نظــر

د ملي اهدافو په اساس ولاړ حکومت/ يوولسمه برخه

سيد مبين شاه

داخلي سياست او ممکن توافقات:
داخلي سياست عبارت د هغه پلانونو اجرااتو او تعاملاتو څخه دی چې حکومت يې د هيواد او ټولنې د مختلفو او متنوعو ضرورياتو د پوره کولو په خاطر په کار اچوي. د تجاربو په اساس معلومه شوې که د حکومت کړنې، پلانونه او اجراات د هيواد د ملي اهدافو سره په ټکر کې وي نو نه تنها چې هيواد او ملت ملي موخو ته نشي رسيدای. بلکه هيواد او ملت د داسې بې کنتروله بحرانونو سره مخ کېږي چې پخپله، ملت او د نړۍ هيوادونه يې هم د کنترول څخه عاجزه وي. ددې په خاطر چې د حکومت کړنې، پلانونه او پاليسۍ د هيوا او ملت په استقلال، په هيواد کې د امنيت او عدالت په تامين او اقتصادي پرمختګ تمامې شي نو پدې خاطر بايد د داخلي پاليسيو لپاره يو چوکاټ ولرو ترڅو هيواد مو د پرديو د ګټو او منفي رقابتونو قرباني نه کړو بلکه د بحران څخه يې په ګډه راوباسو.

د داخلي پاليسيو لپاره پيشنهادي چوکاټ:

۱: ټولې خواوې موافق دي چې اسلام او افغاني کلتور زمونږ د هر څه اساس دی او د همدې اساساتو په چوکاټ کې د حکومت ټولې کړنې، پلانونه، ستراتيژۍ، او پاليسۍ او حتی اقوال بايد د ملي اهدافو د تحقق په مدار و څرخي. ازادي، امنيت، عدالت د باثباته اقتصادي پرمختګ لپاره اساس او مترادف ملي اهداف دي چې اقتصادي پرمختګ پکې د محراق حيثيت لري.

۲: حکومت او ټول کارکوونکي د ملت خادمان وي نه باداران.

۳: افغانانو ته خپلې ګټي په اولويت کې دي او د خپل وطن د ملي اهدافو د تحقق په خاطر داسې اتفاق او انستجام رامنځته کړو ترڅو خپل هيواد د نړۍ او منطقې د هيوادونو د منفي رقابت څخه راوباسو.

۴: د استقلال، امنيت او عدالت په هکله ټول مسلمان اتباع د اهليت په بناء ونډه لري او د اقليت او اکثريت موضوع ځکه نه مطرح کېږي چې په اسلام کې ملي مسؤليت تکليف دی او د اهليت په بناء باندي مقرريږي( و ان تود الامانات الي اهلها). د اسلامي احکامو په اساس قوم او رنګ ته نه ليدل کېږي. د اسلام په اساس  د غير مسلمو اتباعو څخه دفاع او د هغوی د مادي او معنوي حقوقو ساتنه د اسلامي دولت مکلفيت او جدي مسؤليت دی.

۵:چون اساس د مذاکراتو اسلام دی نو په اسلام کې د امير او يا ريس جمهور حکم په سياسي جغرافيه کې قابل اطاعت او نه منل يې بغاوت دی چې د يو قوي حکومت ايجادول ايجابوي.

۶: ټولې خواوې توافق کوي چې مسلم او غير مسلم اتباع په ټولو اقتصادي فعاليتونو کې يو شان حقوق لري او يو پر بل هيڅ برتري نه لري. او هر يو د خپل دين او مذهب په پيروۍ کې ازاد دي.

۷: په اجتماعي او اقتصادي مسايلو کې د اسلامي حکومت لخوا د غير مسلمو نماينده به د نفوسو په تناسب استثنايي انتصابيږي چې کېدای شي معرفي يې د هغوی ترمنځ انتخابي وي.

۸: په داخل کې به د هغو اتباعو سره کلکه مبارزه کېږي چې د پرديو لخوا د ملي اهدافو د تحقق په لار کې خنډ واقع کېږي.

۹: په اجتماعي لحاظ يو والی، ولسواکي او ملت سازي، په اقتصادي لحاظ غښتلتيا او اجتماعي کفالت او په سياسي لحاظ به د افغانستان شخصيت جوړونه مو ملي اهدف او تحقق به يې د حکومت عمده مسؤليت وي. حکومتي ټول ادارات پدې مکلف دي چې د نوموړو اهدافو د تحقق په لار کې جدي قدمونه واخلي او کار يې بايد ملموس نتايج ولري. سرغړونه او غفلت يې بايد نه بښوونکې ګناه او د مجازات وړ کار وبلل شي.

۱۰: اقتصادي پرمختګ د اجتماعي او سياسي پرمختګ لپاره مهمه وسيله ده او پدې خاطر به د اسلام اصولو په چوکاټ کې بدون له دې چې د ازادي، امنيت او عدالت د ملي هدفونو سره په ټکر کې شي، د داخلي او خارجي سياست محراق وي.

۱۱: د حکومت فعاليت، هيکل، تشکيلات بايد د اولوياتو له مخې د عوايدو سره مستقيم متناسب وي. ټول قوانين، عمومي او سکتوري ستراتيژي، پلانونه، پاليسۍ او لوايح بايد د ملي طويل المدت، متوسط المدت او قصير المدت اهدافو په چوکاټ کې عيار شي.

۱۲: حکومت د اقتصادي او سياسي پلانونو تر څنګ د ملت د يووالي په خاطر اجتماعي پلانونه جوړ کړي. تر څو په اينده کې د بې اتفاقۍ د ترخو حوادثو مخه ونيول شي.

۱۳: هغه کړنې او داخلي قوانين چې زمونږ نړيوالو اړيکو ته ضرر رسوي او افغانستان انزوا ته وړي بايد د اسلام او افغاني کلتور په چوکاټ کې د حل لاره ورته پيدا شي او په جدي توګه برخورد ورسره وشي.

۱۴: او داسې نور.

داخلي سياست عبارت د هغه پلانونو اجراءاتو او تعاملاتو څخه دی چې حکومت يې د هيواد او ټولنې د مختلفو او متنوعو ضرورياتو د پوره کولو په خاطر په کار اچوي. د تجاربو په اساس معلومه شوې که د حکومت کړنې، پلانونه او اجراءت د هيواد د ملي اهدافو سره په ټکر کې وي نو نه تنها چې هيواد او ملت ملي موخو ته نشي رسيدای. بلکه هيواد او ملت د داسې بې کنتروله بحرانونو سره مخ کيږي چې پخپله، ملت او د نړۍ هيوادونه يې هم د کنترول څخه عاجزه وي. ددې په خاطر چې د حکومت کړنې، پلانونه او پاليسۍ د هيوا او ملت په استقلال، په هيواد کې د امنيت او عدالت په تامين او اقتصادي پرمختګ تمامې شي نو پدې خاطر بايد د داخلي پاليسيو لپاره يو چوکاټ ولرو ترڅو هيواد مو د پرديو د ګټو او منفي رقابتونو قرباني نه کړو بلکه د بحران څخه يې په ګډه راوباسو.

نور بيا…..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x