افغانستان

هوايي او توپچي بریدونو په هلمند او کندهار کې لسګونو ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۲ زمري، ۱۴۰۰ل): په هلمند او کندهار ولایتونو کې د توپچي او هوايي بریدونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي(یوناما) وايي، په کندهار ښار او لښکرګاه کې د تیرو درې ورځو د جګړې په جریان کې ۱۵ تنه ملکیان وژل شوی او ۱۴۳ نور ټپیان دي.

د یوناما د معلوماتو له مخې له دغې جملې څخه په لښکرګاه د وژل شوو ملکیانو شمېر ۱۰ تنه او د ټپیانو شمېر ۸۵  تنه دی، په داسې حال کې چې بیا په کندهار ښار کې د وژل شوو ملکیانو شمېر ۵ تنه  او د ټپیانو شمېر ۵۸ تنه ښودل کیږي.

له بل پلوه د هلمند ځايي خلک بیا وايي، چې یوازې په تیرو څلرویشتو ساعتونو کې د هوايي  او توپچي بریدونو له کبله ۸۷ تنه ملکيان وژل شوي، چې ډیری برخه یې ښځې او ماشومان دي.

ددې سربیره ګڼ ملکيان ټپیان شوي او په لسګونو کورونه، دوکانونه او عامه ځایونه ویجاړ شوي هم دي. په ځینو ساحو کې حالات دومره کړکیچن دي چې خلک نه شي کولای خپل مړي پورته کړي او یاهم ټپیان روغتون ته ورسوي.

د هلمند سره څنګلوري ولایت کندهار کې د میرویس روغتون چارواکو د معلوماتو له مخې د تیرو درې ورځو په جګړو، هوايي او توپچي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۶۰ ملکیانو د مرګ او ژوبلې خبر ورکړی دی.

په کندهار ښار کې له وړمې شپې راهیسې د دولتي الوتکو ترڅنګ امریکايي  الوتکو هم سخته بمباري کړې او د ښار له زړه څخه د ملاصاحب د سرای(صفر درې) قطعې عسکرو ډیسي توپونو ته هم کش ورکړی چې تر ډیره یې ښاریان ترهولي او د شاوخوا کورونو هیندارې یې هم ورماتې کړي دي.

که څه هم د لوی کندهار خلکو په کابل ښار کې د یوناما دفتر مخې ته اعتراضیه خیمې په درولو سره په کندهار او لښکرګاه ښارونو کې د جګړې د فوري بندولو غوښتنه وکړه؛ خو لاهم ددوی غږ ته مثبت ځواب نه دی ویل شوی او هلته جګړې او هوايي بمبارۍ په شدت سره روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کندهار قومي مشرانو او متنفذینو سره د لیدنې پرمهال د طالبانو والي حاجي محمدیوسف وفاء له ښار څخه د جګړې د لرې کولو په موخه د طرحې جوړولو لپاره هغوی ته پوره اختیار ورکړی ؤ؛ خو په کندهار د کابل ادارې والي او پوځي قومندانان په جګړې ټینګار کوي او د ښاریانو غوښتنې منلو ته تیار نه دي.

باید وویل شي چې د لښکرګاه او کندهار ښار زیاتره برخې طالبانو نیولي او یوازې د ولایت مقام، امنیه قومندانۍ، هوايي ډګر او ځینو نورو دولتي ودانیو د کنترول لپاره دولتي ځواکونه هڅه کوي د طالبانو بریدونه په شاوتمبوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ملا جانان

د دې ماشومانو د قتل د مسئولیته که خدای پاک ج هر څوک او د هري خوا مشر ونیوی، بې له شکه به یې ځای دایمي دوږخ وي. الله تعالی ج هر څه ویني، اوري او احساسوي. دا پیښه د ځینو خلګو د قصد او د ځینو د غفلت پایله ده. ښارونه د جنګ ځایونه نه دي او د کابل د ادارې اقتدار د یوه افغان تر ژوند زیات ارزښت نه لري. هغه څوک چي مسئولیت بل ته راجع کوي، د واک لرلو حق د ځان څخه اخلي. نه غواړم چي د دې پیښو د مسئولینو په اړه الله تعالی… نور لوستل »

ګل احمد

د کابل واکمنان ولي دا فکر کوي چي د هیواد ۳۹ ملیونه ولس د دوئ مریان دي او باید د دوئ ته غیر مشروطه وفاداري ولري؟ او د اختلاف لرلو جرم یې وژنه ده؟ ولي افغانان نه سي کولای چي د هیواد ۱.۵ ملیون مامورین د دندو ګوښه او په عوض یې ولس ته وفاداره مامورین وټاکي؟ ایا دا د افغانستان اسلامي جمهوریت دی او که د افغانستان مطلق العنانه ډیکټاټوري؟ دا ګوله ګوله سوي جسدونه د تصویر په ژبه په چیغو چیغو دا پ،ښتنه کوي؟ څوک سته چي جواب ورکړي؟

قیامت دی

کله چی د طالب ظلم وحشت او جاهلیت او غلامی ووینم نو سخت نفرت می ورخخه وشی حتی شیرا ورته کوم. کله چی بیا د دولت د مشرانو عیاشی زنا لواطت، شراب فساد او بربریت ووینم داسی نفرت می ورخخه وشی چی وایم زای یه جهنم کری یا ربه. باور وکه خپل پر ایمان بیریزم اخر ووایم یا ربه هغه راولی چی ستا خوش وی. اوس خو هم طالب او هم حکومت غلام اوظالمان دی.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx