افغانستان

هرات کې چاودنې دیارلس تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱ زمري، ۱۴۰۰ل): د هرات ولایت په مرکز کې چاودنې درې تنه ولسي وګړي او لس نور ټپيان دي.

طلوع نیوز د خپلو امنیتي سرچینو په حواله لیکلي، چې په هرات ښار کې د حاجي عباس محلې ته نږدې د ولسي وګړو لېږدوونکي بس کې چاودنه شوې چې له امله یې د ښځو او نارینه وو په ګډون دیارلس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د سرچینو په حواله، چاودېدونکي توکي په «فلاینکوچ» بس کې دننه ځای شوي وو، چې د چاودېدو له امله یې درې تنه وژل شوي او د ښځو په ګډون لس نور ټپيان دي.

تر دې دمه د چاودنې مسئولیت چا نه دی منلی؛ خو دغه چاودنه داسې مهال ده، چې په یاد ښار کې د طالبانو او حکومتي ځواکونو تر منځ درنې نښتې روانې دي او طالبان توانېدلي چې د ښار ځیني برخې تر ولکې لاندې راولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ګل احمد

چي په اشهد باللله قصم اخلو لا ویلای سو چي دا کار د طالبانو نه دی. د اسماعیل خان اینډ کمپنۍ + امنیت ملي لخوا و هغه ولسي مشرانو ته جواب دی چي ورټول سوي وه او ورته ویلي یې وه چي موږ په ښار کي جنګ نه غواړو

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x