افغانستان

رويا رحماني: بېرته کابل ته نه ځم، هلته مې ژوند په خطر کې دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱ زمري، ۱۴۰۰ل): په واشنګټن کې د کابل حکومت ګوښه شوې سفيره رويا رحماني وايي، د دندې له بشپړېدو وروسته بېرته افغانستان ته نه ستنيږي؛ ځکه چې هلته يې ژوند له ګواښ سره مخ دی.

رويا رحماني رسنيو ته ويلي، د تېرې مې مياشت په ۱۷مه نېټه يې د بهرنيو چارو وزارت هغه ليک تر لاسه کړی و، چې په کې دې ته ويل شوي، د جون له پنځمې نېټې وروسته نوموړې نوره سفيره نه ده، خو په ليک کې د هغې د بلې دندې او کابل ته د بللو په اړه څه نه دي ویل شوي.

رويا رحماني، چې د خپل ماموريت پر مهال په پراخه مالي فساده تورنه وه، له درې کاله دندې تر سره کولو وروسته ګوښه شوې ده، خو اوس نه غواړي، چې بېرته کابل ته ستنه شي.

تېر کال امريکايي رسنيو ويلي و، چې مېرمن رحماني د سفارت د غورځېدلي دېوال د بيا جوړولو لپاره ۱.۸ ميليونه ډالر لګولي وو.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د يوه افغان چارواکي له خولې ليکلي، کېدای شي، چې ولسمشر غني د مېرمن رحماني د کارونو په اړه ځانګړی نظر ولري، خو په لرې کېدو کې يې دخيل نه و.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، هر ډيپلوماټ، چې درې کاله په بل هېواد کې دنده تر سره کړي، بېرته هېواد ته راغوښتل کيږي او له اړتيا سره سم بل ځای کې پر دنده ګومارل کيږي.

د کابل حکومت د بهرنيو چارو وزارت مرستيال حامد تهذیب ويلي، حکومت پرېکړه کړې، چې مېرمن رحماني بېرته کابل ته ستنه شي، د بهرنيو چارو وزارت د هغې تجربو ته اړتيا لري او په لنډ وخت کې به پر بله مناسبه دنده وګومارل شي، خو رويا رحماني ټينګار کړی، چې نه غواړي بېرته هېواد ته ستنه شي او لامل يې هم دا ښوولی، چې هلته يې ژوند له ګواښ سره مخ دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عظيمی

ته داوسني کابل اداری اصلی چهره يي۔ د وطن د خدمت ترنامه لاندي فساد وکی د ملت وینه و زبېښی او بیا پښي خپلي کي۔ د دي حکومت د لاسه د چا ژوند خوندي دي۔ او تاخو بیا تر سفارت زرين ديوال را تاو کړی او څه چه د دي زرو څخه پاته سول نو يو اميل۔ انګشتره او يو ښایسته څالګي هم په کښي در ورسېده او يا هم ولیکم چه د آينده غم دي و خواړه۔ الله دي تباه اونابوده که د ارګ حکومت سره۔

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x