دیني، سیرت او تاریخ

په اسلام کې د مسجد مکانت‎‎

عزام حقاني

مدینې ته د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د هجرت او هلته له رسېدلو سره سم تر هر څه وړاندې د مسجد جوړولو څخه دا حقیقیت په ډاګه کېږي چې مسجد په اسلام کې له لوی اهمیت او مکانت څخه برخمن دی.

د اسلام ټول عبادتونه د نفس پاکوالی، د اخلاقو تزکیه دلته ترسره کېږي، او د مسلمانانو تر منځ د یووالي او مرستې تړون ځواکمنوي.

د جمعې او اخترونو لمونځونه د مسلمانانو تر منځ د اتحاد، اتفاق او وحدت قائمولو هغه قوي رمزونه دي چې د دنیا په هیڅ دین او ملت کې نشته.

مسجد د مسلمانانو په ژوندانه کې لوی روحي شان او حیثیت لري، ځکه مسجد د دوی لیکې متحدې کوي، نفسونه یې پاکوي، عقلونه یې راویښوي، ستونزې یې حل کوي.

اسلام کې د مسجد تاریخ ثابته کړې ده چې له مسجد څخه داسې لښکرې راوتلي چې ځمکه یې د شرک له چټلیو، ظلمونو او تیارو څخه د ایمان او هدایت په نور سره پاکه کړې ده.
له مسجد څخه د ظلم، وحشت او بربریت په خلاف د عدل او انصاف چیغه راوتلې.

مسجد کې د اسلامي تمدن تخم راشین او وده یې وکړه.

مسجد څخه هغه اواز را ووت چې انسان یې د انسان له بنده ګۍ، جهنم او ظلم څخه خلاص د خپل خالق عبادت، جنت او عدالت ته راوست.

له مسجد څخه هره اوونۍ د طاغوت او ظلم په خلاف د حق کلمه خپرېدله.

خو دا چې نن موږ ګورو مسجدونه له خپلې لویې دندې څخه معطل پاته شوي دي، د کفر، وحشت او بې دینۍ په خلاف خاموش دي، دا د استعمار لخوا د مسلمانانو پر خاوره د تپل شویو نظامونو او حکومتونو د حاکمیت له کبله دي چې هغوی ځینې ارتزاق شویو مؤظفینو خطیبانو او ناپوهانو په ګمارنه د مسلمانانو دغه مهم ځایونه چې د مسلمانانو تر منځ د اتحاد په راوستلو د غلیمانو په خلاف د صفونو د جوړولو او منظمولو، د شرک او ظلم په خلاف د اواز اوچتولو کې څرګند رول درلود اشغال کړي دي.

که چیري همدا نن دغو مهمو ځایونو ته په شریعت پوه عالمان، الله او پیغمبر ته مخلص دعوتګران او د مسلمانانو خیرخوا علماء پورته شي، نو مسجد به یو ځل بیا د خلکو په روزنه، د اتلانو په را بهر کېدو کې، د فساد او شرک په اصلاح کې، له منکر سره په جګړه، د اسلامي حاکمیت په بیا احیاء کې او د تقوا پر اساس د ټولنې رامنځته کېدلو کې خپل رسالت اداء کړي.

په هرات ولایت کې د رباني عالم مجیب الرحمن انصاري لخوا له مسجد څخه د ظلم، طاغوت او استعمار په خلاف د حق اواز اوچتول هغه مړه امیدونه را ژوندي کوي، چې امت یې له لسګونو کالو راهیسي انتظار کړی.

که په نورو سیمو کې هم د مسجدونو خطیبان ورته ګام واخلي، ډېر ژر به د کفر او ظلم کمبله د مسلمانانو له ټاټوبي نه ټوله شي. اسلامي حاکمیت ته به لار هواره شي.
د مسلمانانو پر تجمع او وحدت به مثبت اغیز وکړي.
او یو ځل بیا به مسجد د لویو شخصیتونو د روزنې په پایګاه بدل شي.
والسلام

و ماذالک علی الله بعزیز

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x