ادبي لیکني

“اختطاف” «لنډه کيسه»

نعیم ستومان

د هسکې خټینې کلا تر مخ موټر سایکل برېک وواهۀ، دوه څڼور زلمي ښکته شول، یو دنګ ځوان ورمخ ته شو د بندې دروازې پر یو پله راځړیدلی ځنځیر یې د لاس پۀ ګوتو وخوځاو، څو قدمه یې شاته واخیستل پۀ مړه پوټی خاوره یې د بوټانو دراندۀ خاپونه ښکاره شول. شیبه وروسته د یوې بوډۍ غږ لۀ کلا راووت
ـــ څوک یاست او څۀ مو پکار دي؟

دنګ ځوان پۀ ګوړګوتیو ویښتو خامک څادر راکش کړ لږ ورمخ ته شو پۀ ټیټ غږ یې وویل:
ـــ طالبان یو؛که وچه ډوډۍ وي نو…
خبره یې لا پوره کړې نه وه درب شو دروازه خلاصه شوه د زړې ښځې پۀ سترګو کې ځلا لۀ ورایه معلومېده؛ پۀ خوښۍ یې وویل:
همدا اوس یې رالیږم، دا یې وویل پۀ سختۍ سره یې ګړندي ګامونه واخیستل
دنک ځوان پۀ کمربند کې بندو شاجورونو باندې لاس وواهۀ، مخابره یې چالان کړه.
غږ یې لوړ کړ دېوال ته ناست ملګري ته یې د لاس پۀ ګوته اشاره وکړه، لږ وخت وروسته یې تر مخ د منځني قد ځوان ودرید. دنګ ځوان وویل:
ـــ نن بۀ وختي ډوډۍ وخورو کیدی شي قومندان د کوم پلان د عملي کولو امر وکړي.
ـ مخ ته ولاړ ځوان پۀ سینه لاس کیښود ورو یې وویل:
ـ امر مو پر ځای کیږي.
شیبه وروسته دروازه خلاصه شوه کوچنی ماشوم راغی پۀ پلاستیکي کڅوړه کې وچه ډوډۍ یې پر موټر سایکل کېښوده د هارن توره بټنه یې کیکاږله، منډه واخیسته،پۀ کلا ننوت.
دنګ ځوان پۀ موټر سایکل پښه واړوله د ماسپښین سیوری بیرته راګرځېدلي و. شیبه وروسته د وچې ډوډۍ ډک دسترخوان د مجاهدینو تر مخ وغوړول شو، د شنۀ چای تش ګیلاسونه یې یوې خواته کېښودل، د څنګ د دېوال مخ لوګیو تور کړی و، دېګ وخوټېدۀ.
ماشومانو پټیو کې لوبې کولې، یوه نیمه تیږه به یې د مرکز بام ته وار کړه او نور به یې ځانونه پۀ کوڅه کې غیب کړل.
لۀ دسترخوان ګڼ مجاهدین تاو شول؛ پۀ دیوال کې د راځوړندې مخابرې غږ پورته شو
ـــ د سیمې ټولو نظامي او غیر نظامي مجاهدینو د پام وړ!
محاهدین څک شول د وچې ډوډۍ ګولې یې همداسې پۀ ګوتو کې نیولې پاتې شوې
د هرې سیمې مسؤل مکلف دی چې خپله ساحه تر څار لاندې ونیسي او متهم کسان د شریعت منګولو ته وسپاري، هڅه د وکړي چې خپل مسولیت پۀ سم ډول اداء کړي.
دنګ ځوان ډوډۍ بیرته پۀ دسترخوان کیښوده، ویړ څادر یې ورټول کړ وسله یې غاړې ته کړه تندی یې تریو شو پۀ زوره یې وویل:
ـ زمونږ پۀ شتون کې اختطاف؟ معلومه ده چې ما او مجاهدینو مو سم مسؤلیت نه دی اداء کړی.
ماشومانو منډه راوخیسته د دنګ ځوان مخې ته ودریدل پۀ څهرو کې یې ویره لۀ ورایه معلومیده، یو ماشوم د دنګو چنارونو تر مخ پاخه سړک ته ګوته ونیوله، پۀ ورخطایۍ یې وویل:
ــ لۀ هغه ځایه یې وتښتاوۀ
پۀ دسترخوان د لوبیا ډک غابونه همداسې ډک پاتې شول
قطار موټر سایکل د کلیو پۀ کوڅو کې تیت و پرک شول.

د سهار لمر د هسکو غرونو پر څوکو څرک وواهۀ،د خړې پراخې دښتې غېږ لۀ خلکو ډکه شوه
قومندان د خلکو تر مخ د خبرو پۀ جریان کې لۀ خلکو لومړی بخښنه وغوښته او ډاډ یې ورکړ چې زموږ پۀ شتون کې به ستاسې سر و مال ته څوک هیڅ ضرر ونه شي رسولی مونږ د همدې هدف لپاره مبارزه کوو تر څو شریعت پۀ هر غلۀ او راه زن….. پلی شي بیا یې د مجرمینو د قصاص امر وکړ.

د خلکو سترګې د خوښئ لۀ اوښکو ډکې شوې خړه دښته د تکبیر ملکوتي نعرو پۀ سر واخیسته
شېبه وروسته مخامخ ولاړو د څو لرګینو پایو بندو پړو کې اختطافګر یوه بله خوا ځنګېدل.
(پای)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x