دیني، سیرت او تاریخ

د اسلام پنځه بناوې

عبدالحمید حامد
اسلام پنځه بناوې لري چې عبارت دي له:
کلمه طيبه، لمونځ، روژه، زکات، حج.

د دې پنځه بناګانو دلیل امام بخاري رحمه الله تعالی په یو حدیث کې رانقل کړی:

عَنِ ابْنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ” بُنِيَ الْإِسْلَامُ عَلَى خَمْسٍ : شَهَادَةِ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللَّهِ، وَإِقَامِ الصَّلَاةِ، وَإِيتَاءِ الزَّكَاةِ، وَالْحَجِّ، وَصَوْمِ رَمَضَانَ “.
رواه البخاري.

ژباړه: له ابن عمر رضی الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
اسلام په پنځو ستنو باندې قائم دی، ګواهي ورکول چې اله او معبود بغیر د الله څخه بل څوک نشته او محمد د الله رسول دی، د لمانځه قائمول دي، د زکات ورکول دي، حج دی او د رمضان روژه نیول دي.

تشریح:
د اسلام بناوې په مختلفو احادیثو کې رانقل شوي دي، چې ترتیب د امام بخاري رح په دې ډول دی او له ابن عمر رضی الله عنهما څخه دا حدیث په درې طریقو رانقل شوی دی، خو علماء وایي چې دا روایت بالمعنی دی او د امام بخاري رح دا خپل ترتیب دی.

جهاد:
جهاد یې د اسلام بناګانو کې ذکر نکړ ځکه جهاد فرض کفایي دی او په بعضې وختونو کې فرض عین ګرځي نو له همدې کبله یې په مطلقو فرض عین کارونو کې چې پنځه شیان دي ذکر نه کړ ځکه مطلق فرض عین نه دی، بلکې جهاد د نیکو اعمالو له جملې څخه دی.

ستاسو د دعاوو په هېله!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x