نظــر

د پردی‌پالنې او خپل‌پالنې پېژندنه -عتیقزی

اُمت-کالم: درد شریکول، په درد کې شریکېدل او له دردمن سره همدردي کول د انسان په خټه کې اخږل شوی دی او د انسانیت او ټولنیزو قراردادونو له اصولو شمېرل کېږي. انسان هغه وخت د خپل انسانیت معراج ته رسیږي چې کله د خپل همنوع په هر درد دردمن شي او د هغه په خوښۍ خوښ شي. یقیناً دا شی موږ ته زموږ دین د یوه لوی او معتبر درس په صورت کې راپېژندلی دی.

رسول کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي، مسلمان د مسلمان ورور دی، نه پرې ظلم کوي او نه یې چا ته تسلیموي. په بل حدیث کې فرمایي: مسلمان امت د یوه بدن شکل لري، که چېرې په بدن کې سترګه په درد شي نو ټول بدن ورسره په درد وي.

نو، رسول علیه الصلاة والسلام ته د یوې نېکې اُسوې په کتو، او هغه د خپل معلم، رهبر، قاید او د یوه الهي پیغمبر په توګه د منلو سره باید د هغه په ارشاداتو او اوامرو عمل وکړو او له نواهیو یې ځانونه وساتو. د اسلام تاریخ له هغو شاهکارونو ډک دی چې اسلامي پوځ به د یوه اسیر، مظلوم او بېنوا په خاطر لښکر‌کشي کوله. د سند (هند) فتح کېدل د همداسې یوې کیسې مخینه لري. محمد بن قاسم (رح) ته حجاج بن یوسف لښکر ورکړ او ورته یې وویل چې په سند کې خپله مسلمانه خور وژغوره. هغه خور د یوه ظلم ښکار شوې وه او سترګې یې د خلافت دروازو ته پاتې وې او هیله‌منه وه چې ددې ورونه به یې حتماً کومک او مرستې ته وردانګي. او همداسې وشول.

له دردېدلیو سره همدردي کول د انساني وجدان د آرامۍ او خوښۍ سبب ګرځي. که چا تجربه کړې نه وي، یو ځل دې تجربه کړي.

افغانستان د دیموکراسۍ له نوي نظام او نوې دورې سره یوه نوي پړاو ته داخل شوی. افغانستان لکه د نورو اسلامي هېوادونو په څېر د یوه قوي نشنلستي حس د تجربې شاهدي ورکوي چې ترکیز یې یوازې پخپلو شخصي ګټو دی او هره مسئله د خپلو شخصي ګرایشونو له زوایې مشاهده کوي. د نظام دننه د دولتي اراکینو ترکیز بیا تر خپلې قومي، سمتي، ژبني او نژادي محدودې پورې دی، لدې وراخوا د بل چا په اړه نه کوم پلان لري، نه یې په اړه فکر کوي او نه هم د همدردۍ او خپلوۍ احساس لري.

دا هغه څه دي چې ۱۴۰۰ کاله پخوا رسول کریم صلی الله علیه وسلم، او بیا اسلافو او په معاصر وخت کې زموږ اسلامي مفکرینو چې له هغې ډلې، اغېزښندونکی شهید سید قطب رحمه الله د یادولو وړ دی، ددې شومې پدیدې په اړه خپل غږ پورته کړی وه او امت یې ترې وېرولی وه. د امپریالیزم او خصوصاً د ټولو هغو غربي برنامو او پروګرامونو مرکزي فوکس په همدې برخه دی چې د اسلامي امت په ځوان نسل کې د نشنلیزم احساس قوي او پیاوړی کړي. د نشنلیزم قوي احساس دی چې مسلمان ځوانان له خپل بل مسلمان ورور سره له همکارۍ، همدردۍ او همدلۍ راګرځوي.

موږ ددې صحنې شاهدان یو چې ځوانان مو څنګه په ټولنه کې ددغسې اعمالو په مقابل کې غبرګون ښیي، او حتی ډېری وخت د ډېر خپګان لامل هم ګرځي. پردي‌پالنه او پردي‌پال هغه اصطلاح ده چې د همدغو نامعلومو حلقاتو له لوري هغو خپل‌پالنو او خپل‌پالو ته کارول کېږي چې د نړۍ په بل ګوټ کې د خپل مسلمان ورور او مسلمانې خور په ویر ویرجن کېږي، په درد یې دردمن کېږي، او په خوښۍ یې خوښیږي او د راحتۍ احساس کوي. حال دا چې، اسلام د یوه داسې دین په توګه چې درس او نصیحت یې انسان او انسانیت ته بلنه ده، ددغو خلکو له یاده وتلې او یا دا چې ځان له اسلام سره په ټکر کې ویني نو ځکه د اسلام اساسي انساني درسونه له پامه غورځوي او پخپلو اوتو بوتو یې چېلنج کوي.

اسلام له یوه ځانګړي او پرځان منحصر انسان څخه یو جامع، ټولنیز او نړیوال شخصیت جوړوي. اسلام انسان ته د مینې، همدردۍ او تکامل درس ورکوي. اسلام له یوه وروسته پاتې انسان څخه پرمختللی انسان جوړوي. اسلام انسان ته هغه درس ورکوي چې نن یې سیکولران او لیبرالان د انسانیت د یوه وړوکي باب په حیث خلکو ته ورپېژني. اسلام انسان ته هغه فکر او لاره ښیي چې دده عقل، زړه او منطق یې مني.

