونکو (بانډونو) کې نظامي جمرونه:
دا آنتن اخلالونکي جمرونه د بیلابیلو آنتنونو ګډوډولو لپاره له بیلابیلو فریکونسیو سره جوړ شوي دي په بریښنایې جګړه کې هغه ډول چې له نوم څخه یې څرګندیږې د یوه رادار د ګډوډولو لپاره ورڅخه ګټه اخیستل کیږي. کیدای شي پوه یاست چې یو رادار د خپل هدف لپاره په بیا بیاځلې د خپل پوښښ سیمې ته په دوامداره توګه سګنالونه لیږي، که په ځانګړې سیمه کې کوم هدف شتون ولري له رادار څخه لیږل شوي د معلوماتو غوښتونکي پاکټ د سګنال په څپو کې هدف ته رسیږي او بیا ځلې بیرته رادار ته ستنیږي او په دوامدار ډول دغه پروسه روانه وي، رادار د راستانه شوي سګنال څخه په ګټه اخیستنې خپل هدف مشخص او تعقیبوي، اوس فکر وکړئ چې په دې سیمه کې ځای پر ځای شوي جمر په روښانه کولو سره د نوموړي رادار ورستنیدونکې فریکونسي کې په تکراري ډول د خپل اخلالونکي سګنالونو په ورلیږلو پیل کوي په یقین سره چې رادار له پرله پسې تکراري اخلالونکي سګنال موجونو په ترلاسه کولو سره له خپل مسیر څخه بهر کیږي او نور په منظم ډول نشي کولی خپل فعالیت ته دوام ورکړي.

4. لرې واټن څخه د امواجو مختل کونکې جمر: دا جمرونه د خپل پراخ رادیویي پوښښ له کبله ځانګړي کارونه لري، د بیلګې په توګه یوه بې پیلوټه الوتکه یوې ممنوعه سیمې ته ورننوځي، کیدای شي لومړنی فکر چې د دې صحنې په لیدلو سره ستاسو ذهن ته راځي هغه د الوتکې ویشتل او غورځول وي خو تر ټولو غوره لار د نوموړې الوتکې هغه سګنال قطعه کول دي چې له خپل ماخذ سره یې پالي، په دې وخت کې د بریښنایي جګړې فني ټیم لومړنی کوښښ به دا وې ترڅو د الوتکې ارتباطي موجونه د هغې له ماخذ سره قطع کړل شي او کنټرول یې په خپل لاس کې واخلي او په محفوظ ډول ناستې ته اړ کړل شي.

5. د راکټي حملو مخنیوی دفاعي جمر:
ځینې ځیرک راکټونه چې له مخکې د هدف سیمه ورته مشخصه شوي وې د GPS سیستم په مرسته توغول کیږي او هدف ته تر رسیدلو تعقیب لاندې وې دا سیستم راکټ ته دا ځانګړتیا ورکوي ترڅو هدف ته د رسیدلو په لار کې په خپل ځان کې د مشخصه نصب شوي موتور په ذریعه خپل د تګ مسیر اصلاح کړي، دفاعي سیستم په لومړي سر کې توغول شوی راکټ GPS سیستم سگنالونه قطع یا ګډوډوي چې ورسره راکټ خپل سري(ډانګیې) کیږي او وروسته بیا ویشتل کیږي.

۲. سوداګریز جمر:
اخلالونکي سوداګریز جمرونه هغه تجهیزات دي چې سوداګریزو موخو لپاره په سوداګریزو ستندردونو سمبال طراحي او جوړ شوي دي، دا جمرونه له نظامي جمرونو سره ډیر توپیر لري چې کولای شو د هغو په پرتله یې لږ ټیټ کیفیت لرونکي توکي وشمارو. خو دا چې پراخه کارونه لري په بیلابیلو فریکونسې لرونکو باندونو کی تولیدیږي چې تر ټولو ډیر کاریدونکو جمرونو ته به یې کتنه ولرو:

1. ګرځنده اخلالونکي یا Jammer Mobile Phone: هغه ډول چې له نوم څخه یې څرګندیږي په یوې مشخصه سیمه کې د اړیکو پریکولو په موخه کارول کیږی دا ډول جمر د ګرځنده بیلابیل بانډونه لکه 5G, 4G, 3G, 2G, CDMA, GSM تر پوښښ لاندې راوستلی شي چې له همدې هر یو یې د کارونکي ګرځنده لپاره لیږونکي او اخیستونکي موجه لرونکې څپې لري. دې جمر ته کورني ګرځنده اخلالونکي هم ویل کیږې د بیلګې په ډول فرض وکړی تاسو یوه تولیدی کمپنې له ډیرو کارکونکو (پرسونل) سره لري، د کارکوونکو څارنه، ساتنه او کار ستاسې له زیرکتیا او ښه مدیریت سره تړاو لري.

په کاري ماحول او وخت کې د کارونکو لخوا له ګرځنده ځیرک یا عادي تلیفونونو کارول په کار او تولید منفي اغیزه لرلی شي، نو د یوه سوداګریز جمر په پیرلو او ځای پر ځای کولو سره د خپلې خوښې وړ ځای کې کولای شي د هغو حوادثو او منفي اغیزو مخنیوی وکړي او د خپلې کمپنۍ کارکوونکو ګرځنده له فعالیت څخه وغورځوي چې کیداې شي ورسره د رسمیاتو په اوږدو کې له ستونزو سره لاس او ګریوان شي. یوازې دومره باید پام وکړي چې د جمر په ټاکلو او پیرلو کې له اړتیا سره سم جنس واخیستل شي.
دا ډول جمرونه په فابریکو، لویو جیمونو، مغازو، د کنفرانس سالونونو، مساجدو او بیلابیلو ورته سیمو کې د کارونې وړ دي.

2. د GPS موجونو اخلالونکي:
دا اخلالونکي جمرونه د نقلیه وسایطو د نه تعقیب په موخه په وسایطو کې ځای پر ځای کیږي.

3. د سپوږمکۍ(سټلایت) چینلونو (کانالونو) امواجو اخلالونکي جمرونه چې په سګنال کې یې ګډوډي (اختلال) رامنځته کوي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x