افغانستانسولې اړوند خبرونه

غني: د روان امنیتي‌ وضعیت د بدلولو لپاره مو ټول چمتووالی نیولی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱ زمري، ۱۴۰۰ل): د کابل حکومت مشر «اشرف غني» وایي، د طالبانو له بې مخیني هجوم سره مخ دی او له امله یې پریکړه کړې چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې د روان حالت د بدلولو لپاره قاطع ګامونه واخلي.

غني چې نن یې د ولسي‌ او مشرانو جرګې ګډې فوق العاده ناستې ته وینا اوروله وویل، چې د طالبانو د بریدونو په وړاندې محکم درېږي‌ او په راتلونکو شپږو میاشتو کې امنیتي وضعیت بدلوي.

ده وړاندې زیاته کړې، چې کورنیو چارو وزارت به د لویو لارو او کلیدي سیمو امنیت ساتي او د ملي امنیت شورا دفتر او ملي امنیت ریاست به بیا د «ولسي بسیج» مدیریت کوي.

د غني له قوله، په دې کار کې د امریکا او نورو متحدینو قوي ملاتړ ورسره دی او د حالت د بدلولو لپاره یې ټول چمتووالی نیولی دی؛ ځکه دده په اند، تر هغه چې د جګړې ډګر تغیر ونکړي، طالبان جدي‌ خبرو ته نه حاضرېږي.

هغه که څه هم د خپل امنیتي‌ پلان په اړه ډیر جزئیات ورنکړل، خو طالبانو ته یې ګواښ وکړ، که مذاکراتو ته حاضر نشي،‌نو د جګړې په ډګر به یې «ګونډې» ور ماتې کړي.

نوموړي د سولې په اړه وویل، چې یاده پروسه په «کمزورو فرضیو»‌ راپیل شوه او هڅه پکې وشوه چې له جمهوریت څخه مشروعیت واخیستل شي او طالبانو ته مشروعیت ور وبښل شي، نو ځکه دوی ورباندې شکمن شول.

غني ددې تر څنګ د ولسي‌ جرګې له غړو وغوښتل چې له خلکو سره له خپلو شته رابطو ګټه واخلي او هغوی د طالبانو په وړاندې جګړې ته چمتو کړي.

دده په اند، د جګړې د مدیریت په هر ګام کې له «ورانۍ» سره مخ کېږي، خو عاطفي او احساساتي چلند نه کوي او محکم ګامونه اخلي.

د غني پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې حکومت په دې وروستیو کې پراخې سیمې له لاسه ورکړې دي‌ او طالبان توانېدلي چې په تېرو دریو میاشتو کې پر نږدې دوه سوه ولسوالیو ولکه ټینګه کړي.

دمګړۍ د ولایتونو ګڼ مرکزونه د طالبانو له لوري محاصره دي او ډلې، ډلې دولتي عسکر هغوی ته تسلیمېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
9 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوي نجیب الله زاهد

نن ټکۍ آسیا د هر مضمون په پای کې خپل زهر داسې (چې حکومت په دې وروستیو کې پراخې سیمې له لاسه ورکړې دي‌ او طالبان توانېدلي چې په تېرو دریو میاشتو کې پر نږدې دوه سوه ولسوالیو ولکه ټینګه کړي. دمګړۍ د ولایتونو ګڼ مرکزونه د طالبانو له لوري محاصره دي او ډلې، ډلې دولتي عسکر هغوی ته تسلیمېږي.)شیندي. الله دې د دې ملت په حالت ورحمېږي هریو بچی یې کوښښ کوي چې ددې ملت پیاوړی او باعزته بدن زخمي زخمي کړي. پدې ورځو کې ددې وطن د خپلو بچیانو په لاس د دې وطن ویاړلی او باعزته بدن… نور لوستل »

ګل احمد

مولوي زاهد صاحب! ناحقه دي ځان ته ساده موضوع مغلقه کړې ده. د ولس هر بچی غواړي چي دا ملت وژغوري او د بهرني عسکرو وتلو افغانانو ته دا طمع ورپیدا کړې ده چي د کابل غله د بیت المال د تصرف څخه سبکدوشه کړي. د کابل غله د لوچګي د مخي د خپل پاته ځواک په مټ ولس په مرګ ویرول غواړي. موږ عاجز نه یو. بې اتفاقه یو.د کابل د خونخوره رژیم پر ضد باید متحد سو. دوې هندواڼې په یوه لاس کي نه نیول کیږي. دوه حکومته په یوه هیواد کي نه چلیږي. موږ باید د یوه… نور لوستل »