انسان یو ټولنیز موجود دی او له ټولنې سره باید یو ځای واوسېږي. د انسان ژوند پرته له ټولنې ستونزمن وي. معمولاً انسانان بیا په ټولنه کې له هغه چا سره توافق کوي چې دده له فکر، عمل، او وینا سره تطابق وکړي. له همداسې خلکو سره خپل ژوند مخته بوځي او هغوی یې د ژوند یوه برخه وګرځي. د فکرونو د یووالي او انسجام پخاطر یو قالب ته اړتیا لیدله کېږي تر څو د ټولنې مختلف، بېلابېل او مترادف فکرونه سره یو ځای کړي چې ددغه قالب خالیګاه د اسلام مبارک دین پوره کړې ده. اسلام د مختلفو فکرونو خو ټولو ته د یوې سرچینې په توګه انساني ټولنې ته دا زمینه برابره کړېده چې تیت او پاشلی قوت سره متحد او منسجم کړي او د یوه لوی او عظیم هدف پر لور یې وکاروي چې هماغه د انسانانو د ژوندون هدف دی.

اسلام د قوتونو، پوتانسیل، او وړتیاؤ په راټولېدو او یوځای کېدو له همدې امله تأکید کوي چې انساني ټولنه تیت او پرک نشي، او خپل هدف ورک نکړي. په همدې موخه یې مسلمانان ټول یو بدن بللی دی، پدې بدن کې څوک لاس، څوک پښه، څوک سترګې، څوک غوږونه او څوک هم د بدن د نورو غړو په توګه خپله دنده پرمخ بوځي. دا د اسلام د دین هغه ځانګړنه ده چې نورو پخوانیو ادیانو نه درلوده.

نو هر کله چې پدغه قالب کې د بدن یو غړی په درد شي، پرې شي او یا له کاره ولوېږي نو پاتې بدن هم ورسره په خوږ شروع وکړي. او دا هېڅ امکان نلري چې سر دې په درد وي او نور بدن دې آرام وي. که چېرې کوم داسې غړی وي چې بې درده وي، په تکلیف نه وي نو پدې پوه شه چې هغه ستا د بدن نده. او هر کله چې یو غړی د بل غړي له درد څخه نالیږي نو پوه شه چې همدا دې خپل غړی دی، پردی ندی.

چې کله د بدن (امت) د غړو فلسفه دومره تعاملي او هراړخیزه ده نو بیا د پردي‌پالنې ادعا دا مانا لري چې یو خارجي او بهرنی غړی پرته لدې چې د درد احساس وکړي د نورو غړو د پرې کولو فرمایشونه هم ورکوي. اسلامي امت یو امت دی، درد یې یو دی، غم یې یو دی، ژړا یې یوه ده، خندا یې یوه ده او ښادي یې یوه ده. هر څوک چې دا حقیقت نه مني هغه له دوه‌ؤ حالتونو څخه خالي ندی، یا ددې امت غړی ندی، منافق دی او یا دا چې په یوه لویه او عظیمه اشتباه کې بند پاتې دی چې ځان خلاصول ترې پکار دي او کنه دده عاقبت هم د منافقینو دی.

د امت په اړه فکر کول، د امت په مسایلو کې دخیل اوسېدل، د امت لپاره کار کول او د امت په هره خوښۍ او غم کې شریک اوسېدل د یوه مؤمن لپاره تر ټولو ستره نېکمرغي او د هغه د انساني شخصیت د عروج نقطه ده. ژوند هغه ژوند دی چې د امت لپاره وي او مرګ هغه مرګ دی چې د امت لپاره وي. که داسې نه وای، نو سیدجمال الدین افغان به د امت د ژوند لپاره له خپله ژونده لاس مینځلو ته (ژوند) نه ویل.

من احب الحیاة فلیمت في سبیل حیاة امته

څوک چې له ژوند سره مینه لري نو د امت د ژوند په لاره کې دې ومري.

خوشال خان خټک یو ځای د شعر په ژبه وایي:

چې د خلکو نېکخواهي لرې په زړه کې
مبارک شه بادشاهي لرې په زړه کې

نو، د پردي‌پالنې دعوه هسې یوه پوچه دعوه ده چې سرچینه یې وچ او متعصب نشنلیزم دی. هغه نشنلیزم چې نه پرېږدي امت مو یوه ډله، یو زړه، یوه خوله او یو بدن واوسېږي.

امت، د عبدالبصیر عتیقزي کالم، نن ټکی آسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
زاهدزاده فراه رودی

پرځای خبره ده اسلام موږته دورورۍ او اخوت درس راکوی اسلام مږته پریوبل دزړه سوی احساس راکوی اسلام موږ دیوه بدن غړی بولی که نن دا اصل موږ عملی کړی وای نوبیابه اوس دغزی پروحشت داسلامی هیوادونو واکمن چوپه خوله نوای پاتی دبرما دمسلمانانو کړاوبه موخپل بللای دصومالیی دماشومانو لوږه به مو خپل دبچوڼو قحط ګڼلۍ اوپریوغوریانو دروژو بندیز به مو پرټول اسلامی امت بندیزبللۍ خو افسوس …

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x