افغانستان

طالبانو په هلمند کې د شریعت غږ راډیو نشرات پیل کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه،۱۱ زمري، ۱۴۰۰ل): د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه د زیاتره برخو او د ملي راډیو تلویزیون د دفتر له نیولو وروسته اوس طالبانو هلته د شریعت غږ راډیو خپرونې پیل کړې دي.

د هلمند ولایت لپاره د طالبانو ویاند حافظ راشد هلمندي ددې خبر پخلی کړی او زیاتوي چې له شلو کلونو وروسته په لښکرګاه ښار کې ددوی رایويي خپرونې اورېدل کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو نن ماسپښین ناوخته د هلمند ولایت لومړۍ امنیتي حوزه کې د ملي راډیو تلویزیون دفتر ونیولو او هلته یې د امنیت لپاره ځانګړي کسان ځای پرځای کړل.

د ملي راډیو تلویزیون دفتر ته د ننوتلو پرمهال هلته کوم مامور موجود نه ؤ، ځکه د یاد دفتر مامورین دوه ورځې وړاندې رخصت کړل شوي وو.

باید وویل شي چې په لښکرګاه کې د شدیدو نښتو له کبله څلورو تلویزیونونو او ۹ رسنیزو ادارو خپل فعالیتونه ځنډولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
قیامت دی

افسوس په تاسو د اسلام نوم په اروپا او جهان کی وشرماوه

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x