
د امیر بې اطاعتي د ستر ناورین مؤجب ګرځي
عزام حقاني
د مقاومت په لومړۍ کرښه کې ولاړو غازیانو، د ملکي او اداري چارو تنظیموونکو مجاهدینو!
د خپل باعزمه او بصیرت لرونکي آمیر مخالفت مو د ګټلې جګړې، لاسته راوړې فتحې او راج د بایللو سبب کېږي. لکه څنګه چې د احد په غزا کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په شتون کې پېښ شول، که هغو غشي ویشتونکو صحابه کرامو په دې خوشباورۍ چې مشرکانو ماتې وخوړه او د غنیمت ټولولو په شوق له خپل ټاکلي ځای څخه نه وای راشېوه سوي ممکنه نه وه چې د الله د نبي صلی الله علیه وسلم مخ مبارک دې زخمي او غاښونه دې شهیدان شوي وای او نه به مو ۷۰ جلیل القدره صحابه کرام د مشرکانو له لاسه په شهادت رسېدل.
خو دا چې دې وړوکي ګروپ د رسول الله صلی الله علیه وسلم د امر نافرماني وکړه او مخکې له دې چې د الله رسول یې د را شېوه کېدلو امر وکړي دوی پر خپل سر د غنیمت راټولولو په طمعه له خپله ځایه پر شا شول، نو هغه څه پېښ شول چې څه ولېدل شول.
الله تعالی ډېر ژر د امیر د امر د نافرمانۍ او دنیوي شیانو د طمعې لرلو په ستر زیان چې، د (رسول الله صلی الله علیه وسلم د مخ مبارک زخم، د غاښونو شهادت، د ۷۰ مبارکو صحابه کرامو شهادت او په همدومره شمېر زخمیان او هم ګټلې فتحه په یو ډول نسبي شکست بدله شوه) خبر کړل.
مجاهدینو! نافرمانۍ همېشه همدغه شان چانسونه له مینځه وړي د لویو لویو تاوانونو مؤجب ګرځي او دښمن ته بری ورپه برخه کوي.
د امراؤ لخوا نن یو ځل بیا مجاهدینو ته د عکاسیو او ويډیوګانو د کولو او بیا له شخصي ادرسه فیسبوک او نورو ټولنېزو رسنیو کې نشرولو او همدا راز په خپل سره له مطبوعاتو سره رابطه کولو څخه په کلکه منعه کړې ده.
مجاهدین باید د خپلو آمیرانو هرې شرعي او داسې پرېکړو ته چې د مجاهدینو په خلاف دښمن ته د تبلیغاتو لویه سوژه په لاس ورکوي، په کلکه اجتناب وکړي.
دښمن زموږ د مجاهدینو له ډېرې وړې غلطۍ څخه د دې صف د بدنامولو په مقصد یوه لویه ډنډوره او ډرامه جوړوي او د عامو خلکو په اذهانو کې ډول ډول تشویشونو ته لار پرانېزي چې بیا یې اصل او حقیقت بیانول او مخه نېول ستونزمن وي.
بناً مجاهدین وروڼه باید د آمیر خبرو، فرامینو او هدایاتو ته په پوره اخلاص، په پټه او ښکاره توګه د اطاعت سر ټیټ کړي، ځکه د اطاعت په کولو سره د کامیابیو خاوندان او د الله تعالی له عذاب څخه خوندي کېږو.
دویم هغه څیز چې د مؤمنانو فتحه او بریا په شکست بدلوي، عزت او دبدبه په ذلت بدلوي: د غنیمتونه او نورو مادي شیانو لکه د شهرت، موقف، منصب او قدرت حاصلولو شوق لرل رسوا شکست سبب کېږي. لکه د احد د جګړې په ورځ چې یو شمېر غشي ویشتونکو خپل ځایونه د غنیمت د ترلاسه کولو د طمعې له کبله پرېښودل همدا رنګه د حنین د غزا پر مهال چې مسلمانانو بریا تر لاسه کړه ځینو د غنیتمونو د راټولولو طمعه وکړه او د دښمن په شاکېدل یې پرېښودل د دوی دغه کار د دې سبب شو چې دښمن بیرته راوګرځېد حمله یې وکړه او مسلمانان یې له ماتې سره مخ کړل.
دغه راز د اسلام په تاریخ کې ډېرې بېلګې لرو چې د امیر د بې اطاعتۍ، د غنیمت شوق او نورو مادي شیانو لکه د منصب او قدرت تر لاسه کول، د ځمکو نېول او د دنیا جاه و جلال تر لاسه کولو طمعې مسلمانان له سترو ماتو او ذلتونو سره مخ کړي.
بناء مجاهدین او د دې صف ټول غړي باید خپل نیتونه او ارادې خالص د الله رضامندي وګرځوي او د الله د کلمې د اعلاء په مقصد دې مخته ولاړ شي.
هو! د امیر بې اطاعتي د ستر ناورین موجب ګرزي. کله چي امیر د خپلو واکونو د کارولو، د احکامو د صادرولو او تصمیم نیولو کي الهي احکام، نبوي سنت، د څلورو خلفاء راشدینو تګلاري، د امام اعظم رح د فکري مکتب اصول او د تصامیمو ممکنه او متوقع عواقب مدنظر ونه نیسي او د مجاهدینو او امت مرحومه ژوند، مال او عزت ته بې ضرورته ضرر او خطر پیښ کړي نو د الله تعالی ج د بې اطاعتي له سببه د ستر ناورین سبب ګرزي. نبې ص چي کله یوه خطر ناکه جنګي ډګر ته د مجاهدینو لښکر روانوی… نور لوستل »
د پورته لیکونکی لویه ګُمراهی دا ده چی د خلقت د کړۍ ستر او روښانه غمی ( اغا رسول الله ) ئې د#### امیر! سره مقائسه کړیدئ ( هغه امیر چی نه چا لیدلئ ؤ او نه چا لیدلئ دئ ).
د روسانو سره د سوي جهاد ثمرات په همدې سبب ضایع سول چي جهاد په داوطلبو باندي وسو. د هغوئ د پاکي عقیدې او بې غرضه خدمت څخه سوئ استفاده وسول. قومندانانو په اسلامي جزبه راولاړ سوي داوطلبه جنګیالي د داخلي او بهرني کفارو سره وجنګول خو کله چي به د مال غنیمت او موقفونو د ویش وخت راغلی نو قومندان کافر به ورته وویل چي هغه خلګ چي د خدای د رضا لپاره جهاد ته راوتلي هغه دي یوې خوا ته سی او هغه چي په مال غنیمت پسی راوتلي هغه دي بلي خوا ته سي. هغه خلګ چي… نور لوستل »
خدا پاک ج چي هر چا ته سترګي ورکړي، بصیرت یې هم ورکړی. یوازي امیر د بصیرت معیار نه سو بللای. مشوره شرط ده. سلیمان پیغمبر علیه سلام هم د وخت نبي وو او هم د وخت امیر لاکن د بلقیسي د تخت په راوړلو کي ناچاره سو. یوه درباري یې (غالباً چي آصف بن برخیا رح به وو) د سترګو پر رپ کي ورته حاضر کړ. طالوت یو مومن پاچا وو خو د جالوت په وژلو لاچاره وو چي داود علیه سلام دا کار ورته وکړ. داود علیه سلام د دوو دعوه لرونکو په مناسبه فیصله لاچاره سو، کم… نور لوستل »