تاریخي پيښينظــر

۱۲ ګرامه ماغزه (۳۴)- لومړنی سفر لومړنی ګوزار

شهرت ننګيال

لومړنی سفر، لومرنی گوزار:
مجددي د جوزا پر پنځمه، په دوه ورځنۍ رسمي سفر اسلام اباد ته ولاړ، د اسلام اباد هوايي ډګر کې د پروتوكول له مخې غلام اسحق خان او نواز شریف دده هرکلي ته ولاړ وو، د سپرلۍ الوتکه د اسلام آباد پر هوايي ډګر کیناسته، مجددي چې له الوتکې راکوزېده، نو دده باډیگارد تورن جنرال (جگړن خان محمد لکه سيوری ورپسې جوخت روان و، کله چې ده د غلام اسحق خان په ملتيا د تشریفاتو ګارد سلامي اخيستله، نو باډیگارد جنرال هم د مجددي او غلام اسحق په پله ګام اخیستو، پاکستاني مقامات چې ځینو يې بريتونو کې خندل، دې لوبې ته حيران ولاړ وو، خو کابل کې د پاکستان شازدافیر ښاغلي فدا يونس
له افغانانو سره د اوږدې سابقې له مخې نه غوښتل، دا شرم دکمره مين له خوا ثبت شي، ځکه خو يې هغه تر مټ په نيولو ایسته کش کړ.

له دې سره هغه لکه په هماغه ځای مېخ شوی وي، بې حركته ولاړ پاتې شو.
د جوزا پر اتمه مجددي د سپرلۍ الوتکه له پاکستان څخه په بیرته ستنېدو د کابل پر هوايي ډګر په توغندي وویشتل شوه، خو پیلوټ وتوانيد الوتکه روغه کوزه کړي، د توغندي په لګېدو د الوتکې د مخ برخه زیانمنه او د پیلوت مرستیال برسیرن زخمي شو، خبریالانو څرگنده کړه، چې د مجددي په هوايي ډګر کې تلولې او الوتې بڼه ځغاستل، ده لومړی د الوتکې ويشتو تور پر حکمتیار ولگاوه،  خو وروسته چې له مسعود سره یې د قدرت سیالي اوج ته ورسېده، ویل یې: دا کار دده دوستانو او د لستوڼي مارانو کړی.

مجددي د پلویانو پیدا کولو په تمه د مامورينو معاشونه دوه چنده کړل، خو د وزارتونو بوديجې يې کمې کړې، په دې توګه يي ټولې ادارې له يوه سخت بحران سره مخامخ کړې.

ده د پخواني پاچا د ملاتړ تر لاسه کولو لپاره خپل زوی روم ته وليره خو پاچا دده، د ننگې خبره ونشوى منلی.

دلته وه، چې مجددي نه پر تنظیمي ډلو او وسله والو خپل مټ غښتلی کړی شوی او نه يې له هېواده بهر د افغان شخصيتونو او سیاستوالو ملاتړ خپل کړی شو…

هغه وه چې د ارگ دریو کوټو کې له دوه میاشتني مساپرۍ وروسته یې له ارگ سره مخه ښه وکړه…

راتلونکی عنوان:
په جنتي وطن کې دوزخي لمبې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x