شعـــــرونه

د سر نذرانه/ نومير

فدا محمد نومير

هر کله دې دښمن اوسه برباد، ګرانه زلميه!
په سوبه او نصرت واوسې ښاد، ګرانه زلميه!

تا روس، انګريز، يهود ايستی له کوره په خپل مټو
هر ځای دې غليم اوسه نامراد، ګرانه زلميه!

د سر په نذرانه دې دا وطن راته ساتلی
له رب څخه دې غواړم تل اباد، ګرانه زلميه!

په وينو د بدن دې هر مورچل دی رنګولی
ناټو ته وې ولاړ لکه فولاد، ګرانه زلميه!

کتاب دې کړلو قط، د مدرسې څخه جلا سوې
جهاد لره دې کېښوده بنياد، ګرانه زلميه!

دښمن دې د اسلام، مسلم په ځان پورې هک پک کړ
د غرو سره دې سر واهه فرهاد ګرانه زلميه!

لويي درنه ونسي اوس سجده د شکر باسه!
څښتن و نازولې په خپل مراد، ګرانه زلميه!

په مينه د اسلام دې له باطل سره جګړه کړه
ژوندی دې کړ تاريخ د خپل هيواد ګرانه زلميه!

ذليل دې ګوډاګيان کړه، نانځکې د پرديو
نومير درباندې وياړي زنده باد ګرانه زلميه!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x