نظــر

ياري په جواري او کلي په زور نه کيږي‎‎

عبدالوحيد وحيد

بدبختانه، د سياست څرخونه مو د ولس د هيلو او د هيواد د ګټو په محور نه، بلکې له ملي ګټو سره په بشپړ تقابل کې په تشو ژمنو، شعارونو او پيغامونو را څرخيږي. حکومت له نظام او امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ په نوم غونډې جوړوي او لاريونونه کوي، خو هير يې ده چې د نظام او امنیتي ځواکونه ملاتړ د دغو فرمايشي غونډو په پرتله د سولې په چوکاټ کې په ښه توګه کولاى شو. ملت پوهيږي چې که د غونډو دغه نوښتګر کله هم له واک څخه لرې شي، نو نه يوازې بل هېواد ته به ځي، بلکې د نظام د خرابولو هڅه به هم وکړي، خو ملت به دلته پاتې وي او د ناورين د مخنیوي په موخه به د نظام او امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي. زه نظام ته په نظام کې دننه ګواښونه له بهرنیو ګواښونو څخه جدي او خطرناک ګڼم.

ملت مو د جګړو په لمبو کې سوځي، کورونه ورڅخه پاتې کيږي او ډيرى له شنه اسمان لاندې ورځې او شپې تيروي. هيواد مو کنډواله کيږي او مونږ ورته د بېوسۍ په سترګو ګورو. طالبان ولس ته اعلاميې خپروي چې د هغوى تر مديريت لاندې سيمو کې ميشت خلک به نه ځوريږول کيږي، خو په ډيرو مواردو کې واقعيتونه بل شان دي. په ځینو سیمو کې د عمل په ډګر کې د خبرو او کړنو ترمنځ ټکر مشهود دی او کړنې يې ځورونکی انځور وړاندې کوي.

ولسمشر غني په بهرنۍ نړۍ کې د افغانستان د ګټو ښه استازيتوب، له نړيوالو سره مفاهمه، په انګليسي ژبه ښې خبرې، ښه استدلال، د اقتصادي بنسټونو د پرمختګ لپاره پلان او د نړيوالې ټولنې باور ترلاسه کولاى شي، خو کورنۍ تګلاره يې ناکامه ده. هر وخت د تزلزل او تذبذب ښکار وي. کار اهل کار ته نشي سپارلى. په لوړو ملي پوستونو باندې داسې اشخاص ګمارل شوي دي چې د ملت په فکري لومړيتوبونو نه پوهېږي. د فساد په وړاندې مبارزه يې د سليقو پر بنسټ ده.

د جامع او هر اړخیز پلان په تياري کې پاتې راتلل او له نظام سره د واک تړل يې ستره نيمګړتيا ده. د سولې په تړاو په هر بنسټ د طالبانو او سولې د سرسختو مخالفینو په ګمارلو باندې تمرکز کول سولې ته په رسيدو کې ستونزه جوړوي. د چاپلوسانو لخوا د مخالفينو د ځپلو شعارونو د ولسواليو د بيرته نيولو چيغو، د نمايشي حمايتي غونډو جوړولو او د زيات شمير مخالفينو د وژلو په اعلاناتو باندې ولسمشر غني ته اوسنى وضعیت سرچپه ښودل کيږي.

د نظر له خاوندانو سره د سلا او مشورو پر ځاى په پخوانيو جنګسالارانو نا مسئولو توپکوالو د جګړو ډګر ته را ايستل د ولسمشر هغه غلطي ده چې بوږنوونکې پايله به ولري. حکومت په ټوليزه توګه د عيني واقعيتونو د درک او اړينو پريکړو کولو پر ځاى د چاپلوسانو د لاسونو په پړکا د ملي حمايت حساب کوي.

طالبان د ولسواليو نيولو او د هغوى په اصطلاح فتوحاتو او لاس ته ورغليو امکاناتو هک پک کړي دي. نه پوهیږي چې اوس څه پرې وکړي. بس د جنګي جنون ويروس يې مغزو ته ننوتى دى. شاته نه ګوري چې وژل شوي خلک څوک وو؟ څوک يې تسليم کړل؟ او کوم هيواد يې فتحه کړ؟ په ځينو سيمو کې د هغوى د افرادو لخوا د ناوړه کړنو ترسره کول د تأسف وړ خبره ده. هغوى د ستونزو عمق ته د تلو پر ځاى په خپلو افرادو باندې د لګول شويو تورونو په ردولو بسنه کوي. جګړه کولاى شي خو د سياست په ډګر کې پاتې راغلل. د اوسنيو شرايطو کې په حساسیت نه پوهېږي.

