نظــر

راس ویلسن د سکاټ میلر په رول کې!

محمدالله الهام

په وروستیو دوو میاشتو کې د طالبانو پوځي او سیاسي پرمختګ دومره چټک ؤ چې د دوستانو ترڅنګ یې دښمنان هم حیران کړي او ځینو دښمنان خو یې بیا دومره ګنګس او ګول کړي چې په خپلو خبرو نه پوهیږي، وار پار یې خطا دی غیر مسئولانه څرګندونې، حرکتونه او آن له ادبي چوکاټ څخه وتلي په عام محضر کې په سپینه ږیره ښکنځلې هم کوي.

زه د اشرف غني او د هغه د کابینې وارخطايي نه یادوم چې خوست ولایت ته د سفر پرمهال ورڅخه د مسافرو شمېر ګډوډ شو، یا یې ادعا وکړه چې امریکايي عسکر دده په غوښتنه له افغانستان څخه ووتل او… دېته ورته مناسبتونو کې یې ډیرې ګډوډې ویناوې وکړې؛ خو تر ټولو جالبه یې په کابل کې د امریکا د سفیر راس ویلسن وروستي حرکتونه او پاروونکې څرګندونې دي، چې په ښکاره له نړیوالو اصولو او نورمونو سره په ټکر کې دي.

د سفارت معنی له عرف او اصولو څخه څرګنده ده چې سفارت د مقابل هېواد سیاسي نماینده ګي تمثیلوي، چې د دوه هېوادونو ترمنځ د راشه درشې په تنظیم، ځانګړو پیغامونو تبادله کولو سربیره په یاد هېواد کې د خپلو اتباعو او یاهم کوربه هېواد اتباعو ته سفري او نورې آسانتیاوې برابرول وي.

لیکن د تیرو شلو کلونو په جریان کې مونږ وکتل چې په کابل کې د امریکا سفارت د شیطانت او نقاق اچونې په ځالې بدل شوی دی. په همدې سفارت کې د امریکا له افغان جاسوسانو سره سلا مشورې کیږي، هغوی ته روزنه ورکول کیږي، د سیمې او ګاونډیو هېوادونو پرضد پاروونکې ویناوې کوي، په هېواد کې قومي، مذهبي او سیاسي نفاق ایجادوي او رنګارنګ فتنو ته لمن وهل په کابل کې د امریکا د سفارت له مهمو فعالیتونو څخه شمېرل کیږي.

له څو اونیو راهیسې له کوم وخت نه چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر دنده پای ته رسېدلې او د هغه چارې په خلیج کې د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال کینت میکنزي ته سپارل شوي، له هغه ورځې راهیسې په کابل کې د امریکا سفیر راس ویلسن د افغانستان په کورنیو چارو کې بربنډه لاسوهنه پیل کړې ده.

راس ویلسن څو ورځې وړاندې د کابل د شړېدلي حکومت له مشر اشرف غني څخه وغوښتل څو د دولتي عسکرو د خوندي ساتلو په موخه یوه متحده دفاعي ستراتيژي جوړه کړي؛ خو د کابل حکومت چارواکي ورباندې داسې غلي دي لکه چې هیڅ خبره نه وي.

له هغه لا څو ورځې تیرې نه دي چې نن یې د ولسي جرګې فوق العاده ناسته کې د کابل رژیم د مشر له هغه اعلان څخه ملاتړ وکړ چې په کې نوموړي د طالبانو پرضد د ولسي پاڅون غوښتنه کړې ده.

د پردیو هېوادونو میشت سفیران دا حق نه لري چې د کوربه هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي او یاهم د کومې ډلې په ملاتړ پروپاګند وکړي؛ خو دلته هرڅه سرچپه دي.

د امریکا سفیر راس ویلسن لا په دې خبره هم بسنه ونه کړه او نن یې په هرات کې پخوانی جهادي قومندان او په هرات کې د پاڅونوالو په نوم د ملیشو مشر محمداسماعیل خان سره خبرې کړي او هغه یې په هرات ښار کې د جګړې لپاره په شا ټپولی دی.

دا چې په اسلام او نړیوال قانون کې د سفیر او استازي وژل نه شته، لیکن د داسې خونخوارو کسانو وژل چې سفیر او سفارت بدناموي او غواړي کوربه هېواد کې کورنۍ جګړې ته زمینه برابره کړي او جنګسالاران او ملیشې په عام ولس تحمیل کړي، دا چاره د هر آزاد او خپلواک ولس له زغم او تحمل څخه وتلې خبره.

د هېواد په سویل او لویدیځ کې د کندهار، هلمند ـ لښکرګاه او هرات ښارونه د وحشي بمبارونو لاندې سوځول کیږي، ماشومان شهیدانیږي او حتی خلک ددې اجازه نه لري چې خپل مړي خښ او ټپیان روغتون ته انتقال کړي، په کابل کې د امریکا او برتانیې سفیران ددې پرځای چې په هوايي بریدونو کې د ملکیانو قتل عام وغندي، ددې پرځای جګړه ماران هڅوي چې لا زیاتې جګړې وکړي.

نو که په داسې یو حالت کې څوک راولاړ شي او د سفیرانو په نوم دغه شیطانان په قتل ورسوي، بیا به ټوله نړۍ د ملامتۍ ګوته افغانانو ته نیسي، چې سفیران وژني، دیپلوماتیک اصول نه مراعاتوي او …

که نن د طالبانو مشران د سیاسي حل لارې په تکل کې ډیره نرمه پالیسي اختیاروي، نړیوال باید په یاد ولري چې د جګړې په ډګر کې هرڅه پېښېدونکي دي، کله ناکله حالات له کنتروله وځي، لکه په ۱۹۹۸م کال کې په مزارشریف ښار کې چې د ایراني دیپلوماتانو په نوم شمالي ټلوالې ته د پوځي مشورو وړاندې کولو نهه کسیزه ډله ووژل شوه، په هغه وخت کې به ملامت هغه څوک وي چې د پردیو په چارو کې لاسوهنه کوي او د جګړې اورونه بلوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوي نجیب الله زاهد

دغه تبصره مو بلکل پرځای او یو حقیقت دی خو د پنجابي قریشي څو ورځې د مخه څرګندونې خو همدا تاسو خپور کړ چې ویلې یې وو چې طالبان داعش ته په افغانستان کې د فعالیت اجازه نه ورکوي هغه خو هم د پنجاب د بهرنیو چارو وزیر دی او دنده یې معلومه ده نو ولې مو پرې غبرګون و نښود اوس یې هم وخت دی چې پرې غبرګون و ښیی او که نه نو بیا د عربانو هغه متل وي چې وایي ( الکیل بمکیالین). د یادونې وړ ده چې هېڅ پردی او په ځانګړي توګه یهود او نصارا… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x