افغانستان

هاشم الکوزی: حکومتي الوتکې په ړندو بمباريو کې د ښځو او ماشومانو په شمول ولسي خلک وژني

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱ زمري، ۱۴۰۰ل): په مشرانو جرګه کې د هلمند د خلکو استازي او د امنيتي او د دفاعي کميسيون مشر هاشم الکوزي ويلي، چې حکومتي الوتکې پر ولسي خلکو ناتاره ړندې بمبارۍ کوي او ټول قربانيان يې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي وګړي دي.

سناتور الکوزي له شمشاد ټلويزون سره د مرکې پر مهال ويلي، د هلمند ټولې څوارلس ولسوالۍ او د مرکز لښکرګاه لس يا يوولس امنيتي حوزې سقوط شوي دي، اوس د دوو حوزو ځينې برخې، د ولايت مقام، امنيه قومندانۍ، محبس او پر ملي امنيت رياست جګړه روانه ده.

ښاغلي الکوزي زياته کړې، چې حکومت ناکام شوی دی، د اشرف غني او د هغه د حکومت له لوري ولس په اور کې سوځي او غوښتنه يې کړې، چې نور بايد حکومت پرېږدي او شرم وکړي.

نوموړي ويلي، چې لرې پرتې ولسوالۍ يې ونه شوې ساتلی، نو په ښار کې هم بايد جګړه ونه کړي او سيمه پرېږدي.

د هلمند مدني فعالان هم وايي، حکومتي الوتکې د ولسي خلکو پر کورونو بمبارۍ کوي.

په ملي شورا کې د هلمند د خلکو نور استازي هم وايي، که وضعيت همداسې دوام وکړي، لښکرګاه ښار به ژر سقوط شي.

په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازې شګوفې نورزۍ ويلي، د هلمند ټولې ولسوالۍ او د مرکز لښکرګاه ډېری حوزې د طالبانو لاسته لويدلي او که وضعيت همداسې دوام وکړي، نو ډېر ژر به د ولايت مقام، امنيه قومندانۍ او محبس هم سقوط شي.

خو دفاع وزارت ادعا کوي، چې په لښکرګاه او شاوخوا سيمو کې يې پر طالبانو درنې بمبارۍ کړي او د ګڼو طالب جنګياليو د وژلو ادعا يې کړې ده.

طالبانو هم ويلي، چې حکومت د لښکرګاه په ګڼو سيمو کې پر ولسي خلکو بمبارۍ کړي، چې له امله يې د ښځو او ماشومانو په شمول لسګونه ملکي وګړي وژل شوي او کورونه يې ويجاړ شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ملا جانان

هغه د ګورګین د وختو قصې دي چي کله صفویانو او ګرګینیانو د پښتنو خپلواکي غوښتونکو پر سر د یوې اشرفۍ انعام کښیښود نه چارواکو به د خپلو هغو عسکروسرونه و خپلو واکمنانو د انعام ګټلو لپاره لیږل چي د پښتنو خپلواکي غوښتونکو سره په جګړه کي وژل سوي وه. اوس هم د کابل ښاروالي وزارت دفاع دي د هغه امنیت ملي کارمندانو، دفاعیانو او کابل ادارې ته خوشبینو خلګو د کورنیو د غړو مړي دي غني ته په طالبانو نه تیروي چي د دوئ په ړندو بمباریو کي وژل کیږي. نور نو دي هغه خلګ شرم وکړي چي د… نور لوستل »

قیامت دی

ولی یی بمباروی زکه چی طالب د عامو خلګو په کورو ورننوزی. حکومت ظالم هم د یو سو طالبو په خاطر بمبار وکی. دوهم دا پلیوتان هم وناکه چندان شیان وی. هاشم الکوزی قاچاقبر رشوت خور دی هلمندیان او اولس دی شه پیزنی. دیره ##انسان دی

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx