افغانستان

طالبان: د غني له لوري‌ د جګړې اعلانونه د هغه عمر نشي اوږدولای

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱ زمري، ۱۴۰۰ل): وروسته له هغه چې د کابل حکومت مشر‌«اشرف غني» ګواښ وکړ، چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې به طالبان ځپي، طالبانو یې په وړاندې غبرګون ښودلی او د نوموړي څرګندونې یې د وارخطایۍ د کابو کولو هڅه بللې.

نن اشرف غني د ولسي جرګې په تالار کې د ملي شورا غړو او نورو لوړپوړو چارواکو ته د روان امنیتي‌ وضعیت په تړاو وینا واوروله او هغوی ته یې ډا‌ډ ورکړ، چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې به امنیتي وضعیت کابو کېږي او د امریکا او متحدینو په ملاتړ به د ولسي بسیج له لارې د طالبانو په وړاندې جګړه توندېږي.

ده طالبانو ته د جګړې په ډګر کې د «ګونډو» ماتولو ګواښ‌ وکړ ځکه دده په اند، تر څو چې د جګړې په ډګر کې لوري تغیر نه وي کړی تر هغه مهاله طالبان د سولې مذاکراتو کې جدي برخه نه اخلي.

د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» د نوموړي څرګندونې «اوتې بوتې» بللي‌ دي او‌ په خبره یې، نوموړي د همدې څرګندونو له لارې غوښتل « خپل وارخطا حالت او بد وضعیت کابو کړي.»

د مجاهد له قوله، د جګړې اعلانونه او د تورونو پورې کول به د غني عمر اوږد نکړي « دغني لخوا دجنګ اعلانونه،اتهامونه پورې کول اوکاذب معلومات خپرول، هغه ته عمر نشي ورکولای، نور دهغه وخت پای ته رسیدلی، ان شاء الله.»

یاده دې وي، چې اشرف غني تر دې وړاندې هم د طالبانو په وړاندې د سختې جګړې د پيلېدو ګواښ کړی و، چې طالبانو یې په غبرګون کې نوموړی د راتلونکو شپږو میاشتو د هر ډول بد حالت مسئول بللی و.

د غني ګواښونه وروسته له هغه دي، چې طالبان وتوانېدل په تېرو څه باندې دوو میاشتو کې نږدې دوه سوه ولسوالۍ، مهم ښارګوټي او بندرونه ونیسي او د حکومت له ولکې یې وباسي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ګل احمد

په قرآن شریف کي د بلعم بن باعورا او غني په شان خلګو په اړه الله تعالی داسي مثال ورکړی دی لکه د سپي چي هیڅ ورته ونه وایې هم درته غاپي او چي وې وهې هم غاپي. یعني که ښه ورسره وکړې که بد د دوئ کار غپا ده او د خپلو خواهشاتو او شهوتونو پسي ورک دي. اشرف غني رولا اینډ کمپني د کابل ادارې له طریقه راتلونکي ورځنیو عوایدو ټولولو باندي بوخت دي او د نورو ځامنو ته وایي چي شپږ میاشتي لا وجنګیږئ. د هیواد مسئولیت اوس ټول د طالبانو او د هر ولایت سینئزو چارواکو… نور لوستل »

طاهر ثابت

ګل صیب په لاس دی ګلونه
دغنی ـ رولا حکومت. که هغه داسی ولیکو: په افغانستان باندی دغنیـرولا داداری دظلمونو وخت کم سوی؛ دغنیـرولا حکومت اوس اوتی بوتی وایی؛ دغنیـرولا دخونخوارانو ویاند ویلی دی؛ دغنيـرولا اجیر … زه وایم خوندور دی.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x