افغانستان

د لسګونو عسکرو له تسلیمېدو وروسته طالبانو د نورستان کامدیش ولسوالي په بشپړه توګه ونیوله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱ زمري، ۱۴۰۰ل): د نورستان ولایت په کامدیش ولسوالۍ کې د لسګونو عسکرو او اربکیانو له تسلیميدو وروسته یاده ولسوالي په بشپړه توګه د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، په تسلیم شوو عسکرو کې ۶۰ تنه د ملي اردو عسکر، لسګونه اربکیان او د کابل ادارې نور منسوبین شامل دي، چې طالبانو ورته هرکلی ویلی او ملکي ژوند ته یې سوق کړي دي.

د نورستان کامدیش ولسوالۍ ګڼې سیمې چې پخوا هم طالبانو سره وې، په ځینو برخو کې یې د دولتي عسکرو بیزونه او پوستې موجودې وې، چې بالاخره د قومي مشرانو په منځګړیتوب دغه عسکر هم طالبانو ته تسلیم شول او یاده ولسوالي په ټولیزه توګه د طالبانو لاسته پرېوتله.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تردې وړاندې د نورستان ولایت منډول، دواب او برګمټال او د کونړ ولایت ناړۍ او غازي آباد ولسوالۍ هم نیولې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
قیامت دی

افرین خپل دکلیمی ورونه مه وژنی، صلحه وکری خو خلیلزاد خاین ته مو فکر وی چی سخت مکار دشمن دی. طالبه یاد ساته که د رسول الله په شان بر خورد وکری نو دیر شه خو که خپل مخکنی د تکبر پر خره سپور وی او هغسی جهالت دی د دین تر نامه لاندی کوی بیابه هغسی په غارو پت یاست لکه مخکی چی نه پاکستان خاین زای در کوی او نه به دلته سوک دوست لری ذلیل او زبون به ګرزی. ستاسو د لاسه به بیا دلته حق علما ژوند تریخ وی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x