قطر ميشتي طالبان اوس د نړۍ او نړيوالو په خبرو باندې پوهيدلي دي چې د زور له لارې د واک ترلاسه کول به ورته خورا بوږنونکې پايلې ولري. په نړيواله کچه د طالبانو د انزوا د کورنيو جګړو د پيل او د افغانستان د تباهۍ لامل ګرځيداى شي. ستونزه دلته ده چې د قطر د سياسي دفتر مشرانو او د جګړو په ډګر کې د جنګيدونکو طالبانو ترمنځ فکري توپيرونه د سولې پروسه پيچلتيا ته بيايي.

که مونږ غواړو چې افغانستان د تل لپاره یو متمدن هیواد وګرځوو، نو د توپک د شپېلۍ په زور به د واک ترلاسه کولو خونړۍ لاره بندوو. واک ترلاسه کول به د داسې قانون له مخې وي چې د اسلامي اساسي ارزښتونو ترڅنګ د بیان ازادي، د ټولټاکنو له لارې د ولسي ارادو تمثیل، مشارکت او بشري حقونو ته درناوى پکې شتون ولري. د توپک په ماشه واک ته رسيدلي خلک يوازې دومره کار کولاى شي چې دغه هېواد له يوه ناورين څخه بل ته وليږدوي.

د تيرو څلورو لسيزو مشاهدو او تجربو څخه مې دومره زده کړي چې کلي په زور نه کېږي، ياري په جواري نه کيږي، سوله د توپک له شپيلۍ نه راوځي، کورني بغاوتونه په وژلو نه حل کېږي. ورور د ورور په مقابل کې جنګیدل او جنګول که مجبوريت هم وي، خو په هيڅ ډول د وياړ وړتیا نلري.

د جګړو په دوام کې بې ګناه انسانان سرونه خوري خو ګټې یې د هغو خلکو په برخه وي چې د انسان له غوښو څخه ګټل شوې ډوډۍ يې خوراک، د معصومو ماشومانو وینه يې عائداتي سرچينه او د انبار شويو انساني جسدونو له نندارې څخه خوند اخلي. جګړه له نفرتونو، کرکو، ویرونو، ساندو، ماتمونو او دردونو پرته بل څه نه زیږوي. تعجب ده چې د بدو خلکو بد ژوند او بد مرګ د تاريخ په سينه کې ثبت دى، خو بد خلک بيا هم ورباندې سترګې پټوي. د لسګونو مليونه انسانانو له قاتلينو لکه نيپولين، هټلر، چنګيز او هلاکو څخه د هغوى خپل خلک هم نفرت کوي. ښه نوم نلري او مرګونه يې په بد حالت کې وو.

سوله د افغان ولس یوازينۍ هيله ده. سوله همت، حکمت او پياوړې اراده غواړي. خورا اړينه ده چې حکومت وسلوالو مخالفینو ته د ګواښونو او جګړو ته د زور ورکولو له لارې نه بلکې د راکړې ورکړې په فرمول د سولې پروسه پرمخ بوځي. نظام باید په هر حال خوندي او سوله باید تضمین شي. که طالبان د خپل راتلونکي رول په اړه فکر کوي، نو جګړه د ولسواليو او ولايتونو سقوط يې قطعاً حل لاره نه ده، بلکې فاجعه زيږوونکې ده.

که د سولې لپاره د پلان په جوړولو د ځنګل قانون پلی کيږي او يا هم په يوه او بله بانه د خپلې ډلې لپاره امتیازات غوښتل کېږي، نو په يقين سره وايم چې دغه وړۍ نه شړئ کيږي. بيا وړانديز دادى چې دواړه لوري خپلې غوښتنې په دقیقه او مشخصه توګه د مبهمو الفاظو کارولو پرته دريمګړي منصفه هيئت ته د پريکړې له مطلق واک سره وسپاري.

تیرو څلورو لسیزو جګړو د افغان ولس د زړه زور اوبه کړى دى. هر هغه څوک چې په لوی لاس ددې جګړې اوږدول غواړي، باید وپوهیږي چې دغه جګړې نه يوازې انساني ارزښتونه له منځه وړي، بلکې لرې نه ده چې ددې دوزخي اور لمبې یې د کور په انګړ کې هم را تاو شي.

که د تاریخ پاڼه راواړوو او د وژونکو له بد انجام څخه زده کړه وکړو، نو پوهيږو چې جګړې برياوې نه راوړي، بلکې د يو بل منل، بښل او سوله ييزه انګېزه د ژوند موخه ګرځول برياوې راوړي. د ختيځ او لويديځ المان يو کيدل، د جنوبي افریقا تور پوستو او سپین پوستو يووالی، په امریکا کې د تور او سپين يو کيدل او په روندا کې د دوو قومونو ترمنځ د قتل عام غچ اخيستنې هوډ پريښودلو ترشا د بښنې زغم او يو بل د منلو انګيزه پيدا او بيا دغو هيوادونو ته د پرمختګونو لاره پرانستل شوه.