عظيمی

بیشکه اصلی خبره اوس وکړه دبوش وراره۔ ملی شتمنی مو خپلو بانکو حسابو ته انتقال کړی دی۔ موزيمونه چور کړی دي۔ بال او بچ مو د افغانستانه ایستلی دي کډه مو تړلی ده چه ضرورت ورته نه وو د کابل پر سرکانو خرڅلاو ته په کم قیمت وړاندي شوي دی هر يوه اضافه نیکران او ډایپرونه د لاس په بستو کو څځاي پر ځاي کړی دي۔ نو الله پاک دي د بدلون ورځ ژر راولی۔

عبدالرقیب

درواغ وایي دا منافق! تر پرونه پوري یې زړه ته نه ولویدل چي بهرنیان وځي اوس یې چمتو والی څه وخت ونیوی. دی فقط او فقط خپلي د چور ورځي او شپې اوږدوي. دا د بیریانو اتڼ دی. افغانان باید د خپل هیواد او سرنوشت د سمون لپاره سره یو سي او د د لاري قبضنیولي په لغته د لاري څخه لیري کړي چي نه ځان خالي کوي او نه د لاري څخه لیري کیږي.

ګل احمد

کاشکي طالبانو هم ایف ۱۶ طیارې درلودلای او دا غونډه یې د همدې خاینانو څخه ډکه بمبار کړې وای. په افغانستان کي به د څو ساعتو په درشل کي سرتاسري او دایمي صلحه برقراره سوې وه
ای

جاوید

تکړه شه غنی خانه چې پسې دې نکړي.
دوه ستا لخوا وژل کیږي او درې د طالب لخوا او ستا چمتو والی به لا ښکاري هم نه.
زه چې ستا دا متن لولم لا شرمیږم خو ته یې چې په خوله وایې هیڅ شرم نکوې؟ ستاسې غادرینو یې پرې څه؟ خپل اولادونه مو په امریکا، استرالیا، هندوستان، انګلنډ او د ځینو طالب صاحبانو کم تر کمه په کويټه کې اوسي او دلې مري نو د یوې بدبختې افغانې مور زوی او د یوې ورورمړې خور ورور به مري ستاسې یې پرې څه.

الله مو تباه کړه! آمین

دکتور مجاهد

حیران پاتی یم چه نوم یی په لویه بمبولۍ کی هم نه ځایږی ، د اسلام دښکلو اصطلاحاتو او نومو استفاده کوی خپل وزن زیاتوی او لا مسلمانان خطا باسی. د هیواد د ولسوالیو، ولایتو او بالخره د کابل فتحو ته ( مولوی نجیب الله زاهد صاحب ) د نن اسیا زهر شیندنه وایی؟ که نوموری به رښتیا مولوی او رښتونی زاهد وی د اسلامی امارت به مشرتابه یا به جهادی قوماندانانو کی وو لا به یی هلته همدا د قضا دنده تر سره کولی مګر دا بدمرغه هم د اوقافو د وزیر په شان د مجاهدینو فتحو ته زهر… نور لوستل »

دکتور مجاهد

د فیسبوک نوم باید بیک بوک وی ، غنی ، امرالله صالح ، عبدالله او داسی نور پکی هم زما او ستا او یا د نړیوال استعمار د پاره زور روا او مظلوم بشریت د پاره زور ر وا نه دی ؟؟.د زاهد او جاوید په نوم چه زړه یی غواړی هغه ولیکی ، حالاتو ته ګوری د اشغلګرو حضور کی د هغوی په تمویل او تجهیز غره او مغروره وو د غلامی اداری څخه به یی د احمدشاه او میرویس نیکه دوره جوړوله ، اوس چه مجاهدین بریالی او میړنی ښکاری هم مجاهدینو هم د کابل غلامی اداری پسی… نور لوستل »

جاوید

دوکتور مجاهد صاحبه مننه. لومړئ خو به دا درته ووایم چې زه نه کوم ډالر خور یم او نه هم کوم کلدار خور چې د قطع کیدلو څخه یې وبیریږم، ساده ژوند او شخصي کار او بار لرم او الحمد لله له الله څخه راضی. له زاهد صاحب څخه نه یم خبر خو هو! د دریمې ډلې سړی یم چې حق او ناحق به یې لوستونکو ته پریږدو ولې زما درد د غوایي له کودتا څخه پیل شوی: کمونستانو را څخه پلار او ترونه واخیستل، ځکه چې هغوی مجاهدین وو. مجاهدین چې واک ته ورسیدل نو پلرنی کور یې هم… نور لوستل »

Back to top button
9
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x