افغانستان

د سلسله علي خېل د اختطاف قضيې څېړلو لپاره حکومتي پلاوی اسلام اباد ته رسېدلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱ زمري، ۱۴۰۰ل): د کابل حکومت د بهرنيو چارو وزارت وايي، په اسلام اباد کې د افغان سفیر نجيب الله علي خېل د لور سلسه علي خېل د اختطاف قضيې د څېړلو لپاره يو پلاوی اسلام اباد ته رسېدلی دی.

د بهرنيو چارو وزارت وياند «ګران هېواد» رسنيو ته ويلي، دغه پلاوی د سلسله علي خېل د تښتونې قضيې د څېړلو لپاره اسلام اباد ته تللی او هلته به له پاکستاني چارواکو سره په روانو څېړنو کې مرسته وکړي، خو په دې اړه يې نور جزئيات نه دي ورکړي او نه يې هم دا ویلي، چې په دې پلاوي څوک شامل دي.

د بهرنيو چارو وزارت وايي، سلسه علي خېل د تښتونې پر مهال له فزيکي او روانې شکنجو سره مخ شوې ده، د پاکستان حکومت بايد دغه مجرمين ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

د پاکستان لومړي وزير عمران خان وړمه ورځ په اسلام اباد کې له يو شمېر افغان خبريالانو سره د خبرو پر مهال ويلي و، چې سلسه علي خېل په کومو ټيکسيانو کې سفر کړی و، هغه ټول موټر چلوونکي يې نيول شوي او د امنيتي کامرو کومې ويډيوګانې او انځورونه، چې تر لاسه شوي، د هغو پلټنه هم روانه ده.

عمران خان زياته کړې وه، چې د سلسه علي خېل د اختطاف قضيې پایلې به له کابل سره شريکې کړي.

تر دې وړاندې د پاکستان د کورنيو چارو وزیر شيخ رشيد احمد ويلي و، چې پيغله علي خېل تښتول شوې نه ده، بلکې دا قضيه يې د پاکستان پر ضد د هندي استخباراتو يوه دسيسه بللې وه.

ښاغلي رشيد ويلي و، دوی د امنيتي کامرو ټولې ويډيوګانې او انځورونه تر لاسه کړي او د دغو ويډيوګانو له مخې داسې نه ښکاري، چې سلسه علي خېل دې تښتول شوي وي.

خو د کابل حکومت د بهرنيو چارو وزارت د شيخ رشيد څرګندونې رد کړي، هغه يې له وخت مخکې او غیر مسلکي بللي دي.

د بهرنيو چارو وزارت ټينګار کړی، چې کوم جنایت له طبي څېړنو ثابت وي، د توجيه لپاره يې دلیل تراشل هېڅ ګټه نه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالرقیب

لمړی یې د حمل نیولو په اړه تحقیقات وکړی چي حمل صورت نیولی دی که نه. که چیري حمل صورت نه وي نیولی نو د قضیې څیړلو ته اړتیا نسته. چي ماشوم نه وي نو د ماشوم د پلار پیژندلو ته څه اړتیا سته. دا کوم پیغله یا حیا ناکه نجلۍ وه چي پر ژوند به یې منفی اغیزه سوې وي. زما په فکر سلسله غواړي چي هغه شخص وپیژني چي په بیهوشي یې مینه ورسره کولو سره دا د لزته محرومه ساتلې ده. دلته په پر ولسي وګړو باندي بمباري موضوعاتو څیړنه ډیر اولیت لري.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x