د ارام اباد او ازاد افغانستان په هیله!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوي نجیب الله زاهد

جناب وحید صاحب الله دې وکړي چې ستاسو دغه د حقیقت نه ډکې خبرې دواړه لوري واوري او عمل پرې وکړي د دې ستونزې حل همدادی او بس. مننه

وحيد

مننه جناب مولوي صاحب محترمه
بس مونږ د هيڅ ډول امتیازاتو له غوښتلو او د مادياتو په تړاو له فکر کولو پرته د خپل ايمان او وجدان په غوښتنه د زړه خبره د يوه خواخوږي په صفت دواړو اړخونو ته کوو. نور نو په هغوى پورې اړه لري چې د يوه دوست په توګه يې ارزوي او که هسې چټيات يې ګڼي.
بيا هم مننه جناب مولوي صاحب

عبدالواحد اڅګزۍ

په دنیاکی اسلامی فتوحات ولی پرمخ ولاړ؟عدل ،انصاف اوورورګلوی پکښی وه ظلم تشدد اوخودخواهی نه وه پکښی څوک په زوره اسلام ته نه مجبوریدۍ جزیه به ځنی غوښتله کیده دونه چه هغه به یی بیرته په اجتماع کی په دوی مصرفوله زموږداچه وځانوته عالمان اومسلمانان وایی دقرآنکریم اواسلامه ندی خبردطالبانودپخوان حکومت هرجاهل طالب به پرسړکو-عزت والاخلک بیعزته کول نن دهرافغان پښی بلګ وهی چه بیاهغه زړه تجربه راباندی عملی نسی اۍ دقرآنه ناخبرودالله وبیریږۍ قرآنکریم زده کی اوعمل پروکۍ خلک دملکه مه بیزاره کوۍ.عبدالواحد اڅګزۍ

وحيد

اڅکزى صاحب محترمه
مونږ مجبور يو تير هير او د راتلونکي په هکله فکر وکړو. بله چاره نلرو. خداى دې وکړي چې پخواني بد کارونه او سهوې بيا تکرار نه شي

غوربندي

عبدالوحيد صاحب خبرې مو ښې خو … یې ډېرې کږې دي. زه د یوه خپلواک افغان په صفت پدې نظر یم چې د کابل اداره باید له ریښو سره له منځه ولاړه شي،، په لاندینیو دوه او اساسي دلایلو: ۱- نهایت مفسد، وطن دښمنه، قاتل او خاین عناصر پکې چارواکي دي او د خلکو وینې زبېښي،، ددې فاسد نظام له منځه وړل د هر افغان که هغه هندو دی که مسلمان که هزاره دی که پښتون ملی او ایماني وجیبه یې ده. ۲- شل کاله یې په زور او د خپلې خوښې فساد او حکومت کړی دی اوس باید د… نور لوستل »

وحيد

مننه غوربندى وروره د هر چا ارزونه او شننه فرق کوي. زه به ومنم چې زما خبرې تا ته سمې نه ښکاري. هغه ستاسو خپل ذهني ځانګړتیاوې او زما خپلې ذهني ترجيحات دي چې تا ته يې…. کږې ښکارى. زه ستا نظر ته د يوه افغان د نظر په توګه درنښت لرم او ورته ځواب نه درکوم. زه درسره موافق يم چې موجوده حکومت د فساد ريښې لري د زورواکانو مجموعه ده، د پرديو د لاس اله ده او په دغه هېواد کې يوازې د د خپلو ناوړه ګټو لپاره اوسيږي. مګر جنابه. نظام او حکومت توپير لري. افغانانو د… نور لوستل »

احمد

د غني په اقتصادي پلانونو خو مونږ پوه نشو چې ده څه کړي .ده د خپل حکومت شروع کې ویل چې په شپږو میاشتو کې ستاسو دسترخوان کې فرق راولم خو تر اوه کلو ورسته هم د ملل متحد احصایه اویا فیصد خلک د فقر تر کرښې لاندې ښې ، امنیت خو هسي د دې حکومت قلمرو کې نشته . اخلاقي فساد خو یې هغه زنانه پولیسې او دمړو شو عسکرو ښځې ښه بیانوي . په اداري فساد کې په نړیواله سطحه اول نمبر ، کومه مافیایي کړی چې له ارګ راتاو ده هره ورځ د یوه نوی پلان سره… نور لوستل »

Back to top button
7
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x