افغانستان

طالبان: زموږ تر واک لاندې سيمو کې تعليمي بهير د پخوا په څېر روان دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱ زمري، ۱۴۰۰ل): طالبان وايي، د دوی تر واک لاندې سيمو کې تعليمي بهير د پخوا په څېر په عادي شکل روان دی، هېڅ ستونزه نه ده رامنځته شوې او نه هم کوم مضمون له تدريس څخه ويستل شوی دی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر پيغام کې د کابل حکومت د چارواکو هغه ګنګوسې رد کړې، چې ګواکې طالبانو تر خپل واک لاندې سيمو کې د يو شمېر مضامينو پر تدريس بنديز لګولی دی.

ښاغلي مجاهد په دې اړه د کابل حکومت د مشرانو هغه څرګندونې «پروپاګند» بللي، چې ګواکې طالبانو تر خپل واک لاندې سيمو کې پر يو شمېر مضامينو بندیز لګولی دی.

نوموړي دا سپيناوی په داسې حال کې کړی، چې د کابل حکومت ځينو چارواکو رسنيو ته ويلي و، چې طالبانو د خپلو پرمختګونو او د نوو سيمو له نيولو وروسته تر خپل واک لاندې سيمو کې پر ځينو مضامينو بنديزونه لګولي دي.

له تېرو څه باندې دوو مياشتو راهيسې طالبانو د هېواد په شمال، مرکزي ولايتونو، جنوب او ختيځ کې له دوو سوو زياتې ولسوالۍ او سلګونه پوځي مرکزونه نيولي او زرګونه عسکر ورته تسليم شوي دي.

طالبان او حکومت دواړه وايي، چې دغه سيمې او پوځي مرکزونه د جګړې له لارې نه دي نيول شوي.

طالبانو ټولو ملکي مامورينو او حکومتي کارکوونکو ته ويلي، چې خپلو کارونو ته ادامه ورکړي او هغوی ته يې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
قیامت دی

خدای دی خوار که په تول روزګان کی سو لیسه لری؟ په تول زابل، هلمند ، قندهار، بادغیس، غور او…..کی سو لیسی لری؟ کوم کتاب ورته تدریسوی؟ مواد او لابراتوار دی چیری دی؟ معلم دی چیری دی؟ کمپیوتر لب دی چیری دی؟ وه ظالمه نور خلک نسی غولولای چی مکتب مرقات المرات، مستخلص او…. ورته وایی!!! تاسو ظالمان د سم دفتر درته تسلیم سی تاسو یی خراب کری ولی؟ مکتب سوزوی؟ د برق او تلیفون خده چپه کوی؟ یاد ساتی تاسو به داسی منفور سی چی د ملا د نوم خخه به دخلکو بد رازی. قسم په عالم می او… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x